افغاني افسران د پوځي مرگ ژوبلې په اړه خبرداری ورکوي

امنيتي پوځونو د پياوړو مخالفو ځواکونو په وړاندې د ناتو د پوځونو له وتلو وروسته خپله جگړه پر مخ وړې ده.

افغاني افسران د پوځي مرگ ژوبلې په اړه خبرداری ورکوي

امنيتي پوځونو د پياوړو مخالفو ځواکونو په وړاندې د ناتو د پوځونو له وتلو وروسته خپله جگړه پر مخ وړې ده.

Thursday, 12 November, 2015

افغان امنيتي کارکوونکو گوته څنډلې چې وسله وال پوځونه د طالبانو د پرله پسې جگړې په وړاندې خپله جگړه پر مخ بيايي.

د ارزگان د ناکرار ولايت په مرکز، تېرينکوټ کې د پوليسو مشر، توريالي عبدياني تېره مياشت د آی ډبليو پي آر له خوا يوې جوړې شوې مناظرې ته وويل، د ملي امنيت پوځونه د ناتو د ځواکنو د نشتوالي احساس کوي، چې پروسږکال يې له افغانستان څخه له وتلو وروسته په جگړه کې د مرگ ژوبلې کچه لوړه شوه. 

عبدياني وويل، پوليس او اردو تر ډېره بريده پر هغو اطلاعاتو ډډه لگوي چې ولسي خلک يې ورته چمتو کوي. هغه وويل، د خلکو مرسته ډېره مهمه ده، هره مرسته چې کولای يې شي، بايد تر سره يې کړي.

هغه وويل: «روانه جگړه هغه مهال پای موندلای شي چې ټول افغانان د حکومت تر څنگ ودريږي او رښتينې ملاتړ ورسره وکړي.»

په ارزگان کې د مېشتې څلورمې لوا قوماندان، بريد جنرال محمد رسول کندهاري له دې سره موافق دی چې د جگړې د گټلو لپاره ولسي همکارۍ ډېره اړينه ده.

هغه وويل، سره له دې چې د اردو د ځواکونو په پرتله طالبانو ته ډېره مرگ ژوبله اوښتې، خو چريکي تکتيکونه يې په پرله پسې ډول بدليږي.

نوموړي د ارزگان په مرکز، تېرينکوټ کې د جوړې شوې مناظرې برخوالو ته وويل: «دښمن خپل پوځي تکتيک ډېر ژر بدلوي، ځکه هغوی د [جگړې ځواک] نه لري چې د افغان اردو په وړاندې مقاومت وکړي.»

د ارزگان د ولايتي شورا منشي، عبدالکريم خادمزي زياته کړه: «هغسې چې افغان ملي پوځونه د خپلو وينو په تويولو موږ ته امنيت چمتو کوي، موږ ته هم پکار دي چې د هغوی بشپړ ملاتړ وکړو.»

له پاکستان سره په پوله پروت د سويل ختيح ولايت زابل د شهر صفا د ولسوالۍ د شورا مشر د مناظرې گډون کوونکو ته وويل، تر يوې کچې د جگړه ييز ځواک د مرگ ژوبلې مسؤوليت د اردو د مشرتابه پر غاړه دی. 

محمد داود وويل: د قوماندانانو د تکتيکي نيمگړتيا له امله «په ملي ځواکونو کې د مرگ ژوبلې کچه لوړيږي.»

د شهر صفا د ولسوالۍ د پوليسو د استخباراتو مشر، غلام صديق وويل، امنيتي پوځونه ډېرو سړيو او وسايلو ته اړتيا لري. 

هغه وويل: «که موږ ته درنې وسلې چمتو شي او شمېر مو د اړتيا تر کچې زيات شي، هيله ده په راتلونکې کې به لږه مرگ ژوبله وگورو.»

د روزنې او وسايلو په اړه ورته غوښتنې د زابل د گاونډي ولايت پکتيکا د خيرکوټ ولسوالۍ په مناظرې کې هم واورېدل شوې.

د پکتيکا ولايتي شورا وويل، په اردو کې د مرگ ژوبلې لوړه کچه پر مورال ناوړه اغېز لري.

د مناظرې بل ويناوال، محمد گل کټوازي وويل، د سرتېرو کورنۍ په ډېر ډار کې ژوند کوي. حکومت ته پکار دي چې د خطر کچه راټيټه کړي، که نه، نو ميندې او پلرونه به خپل اولادونه د هغوی له ليکو راوباسي. د ګټوازي ورور او وراره دواړه د افغان ملي پوليسو په ليکو کې د خدمت پر مهال وژل شوي دي.

بابري د دې پوښتنې په ځواب کې، چې کوموعملي اقداماتو ته اړتيا ليدل کيږي، وويل، روزنه اړينه خبره ده. «د ماينونو په نښه کول او شنډول، په جگړه کې له دښمن سره ليدنه، د استخباراتي معلوماتو راټولول او له خلکو سره د ښو اړيکو پراخول.»

د پکتيکا د پوليسو وياند، سميع الله هم د ماينونو په له منځه وړلو تمرکز وکړ.

هغه وويل: «زيات شمېر افغان پوليس او سرتيري د ماينونو د چاودنو او ځانمرگو بريدونو له امله وژل کيږي. که د ماين په پېژندلو او شنډولو کې ښه روزنه ترلاسه شي، په دې برخه کې به د مرگ ژوبلې کچه ډېره راټيټه شي.»

 

 

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists