غونډه په سوله ييز ډول پاى ته ورسېده

په کابل کې د آى ډبليو پي آرراپورټر بشير ګواښ ليکنه

غونډه په سوله ييز ډول پاى ته ورسېده

په کابل کې د آى ډبليو پي آرراپورټر بشير ګواښ ليکنه

Tuesday, 6 January, 2004
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

د امنيت سره په تړاو کې د پام وړ ستغه او نېغ په نېغه وينا د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي، لخضر براهيمي له خوا د جنورۍ په څلورمه د غونډې د پاى په مراسمو کې برخوالو ته واورول شوه.


براهيمي د غونډې برخوالو ته وويل، جنګ سالاران، بايد له وسلو لاس واخلي، چې د خپلو ګټو د خوندي کولولپاره يي کاروي او زياته يي کړه چې دا د حکومت دنده ده.


براهيمي وويل: "زه داسې قوماندانان پېژنم، چې شخصي جېلونه لري او د خپلو ګټو په خاطر خلک په هغو کې بنديانوي. دا (افراد) خلک په زور بنديانوي، له هغوى ځمکې، پيسې او لوڼې په زور اخلي. همدا شان زه داسې خلک هم پېژنم، چې ځانته مجاهد وايي او په خپله سيمه کې ډار او ترهه خپروي او بيا وايي چې زه د مهمو خلکو ملاتړ لرم. زه داسې پوليس هم پېژنم ، چې ورته کارونه کوي. ما حکومت ته ويلي دي، چې په دې خلکو بنديز ولګوئ، ځکه هغوى جهاد او مجاهدين بدناموي."


کله چې ولسمشر، حامد کرزي د براهيمي له خبرو وروسته خپله وينا واوروله، د شمال غښتلى قوماندان، عبدالرشيد دوستم ستيژ ته ورنژدې شو او هغه (ولسمشر) ته يي يو ياداشت وسپاره. ياداشت ولسمشر ولوست او ويي ويل: دوستم ژمنه کړې، هغه بنديان به خوشې کوي، چې د هغه په شخصي بنديخانې کې بنديان دي.


ځيني څارونکي او د جرګې برخوال له دې ډارېدل، چې ښايي د غونډې په بهير کې امنيتي ستونزې رامنځته شي.


په داسې حال کې چې د ائيتالفي ځواکونو دوه تنه سرتيرې په خيمه کې موجود وو، يو شمېر برخوالو ادعا کوله چې ګواښول شوي وو. دې سرتېرو آى ډبليو پي آر ته وويل، چې له ځينو استازو يي چاکوګان او ټوپک ضبط کړي دي.


حکومت، نړيوال سوله ساتى پوځ او ملګري ملتونه په ځانګړې توګه، د غونډې په اوږدو کې، په کابل ښار کې د امنيت له پلوه اندېښمن وو.


د کابل هوايي ډګر ته څېرمه له يو ځانمرګي بريد پرته، کومه جدي پېښه رامنځته نه شوه. د بم يو ليږدونکي شخص، د دفاع د وزير د ساتونکي، عبدالجلال په ګډون، د د استخباراتو له پنځو تنو سره يوځاىخپل ځان په بم والوزاوه.


د استخباراتو د يوې څانګې د خبر له مخې، وژونکى يو ٢٥ چيچنيايي، عبدالرحمن نومېده، چې له يو افغان ملګري سره چې نوم يي نه دى څرګند شوى، يوځاي په موټر کې سپاره وو.


د استخباراتو کارکوونکو موټر ودرولو او هغه يي تلاشي کړ، چې بم يي وموند. وروسته يي چيچينيايي شخص خپل موټر ته وليږداو او کله چې په موټر کې کېناستل، شکمن چيچنيايي چاودېدونکي مواد وچول. د بم د چوونکي افغان ملګري تر اوسه په توقيف کې دى.


د پوليسو يو لوړ پوړي مامور وويل، "بم الوزونه د طالبانو او القاعدې د خلکو کار وو، چې غوښتل يي خلک وډاروي او د لويي جرګې بهير ګډوډ کړي."


د طالبانو وياند، عبدالصمد د پېښې مسووليت پرخپله غاړه واخيست او ګواښ يي وکړ، چې نور بريدونه لا په مخکې دي. خو په دې هکله هغه مهال شک پيدا شو، چې د حامد آغا په نوم يو بل شخص د طالبانو د وياند په توګه په پېښه کې د هر راز ښکېلتيا لرل رد کړل.


بله ورځ، په يوه جلا پېښه کې په کابل کې پوليسو دوه تنه پاکستانيان د جمهوري رياست له ماڼۍ سره نژدې ونيول. دهغوى له ډلې څخه يو يي ښځينه جامې په تن او بورقه يي په سر وه. له هغوى سره نيول شوى افغان ګلشېر نومېده او د ننګرهار اوسيدونکى و.


د کورنيو چارو دوزارت يو لوړپوړي چارواکي، چې نه يي غوښتل ونومول شي، آى ډبليو پي آر ته وويل، چې دې درې واړو اقرار کړى، چې له طالبانو او القاعدې سره تړاو لري او د لويي جرګې د ګډوډولو ځانګړې دنده ورپه غاړه وه. خو هغه وويل ، چې له هغوى سره وسله او چاودېدونکي مواد نه و.


ځانمرګى بريد او د دوو تنو پاکستاني افرادونيول له هغه وروسته وشول، چې طالبانو د خپل مشر، ملا عمر په لارښوونه ځينې پاڼې ويشلې وې. په پاڼو کې په افغانانو غږ شوى و، چې "د روانې لويي جرګې او امريکايانو په وړاندې راپورته شي او اساسي قانون ونه مني."


د غونډې په لومړيو ورځو کې څو راکټونه په کابل ښار باندې وويشتل شول، خو کوم زيان يي رامنځته کړي نه و.


د کورنيو چارو د وزارت د امنيتي خبرونو له مخې په تېره اوونۍ کې په کابل ولايت کې د طالبانو ١٤ تنه شکمن غړي نيول شوي دي. په رپوټ کې ويل شوي، چې په همدې موده کې د سروبي په ولسوالۍ کې ٤٠ ميزايلونه نيول شوي دي.


د اسوشيټيډ خبري آژانس د وينا له مخې په تېره يوه مياشت کې د امنيتي تدبيرونوپه لړ کې امريکايي پوځ او د افغان حکومت ځواکونو، له لويي جرګې سره همهال، له پاکستان سره په ګډه پوله پوځي عمليات پيل کړي اوس پاى ته رسېدلي دي. په دې موده کې د طالبانو او القاعدې لس شکمن غړي وژل شوي او شل تنه نور يي نيول شوي دي. د امريکايي پوځې سرچينو په حواله ددې عملياتو په ترځ کې دوه تنه افغاني عسکرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.


Frontline Updates
Support local journalists