واوره د افغانستان په یوه ولایت کې د ګټورې سرچینې په توګه ثابته شوي

د خوست چارواکي وايی چې د لرګیو نا قانونه سوداګري په وړاندې به د واوري زیرمه کول او پلورل د یوه بدیل په توګه وهڅوي

واوره د افغانستان په یوه ولایت کې د ګټورې سرچینې په توګه ثابته شوي

د خوست چارواکي وايی چې د لرګیو نا قانونه سوداګري په وړاندې به د واوري زیرمه کول او پلورل د یوه بدیل په توګه وهڅوي

Wednesday, 3 September, 2014

په خوست کې د قيصر خوستى ليکنه

د افغانستان خلک له سلګونو کلونو راهیسي، د ژمي واوري په ځانګړو کېندل شویو کندو کې ذخیره کوي تر څو بیا د دوبي په ګرمو میاشتو کې ترې ګټه واخلي.

اوس مهال، د سویل لویدیځ ولایت خوست اوسیدونکي او چارواکي وايي چې د واوري ذخیره کول او پلورل کېدای شي د لرګیو د ناقانونه سوداګري لپاره چې سیمه ایز ځنګلونه یي سخت ځپلي، یو ګټور بدیل واوسي.

په افغانستان کې د ځنګلونو وهل یوه لویه ستونزه ده. د څه باندې ۳۰ کلونو شخړو له کبله د هېواد زیاتره ځنګلیي سیمې د خلکو له خوا چور شوي، چې خلکو چارتراش لرګي د پلور او یا هم د خپل شخصي کار لپاره وهلي. زیاتره د لرګیو سوداګر وايي چې هغوۍ له دې پرته د عاید کومه بله سرچینه نه لري.

د سپیرې ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی، محمد خان ځدراڼ وایي: «زموږ ځنګلونه د ختمیدو په حال کې دي. نه پوهیږوڅه وکړو. هېڅ داسې کومه فابریکه نشته چې موږ هلته کار پکې وکړو او بیکاري هم ډېره ده.»

ځدراڼ زیاتوي چې، د څارویو د ساتلو دود هم ځکه زیانمن شوی چې د ځنګلونو په وهلو سره زیاتره سیمي ویجاړي شوي او داسې کوم چمن نشته چې هلته موږ خپل څاروي پکې وڅرو.

د منګل ولسوالۍ اوسیدونکی، فتح خان وايي چې، دی په سیمه کې په خپله یو له هغو کسانو څخه و چې په دې وروستیو کلونو کې یي د ناقانونه لرګیو راکړه ورکړه منع کړه تر څو هلته واوره ذخیره او بیا یي و پلوري.

نوموړی اوس هر کال څو له واورو ډکي لارۍ موټرې د ولایت مرکز ته وړي او پلوري یي او وايي چې کاروبار یي ښه دی او په تیره بیا په تیر دوبي کې یي ډېره ګټه هم وکړه.

فتح خان وايي چې: «پخوا به ما په ځنګله کې وني وهلي او بیا به مې چارتراش پلورلو، خو دومره ګټه به مې نه وه لکه د واورې په پلورلو کې چې  هر کال له ۱۰۰۰۰ ډالر تر ۱۲۰۰۰ ډالرو پورې په دې کار کې ګټم.» نوموړي زیاته کړه چې د لرګو کار  ستونزمن هم و او بل دا چې د لرګو تر ماتولو یا په کوم بل بهرني هېواد کې تر کار کولودواورې تجارت غوره دى  

په خوست ولایت کې له ۱۳۰۰ کیلومتر مربع سیمې څخه چې یو وخت ټوله په ځنګلونو پوښلي وه، اوس یي له  نیماييډېر   وهل شوي، چې دا وضعیت د ټنیو، سپیرې او موسی خېلوپه ولسوالیو کې په ځانګړي ډول سره ډېر په بد حالت کې دي.

د خوست ولایت د کرهڼې او چاپیریال ساتنې چارواکي اټکل کوي چې که چیرته خلک په ځنګلي سیمو کې د واورې ذخیره کولو او پلورلو ته مخ راواړوي، نو د ځنګلونو د وهلو کچه به له ۱۰ تر ۳۰ سلنې پورې را ټیټه شي، چې دا کار یوې ملي تګلارې ته اړتیا لري تر څو پلي او دود کړای شي.

د خوست د کرهڼې ریاست، رئیس نیاز محمد لعلي  ځدراڼ وايي: « حکومت په اسانۍ سره کولای چې د خوست، پکتیکا او پکتیا او د هېواد په شمالي ولایتونو کې د واورې د ذخیره کولو زیرمتونونونه جوړ کړي او دې کار ته پراختیا ورکړي. دا کار کولای شي چې د ځنګلونو د وهلو مخنیوی وکړي.

د همدې ستونزې د شدت د څرګندولو لپاره، ځدراڼ هغې سروې ته اشاره وکړه چې د جرمني کارپوهانو له خوا تر سره شوي وه او په هغه کې د خوست، پکتیکا او پکتیا د ولایتونو د ۱۹۷۸ کال ثبت شوي سروې له مخې نږدې ۷۵ سلنه ځنګلونه له منځه تللي دي.

همداشان د افغانستان اساسي قانون کې راغلي چې ځنګلونه د دولت شتمني ده، خو په ځینو برخو کې چې د دولت حاکمیت محدود دی نو د ځنګلونو د وهلو مخنیوی هم ناشونی دی.

د تڼیو د ولسوالي یو تن قومي مشر حاجي محمد علي وویل: «موږ له خلکو سره په دې اړه ډېرې خبري وکړي. هغوۍ ته مو د ځنګلونو د وهلو د خطراتو په اړه تشریحات ورکړل، خو هغوۍ وايي چې له ځنګلونو پرته د عاید بله سرچینه نه لري او حکومت باید هغوۍ ته د کار زمینه برابره کړي تر څو د ځنګلونو د وهلو مخه ونیول شي. په دې اړه موږ هغوۍ ته هېڅ راز ځواب نه لرو.»

سیمه ایز چارواکي هم وايي چې هغوۍ له بېلابېلو تکنیکونو څخه کار اخلي تر څو خلک د ناقانونه ځنګل وهلو څخه را وګرځوي.

د خوست د چاپیریال ساتنې مشر، عبدالغیاث جلاد زى  وايي: «د واورو د کاروبار تر څنګ، موږ غواړو چې خلکو ته داسې پلانونه جوړ کړو تر څو هغوۍ ته د کار زمینه برابره شي د بېلګې په توګه د څارویو ساتل، د مچیو ساتل او د چرګانو د فارم ساتل تر څو هغوۍ د ځنګلونو د ونو له وهلو څخه را وګرځوو.»

د خوست د ګمرک رئیس، فضل الله فاضل وايي  د دې لپاره چې د ځنګلونو له وهلو څخه خلک راوګرځول شي نو د هغو چارتراشو پر وهلو چې د دروازو او کړکیو د جوړولو لپاره کارول کېږي،  په هر متر چارتراش باندې دوه امریکايي ډالره اضافي مالیه ولګوله. د سون لرګي که څه هم له دې مالیې څخه معاف دي خو بیا هم له خوست څخه غزني، لوګر، کندهار او زیاتره شمالي ولایتونو او همداشان کابل ته صادریږي.

د خوست د والي د دفتر د عامه اړیکو د څانګې مشر، بریالی روان وايي: «موږ د ولسوالیو له شوراګانو، د مدني ټولنو له استازو او ځینو نورو نهادونو سره په دې اړه خبري کړي او دا خبري لا اوس هم جریان لري.»

نوموړي وویل چې امنیتي ارګانونو یو شمېر خلک د لرګیو د ناقانونه کاروبار په اړه نیولي، خو بیرته یي خوشي کړي دي، ځکه چې د قومي مشرانو په منځګړتوب او د هغوۍ د هغې ژمنې له مخې چې بیا به دا کار نه تکراریږي، بیرته خوشي شول.

قومي جوړښتونه هم دومره پیاوړي نه دي چې د لرګیو د ناقانونه کاروبار مخه ونیسي. د موسی خېل ولسوالۍ یوه مشر، عمر ګل وویل چې، قومي مشران هم تر عامه ګټو پورې شخصي ګټو ته ترجیح ورکوي.

نوموړي وویل: «موږ تل له قوم او له مشرانو او د کلیو له مشرانو سره په خپلو ناستو کې ویلي چې نه باید د هېواد دا شتمني او طبیعي ښکلا له منځه یوسو، خو هیچا هم دې خبرې ته کومه پاملرنه و نه کړه. اوس هېڅوک هم قومي اوامر او خبرې نه مني.»

واوره پرته له دې چې کومي چاپیریالي ستونزې راولاړي کړي، ګټه ترې اخیستل کېږي.

د خوست ځینو اوسیدونکو د جګړې او سولې د راپوټ ورکووني انستیتوت (IWPR)ته وویل چې طبیعي واوره هان تر ۸ مترو پورې په کندو کې ساتل کېږي، چې د کنګل د تولید تر فابریکو ډېر ښه کار ده. او له بلې خوا ارزانه  هم ده، خوند یي هم ښه وي او د ملوث کېدو خطر یي هم کم دی.

د خوست ښار یو تن اوسیدونکی، موسی وايي چې، د دوبي په پیل کې یي د فابریکي له خوا تولید شوی کنګل پیروده او بیا په خپله دی او اولادونه یي د تبي، ټوخي او غاړو د دړد په ناروغۍ اخته شول. وروسته ډاکتر ورته وويل  چې د فابریکو له خوا د تولید شویو کنګلو پر ځای له طبیعي واورې څخه کار واخلی.

نوموړي زیاته کړه: «له کله چې طبیعي واوره پیرو، نو بیا موږ هېڅکله ناروغان شوي نه یو. دوه کیلو تولید شوی کنګل په بازار کې په يوامریکايي ډالر دی په داسې حال کې چې په همدغو پیسو سره موږ اوس پنځه کیلوګرامه طبیعي واوره تر لاسه کوو، نو طبیعي خبره ده چې اقتصادي هم ده.»

ځیني پیرودونکي شکایت کوي چې واوره ککړه  شکې او خځلې  پکي وي، خو د واورې پلورونکی حاجي علم ګل بیا وايي: «زه تل په دې ټینګار کوم چې باید پاکه واوره را ټوله شي، ځکه... زموږ اصلي هدف د پیسو ګټل دي. که چیرته زموږ واوره ککړه وي، نو هېڅوک به یي هم له موږ څخه ونه پیري.»

د واورې غوښتنه یا تقاضا ډېره لوړه ده او دا کاروبار د غوړیدا په حال کې دی.

د ریکشا چلوونکی، زلمی هره ورځ په لسګونو پیټي واوره په خوست ښار کې پیري او بیا یي د ښار د باندې په کلیو کې پلوري.

نوموړی وايي: «له خوست ښار څخه د باندې په کلیو کې خلک ډېر د واوري تږي دي او هغوۍ زما ریکشا ته په ساعتونو انتظار باسي. کله چې زه ور ورسیږم نو ټولخلک را باندې را ټول شي.ان تر دى چې  کله کله خپلې پيسې هم نشم ټولولاى  .»

قیصر خوستی په خوست ولایت کې د (IWPR)روزل شوی خبریال دی.

Afghanistan
Environment
Support our journalists