لويه جرګه د کاربنديز له امله ټال شوه

د اساسي قانون بهير د ملي ژبې او دوه ګوني تابعيت له امله له خطر سره مامخ شوې دى.

لويه جرګه د کاربنديز له امله ټال شوه

د اساسي قانون بهير د ملي ژبې او دوه ګوني تابعيت له امله له خطر سره مامخ شوې دى.

د يکشنبې په ورځ د لويي جرګې د استازو ، ملګرو ملتونو او د امريکا د متحده ايالتونو د دپلوماتانو ترمنځ خبرې اترې په دې کې پاتې راغلي، چې د ملي ژبې او دوه ګونې تابعيت په هکله راولاړ شوي توپيرونه له منځه وباسي. دې کار غونډه د بشپړې ماتې له ګواښ سره مخامخ کړې ده.


د لويي جرګې د غونډو مشر، صبغت الله مجددي ګواښ وکړ، چې "که موضوع ترسهار پورې حل نه شي، موږ به نړۍ ته ووايو، چې لويه جرګه پاتې راغله."


مجددي د يکشنبې په ورځ ماسپښين ناوخته اعلان وکړ، چې ځيني مهم استازي لاتراوسه په ايکي يوې کلمې باندې په خبرو اترو لګيادي. هغه وايي: "ښايي موږ خپل وياړ په دې له لاسه ورکړ، چې هغه يوه "کلمه" غواړو او که نه."


هغه د تر پوښتنې لاندې کلمې له څرګندولو ډده وکړه او له استازو يي وغوښتل چې ددې موضوع د حل لپاره دعا وکړي.


يو شمېر نورو استازو آى ډبليو پي آر ته د شنبې په ماښام وويل، چې اختلافي موضوعګانې د رسمي ژبې په توګه د ازبيکي ژبې پېژندل دي او داچې آيا وزيران کولاى شي دوه ګونى تابعيت ولري او که نه؟


دا لا څرګنده نه ده، چې څومره او کوم استازي په دې سترو موضوعګانو باندې په خبرو اترو کې ښکېل دي. د افغانستان لپاره د متحده ايالتونوسفير، زلمي خليل زاد او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي لخضربراهيمي، د خبري سرچينې د وينا له مخې، په دې خبرو اترو کې ونډه درلوده.


د پنجشنبې په ورځ د ٥٠٢ تنو له ډلې څخه ٢٣١ استازو د اساسي قانون د پنځو مادو په بدلون باندې له رايو ورکولو ډډه وکړه. ددې ډډه کوونکو په ډله کې د جمعيت اسلامي د تنظيم مشر، برهان الدين رباني، د ددغه تنظيم مرستيال صديق چکري، د پيام مجاهد د خپرونې چلوونکى، حفيظ منصور او د مجاهد د جرېدې چلوونکى واقف حکيمي او همدا راز دازبيکانو مشر عبدالرشيد دوستم شامل وو.


زياترو پښتنواستازو غوښتل چې د رايو اچولو په بهير کې برخه واخلي.


د شنبې په ورځ داخبره څرګنده نه وه، چې د ملي ژبې او د دوه ګوني تابعيت موضوع څنګه حل شي.


د کابل استازې ډاکټر عبدالکبير رنجبر وويل، د روغې جوړې يوه وړاندېز شوې لاره داوه، چې کېداى شي، ازبيکي ژبه په هغو ځايو کې رسمي شي، چې اوسيدونکي يي په ازبيکي ژبې خبرې کوي. د ملي ژبې موضوع به د يوکال په موده کې د پارلمان له ټاکلو وروسته حل شي. د اساسي قانون په مسودې کې پښتو او دري د دوه دولتي رسمي ژبو په توګه پېژندل شوي دي. ازبيکانو هم غوښتنه درلوده، چې د هغوى ژبه دې په دې کې ورګډه شي.


د دوه ګوني تابعيت په اړوند موضوع هماغسې تته پاتې وه. د کابل استازي حکيمي وويل، "موږ بشپړ حل ته ونه رسېدو. مهمه موضوع د دوه ګوني تابعيت ده. ټوله لويه جرګه د ځينو وزيرانو په دوه ګوني تابعيت باندې څرخيږي."


ويل کيږي، چې داوسني حکومت پنځه تنه وزيران دوه ګونى تابعيت لري، چې ډېر مشهور يي د ماليي وزير اشرف غني احمد زى دى. جهادي مشران غواړي چې په راتلونکي حکومت کې دې وزيران دوه ګونى تابعيت نه لري.


په عين حال کې زياتره پښتانه استازي، چې د پنجشنبې د ورځې په رايو اچولو يي موافقه درلوده، وايي، چې اوسنيو پټو خبرو دوى له ياده ايستلي دي.


د ننګرهار د ولايت استازي، روح الامين بشير وويل: "سره دې چې موږ اجندا په پام کې ساتو، له موږ سره څوک اړيکي نه نيسي. خو زموږ مخالفين پوښتل کيږي. يوناما (د افغانستان لپاره د ملګروملتونو دمرستو څانګه)، د لويي جرګې مشرتابه او خليل زاد دهغوى غوښتنو ته غوږ نيسي."


نوموړى زياتوي، د هغه لورى وزيرانو ته د دوه ګوني تابعيت د لرلو اجازه ورکوي او نه غواړي، چې ازبيکي دې رسمي ژبه شي.


دا پخوا کومه ستونزه نه وه . دواړه لوري اوس له يوبل سره مخالفت کوي. هغه زياتوي: "که زموږ غوښتنې و نه منل شوې، موږ به سبا له غونډې سره پرېکړه وکړو او لاسليک به و نه کړو که لاسونه مو هم پرې کړي.


Frontline Updates
Support local journalists