د افغانستان په سويل ختيځ ولايت کې د ټاکنو د درغلۍ ادعاگانې

په خوست ولايت کې اردو په راروانه اوونۍ کې په ولسمشريزو ټاکنو کې په درغلۍ کې د لاس لرلو ادعاگانې رد کړې.

د افغانستان په سويل ختيځ ولايت کې د ټاکنو د درغلۍ ادعاگانې

په خوست ولايت کې اردو په راروانه اوونۍ کې په ولسمشريزو ټاکنو کې په درغلۍ کې د لاس لرلو ادعاگانې رد کړې.

Thursday, 12 June, 2014

 

په سويل ختيځ ولايت خوست کې داسې ادعاگانې اورېدل کيږي چې گوندې د افغان ملي اردو يو شمېر غړي غواړي د جون د مياشتې د ١٤ نېټې ټاکنو برخليک وټاکي.

چارواکي او فعالان وايي يو شمېر کره رپوټونه يې ترلاسه کړي چې دې ولايت ته استول شوي سرتېرې پلان لري په ټاکنو کې د برخې اخيستلو له لارې د رايو ورکولو بکسونه په رايپاڼو ډک کړي. هغوی وايي په اردو کې يو شمېر عناصر لگيا دي د يوه ځانگړي نوماند، عبدالله عبدالله د برياليتوب لپاره کار کوي.   

د جون د ١٤ نېټې په ټاکنو کې به د بهرينو چارو پخوانی وزير، عبدالله او د نړيوال بانک پخوانی اقتصاد پوه او د ماليې وزير، اشرف غني احمد زي په وړاندې سيالي وکړي. ټاکنې له دې امله دويم پړاو ته لاړې چې د اپرېل په پنځمه په لومړي پړاو کې هيڅ نوماند پنځوس جمع يو رايې نه وې وړې. په لومړي پړاو کې د رايه ورکوونکو شمېره ډېره لوړه وه او لامل يې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د ياغيانو د بريدونو شنډول وو. 

د اردو او د عبدالله د کمپاين د ډلې وياندانو، دواړو دا ادعاگنې رد کړې.

په خوست کې د پارلمان غړی او د اشرف غني د کمپاين مشر، همايون همايون وويل، په مخکنيو ټاکنو کې هغه په خپلو سترگو وليدل چې سرتېرو د رايو بکسونه ډکول، رايه ورکوونکي يې وهل او د ټاکنو کارکوونکو ته يې گواښونه کول. (وگورئ: افغان رايه ورکوونکي په سويل ختيځ کې د ټاکنيزو درغليو له امله خواشيني دي.) 

همايون وويل، ډاريږي چې هماغه کار د دې اوونۍ په ټاکنو کې تکرار نشي.

نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: "زه په پارلمان کې د دفاعى  کميټې مشري کوم. ما د بېلابېلو کانالونو له لارې کره رپوټونه ترلاسه کړي چې په خوست کې د ملي اردو يو شمېرغړو د رايو ورکولو صندوقونه د عبدالله عبدالله په گټه ډک کړي... د اردو لاسوهنه به دا ځل د خلکو جدي غبرگون راوپاروي."

عبدالله د ٢٠٠٩ کال ټاکنو ته هم ولاړ و او له ولسمشر حامد کرزي ورسته د ٣١ سلنه رايو په ترلاسه کولو په دويمه ليکه کې راغی او د پراخو درغليو په بهانه دويم پړاو ټاکنو ته ونه درېد.  

د ٢٠١٤ کال په ټاکنو کې په لومړي پړاو کې هغه ٤٥ سلنه او اشرف غني ٣٢ سلنه رايې ترلاسه کړې.

په خوست کې د مدني ټولنې يو فعال، حاجي اجمل تڼي وويل، په کابل او د هېواد په نورو برخو کې فعالانو ورته ويلي چې د ملي اردو غړي غواړي د ټاکنو برخليک وټاکي. 

تڼي زياته کړه: "د ملي اردو په مشرتابه کې د شمالي ټلوالې زيات شمېرغړي موجود دي، چې په څرگند ډول د عبدالله عبدالله ملاتړ کوي."

شمالي ټلواله د وسله والو تنظيمونو ډلو يو اتحاد و چې په ١٩٩٠ کلونو کې د طالبانو په وړاندې جگړې کې يوځای او په ٢٠٠١ کال کې د متحده ايالتونو په مشرۍ له يرغل وروسته سره جلا او بېلابېلې سياسي ډلې ټپلې يې جوړې کړې.

عبدالله د جمعيت اسلامي د پوځي مشر، احمدشاه مسعود يو مرستيال و، چې د ټلوالې يو مخکښ ځواک و. سره له دې چې هغه نيمايي پښتون دی خو زياتره د افغانستان په شمالي سيمو کې د مېشتو تاجيکانو استازيتوب کوي. د خپلې غوښتنې د پراخولو په موخه هغه، هزاره او پښتون د خپلو مرستيالانو په توگه نومولي دي.

په خوست کې د اردو يو افسر، چې ويې غوښتل نوم يې پټ وساتل شي، وويل: "زه په ډاډ له تاسره دا خبره شرېکول غواړم، په خوست کې د اردو ځينې کړۍ هڅې پيل کړي چې ټاکنې د خپلې خوښې نوماند، عبدالله عبدالله په گټه وڅرخوي."

نوموړي افسر وويل، هغه معلومات لري، سرتيري خلکو ته گواښ کوي چې يا عبدالله ته رايه ورکړي او يا هم د ټاکنو په ورځ په کورونو کې پاتې شي. هغه وويل، هغوی په پام کې لري د ولايت په هغو برخو کې د رايو صندوقونه ډک کړي چې امنيت يې سم نه وي.

د خوست د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر، احمد شفيق وفا د دې خبرې پخلی وکړ چې د ملي اردو سرتيرو په مخکنيو ټاکنو کې هم  سرغړونې کړې وې او کېدای شي په دې اوونۍ کې يې يو ځل بيا تکرار کړي.

هغه وويل: "سره له دې چې له مخکنيو ټاکنو څخه وړاندې امنيتي پوځونو ځانونه ناپلويتوب ته ژمن بلل، خو بيا هم امنيتي پوځونه، په تېره بيا ملي اردو، پر خپلې ژمنې ونه درېدل او په ځينو ځايونو کې يې له قانون څخه سرغړونه وکړه. زما په اند به ملي اردو دا ځل هم په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي."

د ټاکنو څارونکې يوې ډلې، د افغانستان د ازادو او عدلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) د وسله وال پوځ د لاسوهنې په اړه اندېښنه څرگنده کړه.

په کابل کې د فيفا وياند، فهيم نعيمي وويل: "موږ ته د مخکنيو ټاکنو په اړه رپوټونه رارسېدلي او داسې لاسوندي لرو چې امنيتي پوځونو څارونکو ته اجازه نه ورکوله چې د رايې ورکولو د مرکزونو څارنه وکړي."

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل، فيفا ته داسې رپوټونه رسېدلي چې امنيتي پوځونه د جون د مياشتې ١٤ نېټې په دويم پړاو ټاکنو کې درغلۍ ته ځانونه چمتو کوي. فيفا له ټولو لورو سره خبرې کړي چې د شفافيت او عدالت پر اړتيا ټينگار وکړي. 

په خوست کې د پلې لومړۍ لېوا قوماندان، جنرال ناصر هدايت د ناسمو کړنو ادعاگانې او نومبدې کړنې رد کړې.

هغه وويل: "زه د خوست خلکو ته په ډاډ ويلای شم چې په تېرو ټاکنو کې مې ستاسو امنيت خوندي کړی و او ټينگه ژمنه کوم چې په دې پړاو ټاکنو کې به هم امنيتي ستونزې له منځه يوسم. خپلې رايې په سوله ييزې فضا کې واچوئ. اردو به يو ځل بيا خپل بې پرېوالی وساتي."

د عبدالله وياند، جاوېد فيصل هم له دې ادعاگانو څخه غاړه وغړوله.

هغه وويل: "نه له موږ سره چا درغلي کړې او نه موږ له چا سره درغلي کوو. پر اردو د تور پورې کول د هغه چا کار دی چې په تېرو ټاکنو کې يې د هغوی د درغلۍ مخه ډب کړې وه."

فيصل وويل، ملي اردو د ټول افغانانو استازيتوب کوي، نه د يوې سياسي يا قومي ډلې. اردو په ښه ډول د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنو امنيت خوندي کړی و. هغه د ستاينې وړ ده، نه د درغلۍ د تورنو. 

د ملي اردو له انکار سره سره د خوست اوسيدونکي، چې له آی ډبليو پي آر سره يې خبرې کړي، وايي سرتيري يې ليدلي چې د لومړني پړاو د ټاکنو په وړاندې يې خنډونه جوړ کړي وو او فکر کوي چې دا پلا به هم همداسې وکړي.

د مندوزيو د ولسوالۍ اوسيدونکي، فريدالله وويل، کله چې يې په ٢٠٠٩ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د رايو د ورکولو د يوه مرکز اداره کوله، د ملي اردو يو افسر راغی او له خلکو يې پوښتنه کوله چې چاته رايه ورکوي.

فريدالله وويل: "هڅه مې وکړه هغه له دې پوښتنو څخه منع کړم، زه يې ووهلم او راته ويې ويل چې دا زما کار نه  دی. د هغه افراد هم راغلل او د ټولو خلکو په وړاندې يې د عبدالله عبدالله په گټه د درغلۍ زمينه چمتو کړه."

د خوست د والي، عبدالجبار نعيمي وياند، مبارز احمد ځدراڼ وويل، د جون د ١٤ د ټاکنو وړاندې د والي په دفتر کې د همغږۍ يوه غونډه جوړه شوه چې امنيتي چارواکو، د دوو نوماندانو استازو، څارونکو او نورو مينه والو لورو پکې گډون کړی وو.

په غونډه کې نعيمي ليکلی ډاډ تر لاسه کړ، چې ښکېل لوري ښايي مسؤولانه چلن وکړي او غيرسياسي موسسې بايد بې پرې پاتې شي.

ځدراڼ وويل: "غونډې پرېکړه وکړه چې سرغړوونکي به له قانون سره سم سزا وويني."

د خوست يو سياسي شنونکي، نصيراحمد روشن يادونه وکړه،  د نورو امنيتي موسسو په پرتله پر ملي اردو ډېر باور شته، خو گوته يې وڅنډله چې که د ټاکنو په بهير کې لاسوهنه وکړي، پر دې باور به سترگې پټې شي.  

هغه وويل: "زه د ملي اردو پر کارکوونکو غږ کوم چې خپل ملگري له درغلۍ او د تنظيم يا افرادو په گټه له لاسوهنې وگرځوي. هغوی بايد له خپلې سپېڅلې دندې او ستر اهميت څخه ناوړه گټه پورته نه کړي."

احمدشاه په خوست کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.

Pakistan, Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists