تاريخي هرات تر ګواښ لاندې دى

د تاريخي ځايونو شاوخوا د کابل له لوري اجازه ورکړې شوې وداني د ښار تاريخي دريځ له خطر سره مخامخوي.

تاريخي هرات تر ګواښ لاندې دى

د تاريخي ځايونو شاوخوا د کابل له لوري اجازه ورکړې شوې وداني د ښار تاريخي دريځ له خطر سره مخامخوي.

Monday, 30 November, 2009
.



له ايران څخه افغانستان ته د ننوتلو د يوې دراوزې په توګه د لوى الکساندر، چنګېز خان او د مغولو امپراتور، بابر په څېر زيات شمېر مشهور شخصيتونه له دې لارې دلته راغلي دي. يو شمېر نوموړو يادوشوو خلکو له ځانه نښې نښانې پريښي. له ١٦٠٠ څخه زياتو يادګارونو هرات د افغانستان د فرهنګي ميراث تر ټولو مهم مرکز ګرځولى دى.



اوس د ښار يو زيات شمېر دا تاريخي ودانۍ د پرمختګ له روان بهير سره خپله څېره بدلوي او ښايي د نړۍ د ميراثونو په کتار کې د هغې د ودرولو حکومتي پلان له ګواښ سره مخامخ کړي. دمګړۍ افغانستان دې ته ورته دوه تارخي ځايونه لري: د غور ولايت د جام منارونه او د هغې پاتې شوني او د باميانو وادي، چې په ٢٠٠١ کال کې د بودا لوى ډبرين بت پکې د طالبانو له خوا ړنګ شو.



د بهرنيو اسعارو په راتوييدو د خلکود ژوند کچه يو څه لوړه شوې او يو شمېر خلک زيات بډاى شوي دي. يو شمېر کسانو د خپل نفوذ له مخې له مرکزي حکومت څخه د ګټې په خاطر د ښاروالۍ پر ښاري ماستر پلان سترګې پټې کړي او د تاريخي ځايونو شاوخوا ته يې د استوګنې د بلاکونو د ودانولو اجازه ترلاسه کړې ده.



اوس نوې لوړ پوړيزې ودانۍ د لوى جومات، اختيارالدين کلا او د هرات د مصلا ګانو کامپلکس د ودانيو شاوخوا جوړې شوي دي.



ماهران د تاريخي ځايونو له امله اندېښمن دي او زيار باسي چې د ودانيو مخه ونيسي، خو هڅې يې بريالۍ شوې نه دي.



په هرات کې د تاريخي آبداتو د ساتنې او څارنې رئيس، ايام الدين اجمل وويل: "نوو ودانيو د هرات تاريخي منظر ته د پام وړ زيان رسولى دى. ما مسؤولو حکومتي چارواکو ته موضوع راپورته کړې او هڅه مې کړې اجازه تر لاسه کړم، خو هيڅ ترې راولاړ شوي نه دي. د نوو ودانيو جوړول لا تر اوسه روان دي."



اجمل وويل د اطلاعاتو او فرهنګ له رياست سره په ګډې مرستې يو جوړ شوي کميسون په زاړه ښار او د تاريخي ودانيو شاوخوا ته له اوو څخه تر لسو مترو پورته ودانيو جوړول بند کړي دي. نوموړي زياته کړه: "خو له پلازمينې څخه د امر په ترلاسه کولو د نوو ودانيو جوړېدل دوام لري."



اجمل د خپلې اندېښنې يو ځاى ته ګوته ونيوه. هغه وويل: "د بېلګې په توګه د فرزاد ټولنه د هرات لوى جومات ته په ورتلونکي سړک لوړ پوړيزې ودانۍ جوړې کړي دي. ښاروالۍ هغوى ته د ودانولو اجازه نه ورکوله، خو کابل اجازه ورکړه. اوس هغوى پنځه پوړيزې ودانۍ جوړوي. که چېرته ددې ودانيو د جوړولو بهير روان وي، نو د هرات تاريخي هويت ته به زيات زيان ورسوي."



د فرزاد د ودانيو د جوړولو موسسې خاوند، محمد محمدي له دې غاړه غړوي چې ګوندې د ٢٠٠ مترو په لوړوالي د شپږ پوړيزو ودانيو په جوړولو يې لوى جومات ته کوم زيان رسولى دى.



هغه وويل: "ما له پلازمينې څخه رسمي اجازه او نور اسناد تر لاسه کړي. که چېرته وداني قانوني نه واى، نو ولې يې راته د ودانولو اجازه راکوله؟ اوس مې دلته ډېرې پيسې لګولي او هيچاته به اجازه ورنه کړم چې زما ودانۍ ونړوي."



هرات ښاروال، محمد سليم تره کى پرموضوع باندې د خبرو کولو په اړه زړه نازړه دى. خو بيا يې هم وويل: " که مالي مرسته تر لاسه کړو نو کولاى شو ښاري ماستر پلان پلى او د ناقانونه ودانيو د جوړولو مخه ونيسو."



په عين حال کې د تاريخي ځايونو شاوخواته د ودانولو بهير روان دى. کله ناکله يو شمېر بډاى خلک او همدارنګه د لږ څرګند اغېز لرونکي اشخاص دا کار کوي. څه موده دمخه د قودال ٥٠٠ کلن زاړه جومات ملا امام د هغه جومات د ورانولو امر وکړ ترڅو پر ځاى يې نوى جومات ودان شي. ماهرين وايي چې دغسې تر سلو پورې تاريخي يادګارونه له منځه تللي دي. دا نه جبيره کيدونکى زيان دى.



جرمني لرغون پېژندونکي په سيمه کې په فعاليت بوخت دي او د هرات شاوخوا يې ٢٧٠٠ کلن تاريخي توکي موندلي دي.



د ملګرو ملتونو فرهنګي ټولنه، يونسکو د تاريخي ځايونو شاوخوا ته د نوو ودانيو د جوړولو له امله ډېره زياته اندېښمنه ده. هغوى وايي په نژدې راتلونکې کې به د زيان د کچې د معلومولو لپاره هلته يو پلاوى واستوي.



پروسږکال د يونسکو د کاري ډلې ماهرينو د هرات د ولايت د يوې تبصرې هرکلى کړى و، چې ويلي يې و هڅه به وکړي د تاريخي آبداتو ساتنه وکړي. لا له مخکې د يونسکو ماهرين په سيمه کې د يو شمېر منارونو د ساتنې په اړه پر سلا مشورو بوخت دي.



افغانستان په ٢٠٠٤ کال کې هرات د تاريخي ځايونو په اټکلي لست کې د شاملولو لپاره وړاندې کړ، ترڅو د نړيوالو ميراثونو په کتار کې ودريږي. ماهرينو سپارښتنه کړې وه چې دې کار ته بايد دوام ورکړ شي.



کاري ډلې وويل د نړيوالو ميراثونو برخه ښايي د زاړه ښار زياتره برخه ونيسي او يا پکې ښايي د مصلا ګانو کامپلکس او د ١٥ پېړۍ پنځم منار شامل شي.



نړيوال ميراثونه ددې سپارښتنه کوي چې د يادګارونو جوړښت ته زيان ونه رسيږي او د هغې د ودانۍ ساتنه او څارنه دې وشي.



د افغانستان د لويديځ لپاره د يونسکو يو ځايي چارواکى، رضا شريفي وايي، که د هرات د تاريخي ځايونو شاوخواته د ودانيو د جوړولو مخه ونه نيول شي، نو ښايي هرات د نړۍ د تاريخي ځايونو د مرکز له لست څخه د وتلو له خطر سره مخامخ شي. هغه وويل: "که چېرته حکومت د تاريخي ځايونو او منارونو د ساتلو په اړه د يونسکو غوښتنې پوره نه کړي او د اصولو پر خلاف د نوو ودانيو جوړول دوام ومومي، نو ښايي هرات زموږ له لست څخه وايستل شي."



د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، نعمت الله سروري وايي ځايي حکومت د ودانيو د مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي. "دا ډېره ستونزمنه ده. د مصلا ګانو د کامپلکس شاوخواته د ودانيو د جوړولو مخه مو نيولې ده، خو د فرزاد د موسسې د ودانولو په مخنيوي نه يو توانيدلي."



د هرات پوهنتون استاد او لرغونپوه، مسعود رجايي وايي که د ودانيو جوړول دوام ومومي، هرات ښايي خپل تاريخي هويت له لاسه ورکړي. "حکومت له ستونزې خبر دى، خو کوم اقدام يې نه دى کړى. اوس په خلکو پورې اړه لري چې په دې اړه اقدام وکړي."
Frontline Updates
Support local journalists