طالبان د برښنا له بلونو څخه په ملیونونو ډالر تر لاسه کوي

مخالفان د عایداتو له نوې سرچینې گټه اخلي.

طالبان د برښنا له بلونو څخه په ملیونونو ډالر تر لاسه کوي

مخالفان د عایداتو له نوې سرچینې گټه اخلي.

An electrician works on power lines in Kabul. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
An electrician works on power lines in Kabul. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)

د آی ډبلیو پی آر د یوه څېړنیز  رپوټ له مخې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د کندوز ولایت تر خپل لاس لاندې په ځینو سیمو کې د برښنا له بلونو څخه شاوخوا یو نیم ملیون ډالر راټول کړي دي.

د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر په میاشت کې مخالفانو پر دغه شمال ختیځ ولایت د یوه برید پر مهال د چاردرې، عسقلان، گورتېپې، ملرغي، حضرت سلطان او بز کندهاري د سیمو په گډون یو شمېر ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستې.

د برښنا د دولتي شرکت استازي نشي کولای دغو سیمو ته لاړ شي او د برښنا میټرونه ولولي. پر ځای يې طالب چارواکي خلکو ته بلونه ویشي او خلک له دې پرته چې پیسې ورکړي، بله چاره نه لری.

د کندوز د برښنا د شرکت رئیس، حمیدالله وویل، له ۲۰۱۵ کال راهیسې په دغو سیمو کې طالبانو د برښنا د بلونو له راټولو څخه نژدې یو نیم ملیونه ډالر راټول کړي. هغه وویل، طالبان ۱۴ زره میټرونه په خپل کنترول کې لری.

د آی ډبلیو پی آر د خپلې څېړنې له مخې څرگنده کړې چې طالبان ترخپل لاس لاندې سیمو کې د شاوخوا ۲۷ زرو ميټرونو کنترول په لاس کې لري.

حکومت له یوې معما سره مخ دی، که چېرته تر پوښتنې لاندې سیمو کې پر خلکو برښنا پرې کوي، نو د خلکو د لا زیات خپگان لامل کیږي او له دې امله هم طالبانو ته اوړي چې د حکومت مرستې ورته نه رسیږي. که کوم گام نه پورته کوي، نو طالبان به له دغه بډایه سرچینې څخه گټې اخیستنې ته دوام ورکوي.

افغانستان د خپلې اړتیا وړ انرژۍ زیاتره برخه د منځنۍ اسیا له گاونډیو هېوادونو څخه واردوي. له کندوز ولایت څخه د برښنا درې مزي تېر شوي او پروسږکال یې څه دپاسه ۳.۱ ملیارډ کیلوواټ ساعت برښنا افغانستان ته وارده کړې ده.   

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد تایید کړه چې د مخالفانو ډلې د برښنا له بلونوڅخه خپل عایدات راټولوي، خو ويې ویل، پر دغو پیسو وسله یا نور پوځی تجهیزات نه اخیستل کیږي.

طالبان د اپینو د پلورلو او همدارنگه له کانونو او د نورو ټکسونو له لارې د پام وړ پیسې تر لاسه کوي. د طالبانو د عایداتو د ټولولو په سیستم کې ډار راپورته کړی چې د هېواد په لرې پرتو برخو کې د هغوی کنترول به د ملي یووالي د حکومت په وړاندې د یو تبادل په توگه د هغوی د قدرت توازن لا نور هم د هغوی په گټه تمام شی.   

ځايي خلکو وویل، سره له دې چې طالبان د برښنا د پرې کولو وړتیا نه لري، خو که چېرته د بل پیسې ورته ورنه کړي د هغوی له انتقام څخه ډاریږي. د طالبلنو یو تکتیک د کورنې د یوه غړي تښتول دي، که څوک د برښنا د بل د پیسو له ورکړې څخه غاړه وغړوي، د کورنۍ غړی يې تښتول کیږي او تر هغه پورې چې کورنې یې ټولې پیسې ور نه کړي، نشي خوشې کېدای. .

د دوو میاشتو په اوږدو کې آی ډبلیو پی آر د کندوز ولایت د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې د ریاست د ډاټابیس په مرسته د طالبانو په تر لاس لاندې سیمو کې د څه دپاسه ۲۷ زرو ثبت شوو کورنیو د برښنا د میټرونو لست چمتو کړ.  

نوموړی ډاټابیس د ۲۰۱۵ کال په پیل کې په کندوز کې د کورنیو د شمېر د لاسته راوړلو په موخه د کور په کور د سروې له مخې جوړ شوی وو. دغه ډاټابیس په کندوز ولایت کې د حکومتي پروژو او د نړیوالو مرستو د ویش لپاره جوړشوی و.

پر دې سربېره د آی ډبلیو پی آر خبریالان د دغو کلیو له ۲۰ نارینه گانو او له څلورو قومي مشرانو سره مرکې وکړې او مالومات يې لاسته راوړل چې هرې کورنۍ د دوو میاشتو په دوره کې له اوو څخه تر ۱۲ ډالرو پورې برښنا لگوي.  

د کندوز ولایت د چاردرې د ولسوالۍ د قصاب د کلي اوسیدونکي، نعمت الله د طالبانو له خوا د برښنا د لگښت د ټولولو پر لارې رڼا واچوله.

هغه وویل، په هرو دوو میاشتو کې استازي کلیو ته ځي، د هرې کورنۍ د برښنا میټرونه لولي او هغوی ته د طالبانو د اسلامي امارت په مهر په نښه شوي بلونه ورکوي.  

بله ورځ د استازو دویمه ډله د کلي جومات ته راځي او بلونه ټولوي. نعمت الله وویل، پر دې سربېره پر کلیوالو د برښنا د لگولو نور بندیزونه هم لگول شوي.

هغه وویل: «طالبان خلکو ته اجازه نه ورکوي چې په خپلو کورنو کې تلویزیون وگوري.»

د چاردرې ولسوالۍ یو بل اوسیدونکي، عزت الله وویل، طالبانو ورته گواښونه کړي چې د تلویزیون کتل یو غیر اخلاقي عمل دی.

نوموړي ۲۵ کلن ځوان آی ډبلیو پي آر ته وویل: «طالبانو موږ ته ویلي، که چا د تلویزیون ننداره وکړه، نو نغدي جریمه پرې لگول کیږي، تلویزیون يې ماتیږي او د برښنا مزي يې پرې کیږي.»

آی ډببلیو پي آر یو شمېر بلونه لاسته راوړي چې طالبانو پرې له خلکو څخه د برښنا لگښت راټول کړی دی.

د انرژۍ او اوبو وزارت یو لوړ پوړي سلاکار، رضا حیدري په کندوز کې روانه ستونزه ومنله، یادونه ويې وکړه چې طالبان د هرات، کندهار، فاریاب او بغلان ولایتونو په ځینو برخو کې هم د برښنا د لگښت محصول راټولوي.    

هغه وویل، حکومت هڅه کوی دولتی خدمات په نورو لارو سر ته ورسوي.

هغه وویل: «په کندوز کې برښنا، د برښنا د دولتي شرکت له لارې چمتو کیږي. حکومت هڅه کوي چې برښنا د خصوصي شرکتونو له لارې خلکو ته ووېشل شي.»

د کندوز دبرښنا دشرکت رییس، حمیدالله وویل، ځايي چارواکو تر خپل وس کوښښ کړی چې په وضع کې بدلون راولي. هغه زیاتوي د انرژۍ د لگښت د عایداتو زیان یو لوی گوزار دی.

حمیدالله وویل، له ۲۰۱۵ کال راهیسې يې د قومي مشرانو په منځگړتوب د طالبانو له استازو سره څو څو ځلې غونډې کړي ترڅو يې د برښنا د لگښت له راټولولو څخه واړوي.

حمیدالله وویل، منځگړتوب نتیجه ورنه کړه، هغه زیاته کړه: «حکومت چوپه خوله دی، ځکه نشی کولای د طالبانو په وړاندې کوم عمل سرته ورسوي.»

Frontline Updates
Support local journalists