ډزو په پلازمينه کى ټکهار جوړ کړ

په کابل کى د ډزو له پيښى وروسته امريکايان او افغان چارواکي هڅه کوي خلک آرام کړي.

ډزو په پلازمينه کى ټکهار جوړ کړ

په کابل کى د ډزو له پيښى وروسته امريکايان او افغان چارواکي هڅه کوي خلک آرام کړي.

د ملي ګارد څلور تنه عسکر د امريکايي ساتونکو له خوا د ډزو په يوه پيښه کى د مى د مياشتى په ٢١ نيټه ووژل شول، چى د متحدو ايالاتو او افغان چارواکو لخوا خطا بلل شوى.


دوه تنه ځاى پر ځاى ووژل شول او دوه نور يي په روغتون کى د ټپونو له امله په روغتون کى مړه شول.


د راپورونو سره سم حادثه هغه مهال پيښه شوه چى د متحدو ايالاتو ساتونکو د افغان ٦٣٨ غونډ څارنه کوله چى ور له مخه له امريکايي ديپلوماتانو څخه د خبرتيا پرته يي وسلى انتقالولى او د دغه غونډ مرکز د متحدو ايالاتو د سفارت د کوڅى خواته دى.


د ښوونى او روزنى د وزارت يو سلاکار بو ژالميفژورد چى سويډنى دى او همدا اوس کابل ته راغلى، له هوايي ډګر څخه راروان و او د خپل ګاډي له ښيښى څخه يي عکسونه اخيستل چى ناببره يي ډزى واوريدى.


ډريور موټر راتاو کړ او ترجمان ژالميفژورد او خپل همکار ته وويل چى د ګاډي له څوکيو څخه د ګاډي پر لاندنى برخى دى ځان واچوي. وروسته ډريور دغه سويډني سړي ته وويل چى هغه وليدل يو افغان عسکر پر خوله وويشتل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.


په ټوله نړۍ کى لادمخه د متحدو ايالاتو د سفارت د کارکوونکو تر منځ ناکراري زياته ده ځکه چى امريکا ( اورنج الرت) خبرتيا خپره کړى چى دا خبرتيا لوي تروريستي حمله جوتوي. وروسته له ډزو د ډيرو ګړيو لپاره خبرتيا (ريډ الرت) يا سرى خبرتيا ته ورسيده.


د پيښى علت لاهم څرګند نه دى، که څه هم کابل د واشنګټن له دغى ګرميدنى سره چى خطا وه موافق دى. افغاني عسکرو وسلى انتقالولى، خو له بده مرغه دوى د امريکا سفارت ته خبرتيا نه وه ورکړى. له همدى امله امريکايي ساتونکو پر دوى ډزى وکړى. د کورنيو چارو وزير علي احمد جلالي د مى په دوه ويشتمه نيټه په يوه خبري کنفرانس کى وويل: دا د ناسم پوهاوي نتيجه وه. که څه هم داسى څرګندونى وى چى ځينى چارواکي د پيښو پر دغه ډول خوښ نه و.


د دفاع د وزير لومړي مرستيال عطيق اله بريالي لادمخه ټينګار کوى و چى امريکايي ساتونکو پر افغان عسکرو پرته له کوم دليل څخه ډزى کړي.


د دفاع په وزارت کى يوه بل چارواک ، چى غوښتنه يي وکړه چى و نه نومول شي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: يو له افغانانو هغه مهال ووژل شو چى يو امريکايي عسکر کوڅى ته راووت، خپله پښه يي د ټپي کس پر سر کيښوده او ويي ويشت. ځينى عيني شاهدان وايي ، امريکايانو هله ډزى پيل کړى چى افغاني عسکرو پر يوه تيريدونکي ګاډي ډزى وکړى.


په کابل کى د ټکسي يو چلوونکى محمد اکبر چى هغه مهال د ښار د مرکز په لور روان و د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: هغه وليدل چى د ملي ګارد ساتونکو قوتونو پر يوه ګاډي ډزى کولى چى ښيښى يي تورى وى.


هغه وويل: هغه مهال چى د امريکا د سفارت له لويي دروازى تيريدم ، نو ناببره مى ډزى واوريدى او هڅه مى وکړه چى له دى ځايه ووځم.


د مى د مياشتى په دوه ويشتمه نيټه ولس مشر حامد کرزي ولس ته په تلويزيوني وينا کى د قربانيانو کورنيو ته د تسليت اظهار وکړ. هغه وويل: د جلالي په مشرۍ يي يو کميسون ټاکلى چى د پيښى پلټنه وکړي.


د ولس مشر سلا کار زلمي هيوادمل د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: ولس مشر د اداري چارو مسول ته ويلي چى د قربانيانو د کورنيو څخه ليدنه وکړي او ورسره لازمه مرسته وکړي او دغه راز په روغتون کى ټپيان هم وويني.


د بريالي په وينا ، د دفاع وزارت د مړو او ټپي کسانو کورنيو له کورنيو سره مالي مرسته وکړه. هغه وويل، د متحدو ايالاتو سفارت هم د ورته مرستى وړانديز کړى.


د پيښى په هکله کابليانو مختلط احساسات څرګندول. د ټکسي يوه چلوونکي وويل: که چيرى موږ په کابل کى د امريکا د متحدو ايالاتو سفير ووژنو، آيا هغوى به ووايي چى دا ناسمه پوهيدنه ده. خو نورو په خاموشۍ سره وويل، د پخواني شمالي اتحاد د عسکرو لپاره دا دومره بد نه و چى د خپلو درملو خوند وڅکي.


Frontline Updates
Support local journalists