په خطرناک موټر چلولو نیوکه

یو لړ نوښتونه تر لاس لاندې دي چې د ډاروونکو سړکونو ناوړه حالت سم کړي.

په خطرناک موټر چلولو نیوکه

یو لړ نوښتونه تر لاس لاندې دي چې د ډاروونکو سړکونو ناوړه حالت سم کړي.

Road conditions in Afghanistan are often dire and many drivers are unlicensed. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
Road conditions in Afghanistan are often dire and many drivers are unlicensed. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)

د زابل ولایت چارواکي وايي، په سویلي ولایت، زابل کې د موټرو پر خطرناک ځغلولو بندیز د بریالیتوب یوه نښه ګڼل کیږي ددوي په وینا له همدې امله ترافیکی پېښو شمېره درې برابره راتیټه شوې ده.

موټر چلوونکو ته یو دوه اوونیزه وړیا کورس جوړ شوی چې د ترافیکي قانون او خوندی موټر چلولو په اړه لازم معلومات تر لاسه کړي.   

په افغانستان کې د موټر چلولو اجازه لیک تر لاسه کول بې نظمه او سړکونه ډاروونکی حالت لري. د ترافیکو په ریاست کې د پراخ فساد له امله چارواکي په اسانۍ د موټر چلولو د اجازه لیک په وړاندې بډې اخلي. ګڼ شمېر موټر چلوونکي ازموینه نه ورکوي.

د زابل ولایت د ترافیکو رئیس، عبدالاحمد آی ډبلیو پي آر ته وویل، وضع د سړکونو د حالت خرابوالي او د مخالفانو بریدونو نوره هم پسې ناوړه کړې ده.

هغه وویل: «په هغو خطرناکو سیمو کې چې د بریدونو خطر موجود وي، موټر چلوونکي زیاتره ګړندي ځغلي.هغوی په دغو سیمو کې موټر ګړندی کوي چې کله ناکله د سړک د ناوړه حالت له امله موټر چپه او ترافیکی پېښه رامنځته کيږي.» نوموړي زیاته  کړه

«د ټکسي او بسونو په څېر موټر چې د ولایتونو تر منځ تګ راتګ کوي، زیاتره د ترافیکي پېښو لامل کیږي او مرګ ژوبله اړوي.»

دغه لویه لار زابل ولایت، چې نژدې ۳۰۰۰۰۰ تنه نفوس لري، د شمال له خوا له کابل او د سویل له خوا  له کندهار سره نښلوي. دا لویه لاره د افغانستان د حلقوي سړک په نامه هم یادیږي.

عبدالاحمد وویل، د دوو کلونو راهیسې د زابل د ترافیکو ریاست هڅه کړې چې د ولایت پر سړکونو د ترافیکي پېښو شمېره راټیټه کړي.

چارواکو سپارښتنه کړې چې د ترافیکي تمځایونو کې د موټر چلوونکو د موټر چلولو اجازه لیک وګوري. که چېرته اړوند لاسوندي وړاندې نه  کړای شي، نو لازمه جریمه دې پرې ولګول شي.

هغه وویل، تر اوسه د دغه ولایت ۳۰۰۰ تنو دغه وړیا کورس بشپړ کړی دی. په ۲۰۱۶ کال کې ۱۹۰۳ تنو موټر چلوونکو دغه کورسونه لوستي دي. په ۲۰۱۷ کال کې دغه شمېره ۱۴۲۲ تنو ته راټیټه شوې وه.

عبدالاحمد وویل: «هر چا، چې د اتلس کلنۍ عمر بشپړ کړی وي، په دغه کورس کې شاملیدای شي. د بریالۍ بشپړتیا وروسته  هغوی ته د موټر چلولو اجازه لیک ورکول کیږي.» هغه زیاته کړه، د زابل زیاتره موټر چلوونکي د موټر چلولو اجازه لیک نه لري.

عبدالاحمد  وویل، د زابل ولایت ترافیکی پېښو ته په پام، د ۲۰۱۶ له مارچ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې په ۴۷ ترافیکی پېښو کې ۲۸ تنه سپرلې وژل شوي او ۴۷ تنه نور ژوبل شوي دي.

د ۲۰۱۷ کال د مارچ او د ۲۰۱۸ کال د مارچ تر منځ د ورته وخت شمېرې د پام وړ کموالی په ګوته کوي، چې ټولې ۲۹ تر افیکی پېښې رامنځته شوې، ‍۱۸ تنه پکې وژل او ۵۵ تنه ژوبل شوي دي.

عبدالاحمد په ټینګار وویل، د یو لړ ترافیکی پېښو په اړه خبر نه ورکول کیږي، په پېښو کې د احتمالي کموالي په ګډون ښايي دغه شمېرې یوه هم کره او سمه نه وي.   

د زابل د ولایتی روغتون رئیس، سید عباس هاشمي هم په ټینګار وویل، دغه شمېرې د اعتماد وړ نه دي، ځکه زیاتره پېښې مستندې نه دي. هغه وویل، د هغه په اړوند روغتون کې ډاکترانو په تېر کال کې د ۳۱۹ او په وړم کال کې د ۳۴۸ ناروغانو درملنه کړې چې په ترافیکي پېښو کې ټپیان شوي وو.  

هغه وویل: «زیاتره وخت د ترافیکي پېښو رپوټ نه ورکول کیږي او کېدای شي، ناروغان روغتون ته هبڅ ونه لېږدول شي.»

په قلات کې د ترافیکو یو افسر، عبدالما لک آی ډبلیو پي آر ته وویل، فساد یوه بله ستونزه ده. د هغه په اند زیات شمېر حکومتي کارکوونکي د بې پروا موټر چلولو مسؤول بلل کیږي.

هغه دعوه وکړه، هغه او ملګرې يې واک نه لري چې په دغه راز پېښو کې لاس ووهي.

هغه وویل: «زیاتره وختونه دولتي موټرونه پر ترافیکي قانون سترګې پټوی، چې ځايي چارواکي وړي راوړي. هغوی د واټ اصول نه مراعاتوي او موټرونه خورا ګړندي چلوي. داسې بېلګې هم لاسته راغلي چې چارواکي خپلو تنکیو اولادونو ته د خپلو موټرونو د چلولواجازه ورکوي، د هغوی دا کار د پېښو د رامنځته کېدو لامل کیږي.» نوموړي زیاته کړه «موږ یوازې پر عادي خلکو قانون پلی کولای شو. که موږ د چارواکو مخه ونیسو او د موټر چلولو اجازه لیک ترې وغواړو، نو ګواښوي مو او ځي، تیریږي.»

د سیمې اوسیدونکي وايي، په دغه نوښت خوشاله دي او هغه خلک، چې دغه دوه اوونیزه کورس يې تعقیب کړی، وايي، دا کورس ډېر ګټور و.

د قلات ښار یوه اوسیدونکي، ۲۷ کلن محب الله آی ډبلیو پي آر ته وویل، اوس پر دې پوهیږي، چې په یوه څلور لاري کې د تېرېدو لپاره کوم موټر د لومړیتوب حق لري. همدارنګه ورته د موټر د ساتلو بنسټیزې لارښووني ورکړل شوې دي.

هغه وویل: «اوس د ترافیکو پر مختلفو اصولو، نښو او نښانو پوهیږم. همدارنګه راته ښوول شوي چې څنګه د ګڼې ګوڼې په سیمه کې موتر وچلوم، که مې احتمالا ترافیکي پېښه وکړه، څه وکړم او څنګه خپل موټر وساتم.»

یو شمېر نورو وویل، مخنیوي ته ډېره اړتیا موجوده ده. د قلات اوسیدونکي، ۳۱ کلن سیدآغا وویل،درې کاله دمخه يې ترافیکي پېښه وکړه او موټر يې چپه شو. یو ملګری يې ووژل شو او بل يې شل او شوټ شو.  

هغه آی ډبلیو پي آر ته وویل: «اوس هم د هغه ناوړه پېښې حالت مې تر سترګو سترګو کیږي. دغه پېښې ډېر وډارولم او اوس احتیاط کوم.» نوموړي زیاته کړه «ټولو موټر چلوونکو ښايي د واټ قواعد زده کړي او پرې پوه شوي وي. هغوی ښايي په سم ډول موټر وچلوي چې له ترافیکو پېښو څخه خوندي پاتې شي. حکومت باید قانون پلی کړي.»

د شاه جوی د ولسوالۍ اوسیدونکي پنځوس کلن امیر محمد د ترافیکي پېښو د راټیټیدو هرکلی کړی او وايي، د هغه په چم او ګاونډ کې میندې او پلرونه ښوونځي ته د تګ او راتګ پر مهال تل خپلو اولادونو ته ناکراره وي.  

هغه وویل: «ما پر خپلو سترګو لیدلي چې د ښوونځیو زده کوونکي د بې پروا موټر چلولو په پېښو کې وژل شوي یا ټپیان شوي، خو ترافیک پولیسو د هغوی په اړه هیڅ  ګام نه دی پورته کړی.»

خو عبدالاحمد په ټینګار وویل، د هغه ریاست د کم عمره کوچنیانو د موټر چلولو په اړه هیڅ زغم نه لري.

هغه وویل: «موږ په هیڅ ډول کم عمره ماشومانو ته د موټر چلولو اجازه لیک نه ورکوو او نه کوچنیان پرېږدو چې د ښاردننه موټر وچلوي.کله چې زموږ افسران له دغه راز پېښو سره مخ شي، موټر يې ودروي او ترهغه پورې يې ورته بېرته نه ورکوي، چې د موټر د نه چلولو قوي ضمانت ورڅخه وانخلي.»

د بې لایسنسه موتر چلوونکو د شمېر له ټیټوالي سره سره ټول خلک له دغه کورس څخه خوښ نه دي. د شهرصفا د ولسوالۍ اوسیدونکي، ۲۵ کلن نور احمد وویل، د موټر د چلولو د اجازه لیک د نه لرلو له امله دوه ځلې جریمه شوی دی.

هغه وویل: «دمخه به ترافیک پولیسو هیڅکله له ما څخه د موتر چلولو د اجازه لیک پوښتنه نه کوله، خو اوس راڅخه کله کله پوښتنه کوي. کله ناکله، چې د موټر چلولو اجازه لیک ونه لرم، څه نه وايي، خو کله مې بیا څلور ډالره جریمه کوي.»

هغه وویل، په پام کې نه لري کورس تعقیب کړي، وايي، دوې اوونې اوږده مود ه ده چې ځان له کار څخه وباسي او کورس ته لاړ شي. احمد وویل، په لرو پرتو ولسوالیو کې، چې دی معمولا هلته موټر چلوي، موټر چلوونکي اندېښنه نه لري، ځکه هلته د ګوتو په شمېر ترافیک پولیس موجود دي.

Frontline Updates
Support local journalists