ښځې پر نشه يي توکو له روږدو مړونو څخه طلاق اخلي

د چارواکو په وينا زيات شمېر مېرمنې د خپل گډ ژوند د پای ته رسولو په لټه کې دي.

ښځې پر نشه يي توکو له روږدو مړونو څخه طلاق اخلي

د چارواکو په وينا زيات شمېر مېرمنې د خپل گډ ژوند د پای ته رسولو په لټه کې دي.

Afghan farmer prepares poppy bulbs for harvest in a field near the city of Kandahar. (Photo: Scott Nelson/Getty Images)
Afghan farmer prepares poppy bulbs for harvest in a field near the city of Kandahar. (Photo: Scott Nelson/Getty Images)

درويشت کلنې قدريې يوه مياشت دمخه پر هيروينو باندې له خپل روږدي مېړه څخه طلاق واخيست.

نوموړې آی ډبليو پي آر ته وويل: «زما مېړه نه يوازې هيروين څکول، بلکې د نورو خلکو شيان يې هم پټول.» هغې زياته کړه، د هغې ټولې پيسې يې، چې د خياطۍ له لارې يې گټلې وې، غلا کړي او د کور ټول شيان يې پلورلي دي.

هغې په دوام وويل: «خلک به زموږ کور ته راتلل او د غلا شوو شيانو پيسې به يې را څخه غوښتلې. ما بايد خپل مېړه ته هم د هيروينو پيسې چمتو کولی او هم به مې خلکو ته د هغه د غلا پيسې ورکولی.»

قدريه اوس له خپلو دريو ماشومانو سره د خپلې کونډې مور په کور کې اوسيږي او له ناڅرگندې راتلونکې سره مخ ده.

په سويلې ولايت، کندهار کې چارواکي وايي چې گڼ شمېر مېرمنې د طلاق په لټه کې دي، ځکه نور نشي کولای پر نشه يي توکو له خپلو روږدو مړونو سره ژوند وکړي.

افغانستان، چې د نړۍ په کچه له اپينو څخه د تصفيه شوو هيروينو يو ستر توليدوونکی هېواد دی، د اعتياد له يوې جدې ستونزې سره مخ دی. 

د دغه ولايت د ښځو د چارو د رياست مرستيالې، نوريې وويل: « د هغې په رياست کې پر هيروينو باندې د مړونو د اعتياد له امله د طلاق ٢٥ قضيې ثبتې شوې، چې د خپلې کورنۍ هيڅ پروا ورسره نه وه.»

نوموړې په دوام وويل، پر نشې باندې د روږدو کسانو په اړه هره ورځ يوه يا دوې مېرمنې د هغوی رياست ته راځي، خو داسې بريښي چې ډېرې نورې پېښې پټې پاتې دې او څوک ترې نه خبريږي.

په کندهار کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د ښځو د څانگې مشرې، شگوفې سهار وويل، پنځلس تنه ښځې پېژني چې په تېرو مياشتو کې يې پر نشې باندې د خپلو روږدو مړونو څخه طلاق اخيستی دی.

نوموړې زياته کړه، طلاق شوې مېرمنې تر هغه وخته د خپلو پلرونو په کورونو کې اوسيږي چې بيا واده کوي. د اولادونو پالنه يې په زياتره وختونو کې د مړونو کورنيو ته سپارل کيږي.

شپېته کلنې ملکې د خپلې لور کيسه بيان کړه چې له مېړه څخه د طلاق تر اخيستلو وروسته له هغوی سره اوسيږي. 

د ملکې زوم خپل دوه اولادونه له ځان سره ساتلي دي. ځوانه لور يې ټوله شپه ويښه ناسته او ژاړي.

ملکې وويل، لور ته يې څو څو ځلې ويلې چې بل واده وکړي، خو هغې ويلې، تر هغه چې خپل اولادونه يې لاسته نه وي راوړي، بل واده به ونه کړي.

ملکې وويل: «په زړه کې مې غټ غم پروت دی. د خپلې لور د اولادونو د حالت په ليدلو بې طاقته کيږم. لور مې هم تل خپل اولادونو ته کړيږي.»

په افغانستان کې ښځو ته له مړونو څخه جلا کېدل د ډېر لوی شرم خبره ده. زيات شمېر مېرمنې وايي، هغوی بله کومه چاره نه لري.

فاطمې، چې شپږ کاله دمخه يې واده کړی او د دوو اولادونو موره ده. وايي: «په دې پوهيږم چې ښځو ته له طلاق پرته بل بد شی نشته، خو زه مجبوره يم چې طلاق واخلم.»

هغې وويل، د بېوزلۍ له امله يې ميړه پر نشه يي توکو روږدی شوی. هغې په داسې حال کې چې سترگې يې له اوښکو ډکې وي، وويل، مېړه يې د نشه يي توکو پيداکولو ته دومره اړمن شوی چې غوښتل يې خپلو اولادونه وپلوري.

فاطمې وويل، هغوی ډېر بېوزلي دي. اولادونه يې تل وږي او د گاونډيانو په خوړو ژوندي وو.

هغې وويل: «هغه زما خوشالي د خپل اعتياد د سر صدقه کړه.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د څېړنې او پلټنې د څانگې مشر، فرهاد ثاقب وويل، کله چې يوه ښځه طلاق وغواړي، نو محکمه ترې طبي رپوټ غواړي، ترڅو څرگنده شي چې مېړه يې په رښتيا هم معتاد دی.

تر هغه وروسته پر نشې روږدی شخص د معتادينو د درملنې مرکز ته پېژندل کيږي. که هغه له درملنې سره موافقه وکړي، نو د طلاق غوښتنليک باطليږي.  

که چېرته يې ونه مني، نو هغه سړی خپلې مېرمنې او اولادونو ته خطر دی. افغاني او شرعي قوانين دواړه حکوم کوي چې په دغه حالت کې مېرمنې د خپلو مړونو له خوښې او موافقت پرته طلاق غوښتلای شي.

د افغانستان په ډېرو لرو پرتو کلو او بانډو کې اپين په دوديز ډول د درملو په توگه کاريږي. بېوزلۍ او د لسگونو کلونو اوږدې جگړې گڼ شمېر خلک د هيروينو کارولو ته اړ کړي او ټوله کورنۍ د اعتياد له اغېز څخه رنځيږي.

پنځوس کلنه سعديه يو زوی لري چې له شپږو کلونو راهيسې هيروين کاروي. هغې وويل، خپله نگور نه ملامتوي چې له خپل مېړه څخه طلاق واخلي او د خپل پلار کور ته ستنه شي.

سعديې وويل، زوی يې له دې پرته چې ټول فکر يې نشه يي توکو ته اوښتی د بل کوم شي په فکر کې نه دی. هغې زياته کړه، هغه ته يې ډېرې زارۍ کړي چې له نشې لاس واخلي، له خپلو خپلوانو څخه يې غوښتې چې قناعت ورته ورکړي او آن د درملنې لپاره يې کلينيک ته استولی، خو کومه گټه يې نه ده کړې.     

هغې وويل: «ما خپل زوی ته په ډېرې خوشالۍ واده وکړ، خو هغه له ناوړو انډيوالو سره ملگری او پر نشه روږدی شو. کور مې ويجاړ شو او اوس په زاړه عمر کې د خپل کاله ټولو غمونو ته يوازې پاتې شوم.»

د اعتياد پر وړاندې مبارزه کمزورې ده

د نشه يي توکو او جرمونو په وړاندې د ملگرو ملتونو د څانگې د ٢٠١٥ کال د رپوټ له مخې په کندهار کې د کوکنارو په کرکيله کې د پام وړ کموالی راغلی و، خو بيا هم د نشه يي توکو د توليد په توگه يوه پراخه سيمه بلل کيږي.

په کندهار کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې رئيس، گل محمد شکران وويل، په ډېرو ولسواليو کې د کوکنارو په کرکيله کې کمښت راغلی او هڅه يې کړې د کوکنارو د کرکيلې کروندگرو ته د يو بديل معيشت لاره ومومي او له دې لارې کوکنار بيخي له منځه يوسي.  

د کندهار د پوليسو وياند، ضيا دراني وويل، هره اوونۍ پر نشه يي توکو له لسو څخه زيات روږدي کسان نيسي او درملنې ته يې استوي.  

په کندهار کې د روږدو کسانو لپاره د درملنې مرکزونه شته، خو د امکاناتو له نشتوالي سره مخ دي.

د کندهار د عامې روغتيا چارواکي وايي، دمگړۍ په دې ولايت کې ٢٠٠ تنه روږدي کسان تر درملنې لاندې دي، خو د تقاضا کچه دومره لوړه ده چې کېدای شي په لست کې نيول شوو کسانو ته په څه دپاسه يو کال کې هم وار ونه رسيږي.   

په کندهار کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو په مرکزونو کې هر کال شاوخوا ٧٠٠ تنو ته درملنه چمتو کيږي.

د کندهار ولايت د عامې روغتيا رياست د معتادينو د درملنې د څانگې مشر، بلال احمد کرامت وويل، د ستونزې کچه ډېره لوړه ده. نوموړي اټکل وکړ چې له ١٣٠ زرو څخه زيات نارينه او له لسو زرو څخه زياتې مېرمنې او ماشومان يوازې په کندهار کې پر هيرونيو روږدي شوي دي.

کرامت وويل: «که چېرته زموږ تاسيسات پراخه شي، نو د زياتو روږدو کسانو درملنه کولای شو. خو بيا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوو او په هيڅ امکاناتو ډېر کار سر ته رسوو.»

ډېری هغه کسان چې د درملنې پړاو سرته رسوي، زيات وخت په دې حالت کې نه پاتې کيږي.

ديني عالمان وايي، مېرمنې بايد له خپلو مړونو سره ژوند وکړي او هڅه وکړي مړونه يې له نوموړې ستونزې ځانونه خلاص کړي.

د کندهار د د يني عالمانو د شورا مشر، مولوي عبيدالله فيضاني له مېرمنو څخه غوښِتنه وکړه، چې زغم ولري او خپل گډ ژوند ته دوام ورکړي. 

هغه وويل: «اسلام د طلاق حق نارينه گانو ته ورکړی دی. مېرمنې خپل مړونه نشي طلاقولای.» نوموړي زياته کړه، د گډ ژوند له منځه وړل لويه بدمرغي ده، له دې امله هر لوری بايد پوره زغم ولري.

پر اړيکو له هر لوري فشار موجود دی.

د کندهار ښار اوسيدونکي، جميل احمد وويل، د تېرو شلو کلونو راهيسې له نشه يي توکو سره سر او کار لري، خو له تېرو شپږو کلونو راهيسې پر هيروينو روږدی شوی دی. زيار باسي د کندهار د روږو کسانو د درملنې په مرکز کې له دې عمل څخه ځان بېغمه کړي.    

نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل، مېرمنه او کورنۍ يې ترې کرکه کوي. هغوی ځانته پرېښی او درې لوڼې او يو زوی يې ترې وړي دي.

نوموړي، چې اوښکې يې پر زنې روانې وې، وويل: «دوه کاله کيږي چې مېرمن او اولادونه مې راڅخه تللي او د خپل پلار کره اوسيږي.» هغه وويل: «ډېر خواشينی يم. له دې ژوند څخه راته مرگ غوره دی.» 

Frontline Updates
Support local journalists