ستونزې د کابل دروازو ته رارسېږې

د ميدان وردګو ولايت، پلازمېنې کابل ته د ننوتلو دروازه، اوس طالبانو د خپلو فعاليتونو مرکز ګرځولی او ولسي خلک له ځايي دولتي چارواکو څخه مخ اړوي.

ستونزې د کابل دروازو ته رارسېږې

د ميدان وردګو ولايت، پلازمېنې کابل ته د ننوتلو دروازه، اوس طالبانو د خپلو فعاليتونو مرکز ګرځولی او ولسي خلک له ځايي دولتي چارواکو څخه مخ اړوي.

Wednesday, 31 October, 2007
40 کيلومتره ليرې پروت د وردګو په ولايت کې د بمونو غږونه هرځای اورېدل کيږي. د تېرو څو اوونيو راهيسې د ياغيانو له منګولو څخه د سيمې د را ايستلو لپاره افغان ملي اردو د ناتو په ملاتړ په سخته جګړه کې راکښېل ده.



ځايي اوسيدونکي وايي د طالبانو مخ په زياتېدونکی توان ښايي په پراخه توګه د هغه ځای له اوسېدونکو سره د ځايي چارواکو په ناوړه چال چلن او جنايتونو ته د هغوی د لمن په وهلو پورې وتړل شي.



د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان، چې د نوم د نه ښوولو په شرط يي خبر کولې، آی ډبليو پي آر ته وويل چې د هغه غورځنګ اوس په وردګو کې له يو زر (1000) څخه زيات جنګيالي لري.



هغه وويل: "موږ له هيچا نه ډاريږو. موږ د ورځې په رڼا کې هر چيرې بريد کولای شو. موږ برالا غونډې کوو. موږ خپل 200 کسيز يا 300 کسيز جنګيالي د کابل – کندهار لويې لارې ته په امريکايانو يا نورو پوځي کاروانونو باندې د بريد لپاره استوو. موږ يوازې په هغو موټرو باندې بريدونه کوو، چې امريکايانو ته شيان لېږدوي."



هغه يو شمېر مسافرين، چې په دې وروسيتو کې په دې لارې تللي دي، آی ډبليو پي آر ته له کندهار څخه نيولې ترکابله پورې په ټولې لارې باندې د سختو جګړو خبرې کولې. ددې سړک جوړول د طالبانو له نسکورېدو وروسته له لويو بريو څخه ګڼل کيږي. ددې لارې سفر له ورځو ورځو څخه پنځو ساعتونو ته را تيټ شوی دی. خو دې کار ضد او نقيض ګټې رامنځته کړي دي، ځکه 550 کيلومتره اوږد سړک ياغيانو په بشپړ فعاليت باندې بدل کړی دی.



د طالبانو قوماندان د حکومت په منځ کې د ياغاينو د ورننوتولو ادعا وکړه او ويي ويل، چې له چارواکو څخه استخباراتي معلومات ترلاسه کوي.



هغه وويل: "موږ په حکومت کې ډېر خلک لرو، چې له موږ سره مرسته کوي. کله چې يو پوځي کاروان له کابل څخه د کندهار په لوري خوځيږي، هغوی موږ خبروي. او په دې توګه موږ د بريد لپاره تياری نيسو."



نوموړي قوماندان وويل، په همدې توګه طالبان له ګاونډيو هيوادونو څخه هم ډېرې مرستې تر لاسه کوي.



نوموړي وويل: "موږ اوس له حکومت څخه په هر حالت کې ډېرپياوړي يو. موږ له پاکستان څخه پيسې او وسلې ترلاسه کوو او اوس موږ ډېرې مدرنې وسلې لرو. "



هغه وويل، د طالبانو د پياوړيتا ستره سرچينه په ولايت کې زيات فساد او جرمونه دي، چې د هغه د ادعا له مخې د ځايي حکومتي چارواکو له خوا په فعال ډول هڅول کيږي. هغه وويل، د وردګو ولايت اوسيدونکي زياتره طالبانو ته د مرستې مخ اړوي ترڅو د چارواکو په وړاندې يي ملاتړ وشي.



هغه وويل: "حکومت ولايت ته هغه سرتيرې او چارواکي استوي، چې له شمالي برخو سره تړاو لري او وردګ يي بد ايسي. هغوی په سم ډول چال چلن نه کوي او خلک له هغوی کرکه لري. له دې امله هغوی د طالبانو ملاتړ اوننګه کوي."



ښايي د قوماندان دا څرګندونې يو پروپاګندوي، خو يو شمېرځايي چارواکي او پوليس دا مني چې د طالبانو زياتېدل په سيمې کې له چارواکو سره تړاو لري.



د وردګو ولايت د چک د جنوب لويديځي ولسوالۍ ولسوال، ډاکټر فضل کريم مسلم وويل: "په وردګو کې د ناامنۍ يو لامل د امنيتي چارواکو او نورو حکومتي مامورينو تر منځ فساد دی. چارواکي په غلاوو او د ځايي خلکو په ترټلو او ناسم چال چلن کې ښکېل وو. له دې امله خلکو غرونو ته مخه کړي او جګړه يی پيل کړې ده."



مسلم ټينګار کوي چې وضعه د چک په ولسوالۍ کې يوه مياشت دمخه دده د ټاکلو راهيسې مخ په ښه کېدو روانه ده.



هغه وويل: "کله چې زه د چک ولسوالۍ ته راغلم. ما له خلکو سره خبرې وکړې. هغوی په يوه خوله ټول له ما سره په مرستې سلا شول. اوس امنيت مخ په ښه کېدو دی. ولسي خلک ياغيان نه پرېږدي، چې خراب کارونو ته لاس واچوي."



له کچې وتلې زيات "خراب کارونه" شاوخوا ته تر سره کيږي. د جولای په مياشت کې د جغتو په ولسوالۍ کې دوه جرمني انجنېران برمته شول. يو يي په اسارت کې ومړ. بل يو يي له دوو مياشتو بند او ډېرو خبرو اترو څخه وروسته له بند څخه د تيټې کچي طالبانو د راخوشې کېدو په بدل کې خوشې شو.



د سپتمبر په مياشت کې د سره صليب څلور تنه کارکوونکي د سيداباد په ولسوالۍ کې ونيول شول، خو يوه ورځ وروسته خوشې شول.



د مسلم د وينا له مخې طالبانو د دای ميرداد ولسوالۍ په بشپړ ډول تر لا س لاندې کړې وه او په پام کې يي لرل، چې سهيل ته د چک په لور وخوځيږي. خو د ولسي خلکو له ټينګ مقاومت وروسته ياغيان اړ ايستل شول چې له جګړې لاس واخلي او له دای ميرداد څخه ووځي.



ځايي خلک وايي ترهغه چې د پوليسو او چارواکو واګي نيول کيږي، امنيتي ستونزې به روانې وي.



د چک سهيل ته د سيداباد د ولسوالۍ يو اوسيدونکي 42 کلن جمال الدين وويل: "زموږ ولسوالۍ پخوا ډېره امنه او خوندي وه. نه طالبان و او نه نور ياغيان. خو خلک له پوليسو او بې کفايته حکومت څخه پوزې ته راغلي دي. د ولايت دامنيې قوماندان ددې پر ځای چې له خلکو سره مرسته وکړي په خلکو باندې په غوسه کيږي او خلکو ته سپکې سپورې وايي."



خلک د امنيې قوماندان، محمد عوض په وړاندې له هغه وروسته راپاڅېدل چې د ځايي خلکو په مېرمنو پسې يي غيراخلاقي او پساتي خبرې وکړې. په دې ولسوالۍ کې د هغه چال چلن، چې ټول اوسيدونکي يي پښتانه اوپه وسلو ښه سمبال دي، تاوتريخوالی راوپارولو. څو تنو په پوليسو باندې ډزې وکړې، چې په پايله کې پوليس تېښتې ته اړ شول. وروسته هغه (قوماندان) هم له دندې ګوښه شو.



جمال الدين وويل: "خلک له طالبانو او نورو ډلو سره ددې کړنې له امله مرسته کوي."



د سيداباد ولسوالي، چې له لوګر او په سهيل کې له غزني ولايت سره په ګډه پوله پرته ده، د وردګو په ولايت کې ترټولو ناامنه سيمه بلل کيږي. د نوموړې ولسوالۍ ولسوال، عنايت الله صاحبزاده منګل آی ډبليو پي آر ته وويل، چې پخپله پوليس دلته د ناامنۍ ستر لامل و.



هغه وويل: "زموږ په ولسوالۍ کې زيات شمېرطالبان نه شته. دلته يوازې يو څو تنه غله او نور جنايتکاران دي، چې د پوليسو په مرسته ستونزې راولاړوي. هغوی د سيداباد د ولسوالۍ په ودانۍ باندې بريد وکړ او زما د وژلو هڅه يي وکړه. د هغوی ستره موخه د پيسو لاس ته راوړل دي."



هغه وويل افغان ملي اردو او ملي پوليسو په نوموړې ولسوالۍ کې ستر تصفيوي عمليات پيل کړل. وضعه اوس مخ په ښه کېدو ده. يو شمېر خلک بنديان شول او ځاي پوليس بدل کړای شول.



هغه وويل: "موږ زيار باسو له قومي مشرانو سره په ګډه کار وکړو ترڅو هغه خلک سمې لارې ته راوبلو، چې جنياتونه او جرمونه سر ته رسوي."



د وردګو د امنيې نوی قوماندان، مظفرالدين د همدغه ولايت استوګن او د مجاهدينو پخوانی مشهور قوماندان دی. هغه ژمنه وکړه، چې د خلکو خبرو ته به غوږ نيسي او ستونزې به د پوځې عمل پرځای د خبرو اترو له لارې هواروي.



سره له دې هم جګړه دوام لري. د ملي دفاع د وزارت وياند، جنرال ظاهرعظيمي وويل، په وردګو کې اوسني عمليات به، چې اردو، ملي پوليس او نور امنيتي ځواکونه او همدارنګه د سوله ساتې نړيوال ځواک، ايساف لاندې د ناتو پوځونه په کې ګډون لري، تر هغه جاري وساتي، ترڅو هغه ولايت له ياغيانو څخه پاک شوی نه وي.



هغه وويل: "موږ د دوو مياشتو راهيسې په وردګو کې جګړه کوو. زموږعمليات به تر هغه دوام ومومي، ترڅو دښمن ځپل شوی نه وي. دا عمليات ډېرې برياوې لري. موږ زيات شمېر ياغيان وژلي او يا بنديان کړي دي او زياتې وسلې مو لاس ته راغلي دي."



په داسې عملياتو کې هوايي بريدونه هم کيږي او له هغې سره د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې خبره هم رامنځته کيږي.



نړيوال پوځونه په افغانستان کې په ړندو سترګو د هوايي ځواک د کارولو له امله له زياتو نيوکو لاندې راغلي دي، چې د سلګونو بېګناه ولسي خلکو د مړينې لامل شوي دي. دا موضوع له ياغيانو سره د ولسي خلکو نژدي تړاو څرګندوي.



د ددغه ولايت شمال ته د جلرېز په پرتې ولسوالۍ کې وروستنۍ هوايي بمبارۍ شل تنه ولسي خلک ووژل. ايساف او ملي اردو ټينګار کوي، چې مړه شوي خلک ياغيان و، خو ځايي خلک وايي په قربانيانو کې ملکي وګړي هم شامل و.



د جلريز يو اوسيدونکي 34 کلن بريالي وويل: "زموږسيمه بمباري شوه او له امله يي ولسي خلک ووژل شول. د يوې کورنۍ د اوو غړو په ګډون نهه تنه ووژل شول. طالبان برالا عمليات کوي خو حکومت ورسره مقابله نه شي کولای. د هغوی يوازې په هوايي بمباريو زور رسيږي."



د ناتو د اکتوبر د مياشتې د 28 نېتې يوه خبرپاڼه وايي، چې د ايساف په پلټنو کې دا څرګنده شوه، چې د جلريز په عملياتو کې مرګ او ژوبله "په بشپړ ډول ناسمه" وه. هوايي بمباري هغه مهال وشوه، چې ايساف ته د ياغيانو يوې ډلې د مورچې له نېولو څخه معلومات ورسېدل. په بيانيې کې ويل شوي و، د يوولسو تنو د مړينې په اړوند د ولسوالۍ د چارواکو ادعا بې بنسټه وه او زياتوي دا دويم ځل دی، چې په وردګو کې په دې وروستيو اوونيو کې دا راز ادعا ګانې کيږي.



د دفاع د وزارت وياند، عظيمي هم د جلريز په پېښه کې د ولسي خلکو مرګ او ژوبله رد کړه. هغه وويل: "موږ د ولسي خلکو د مرګ او ژوبلې په هکله رپوټونه، نه لرو. هغه خلک چې له موږ سره جګړه کوي، له مرګ وروسته په ولسي خلکو بدليږي. له مړو شو خلکو څخه وسلې په لاس راغلي دي. هغوی جنګيالي و."
Frontline Updates
Support local journalists