په هلمند ولايت کې د اپينو لوړ توليد

کروندګرو په هغو سيمو کې د کوکنارو کرکيلې ته دوام ورکړی، چې د کوکنارو اړولو حکومتي ډله هلته نشي ورتلای.

په هلمند ولايت کې د اپينو لوړ توليد

کروندګرو په هغو سيمو کې د کوکنارو کرکيلې ته دوام ورکړی، چې د کوکنارو اړولو حکومتي ډله هلته نشي ورتلای.

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر خبريال گل احمد احسان  ليکنه

د افغانستان د هلمند ولايت کروندګر وايي پتېلې يې ده څومره چې کولای شي سږنی فصل به زيات کوکنار وکري. که اړتيا ولېدل شوه او خپله کرونده يې چارواکو وڅارله،  نو په ګوښه دښتو کې به کوکنار وکري.

يو شمېر خلک نورو فصلونو ته د کروندګرو په هڅولو کې حکومتي چارواکي پړه بولي. هغوی وايي نوموړو چارواکو ونشو کړای د دوی ژوند له بېوزلۍ څخه راوباسي. يو شمېر نور بيا وايي طالبانو هغوی اړ ايستلي چې دا ناقانونه فصل وکري.  خو ستر لامل يې له شک پرته سږکال د اپينو د بيې لوړوالی دی.

د تېرې لسيزې راهيسې  په سويل کې پروت دا ولايت د افغانستان د نشه يي توکو د توليد پراخه سيمه او د نړۍ د هيرويينو عمده سرچينه بلل کېده. هيرويين د کوکنارو له غوزو څخه له لاسته راغلو اپينو څخه جوړيږي. په همدې ډول هلمند د کوکنارو د اړولو د هڅو په موخه د نړيوالې ټولنې د پام په مرکز کې واقع دی.    

له بلې خوا د هلمند ولايت د طالبانو او  د متحده ايالتونو، برتانوي او افغان ګډو پوځونو د جګړې ډګر هم دی. نښتو او  د ټيکاو نشتوالي د اقتصادي ودې مخه ډب کړې، له ځمکو څخه کار اخيستل يې ټيټ کړی. له دې امله خلک هڅېدلي په پراخه د کوکنارو کرکيلې ته مخ واړوي. د لېږدونې او خرڅلاو ستونزې يې د ګوتو په شمار دي. برسېره پر دې پر طالبانو تور پورې کيږي چې کرکيلې ته کروندګر هڅوي، تر څو د هغې له خرڅلاو څخه يوه برخه ترلاسه کړي.

په هلمند کې د آی ډبليو پي آر له خوا د مرکه شوو خلکو له وينا څخه داسې جوتيږي چې د اکتوبر په مياشت کې د نشه يي توکو او جرايمو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (UNODC) خپور شوی خبرداری سم وي. په نوموړي رپوټ کې خبرداری ورکړشوی و چې د نشه يي توکو د بيې لوړالی به د کوکنارو کرکيله  لاپسې لوړ ه کړي. پداسې حال کې چې د بيې لوړوالی د ټول افغانستان لپاره و، خو په رپوټ کې په هلمند کې درې سلنه ټيتوالی ښودل شوی و.

په هلمند کې د آی ډبليو پي آر له مرکو څخه د تر لاسه شوو شواهدو له مخې کرکيله ټيټه شوې نه ده، بلکې  لاپسې لوړه شوې ده، ځکه بيه په زړه پورې ده.

د بابه جي په سيمه کې د سخيداد په نامه يوه کروندګر وپوښتل: «په يوه کال کې له اپينو څخه تر لاسه شوې ګټه په پنځو کلونو کې د نورو وفصلونو له ګټې څخه ډېريږي. نو ولې کوکنار ونه کرم؟»   

سخيداد زياته کړه، د يوه کيلو ګرامو خامو اپينو بيه ۴۰۰  امريکايي ډالره ده، چې د تېرو دوو کلونو په پرتله دوه هومره لوړه ده. په بازار کې نور کرنيز توليدات دومره بيه کوي، چې د هغه په وينا، يوازې د کرکيلې لګښت پوره کوي.   

د نورو زياتو کروندګرو په څېر، سخيداد د کوکنارو کروندې ته د مخ اړلو لامل په سيمه کې بېوزلي وبلله. 

هغه ويل: «دلته نه فابريکې شته او نه نور شرکتونه چې ښې پيسې تر ې تر لاسه کړم. زه ددې لپاره کوکنار کرم چې پيسې  وګټم. هغه د سرو زرو په څېر ارزښت لري.»   

په داسې حال کې چې د کوکنارو د کرکيلې د بندولو پروژه، چې يو مهال يې يوازې په کروندو کې کوکنار اړول اوس د نشه يي توکو په وړاندې د حکومت په تګلارې کې د غنمو د تخم، کيمياوي سرې او د کرکيلې د تکنالوژۍ مرسته  او د خلکو د پوهولو له کمپاين او هغو کروندګرو ته د سزا ورکولو له ګواښ سره مل ده،  چې دمخه يې د کوکنارو د کرکيلې د بندولو هوکړه کړې  او بيا بېرته يې په کرکيله پيل کړې وي. ددې پروګرام له مخې د هلمند په ولايت کې د امريکا او برتانيې د حکومتونو په مرسته د هلمند د خوړو د زون پروګرام پيل شوی او څه ناڅه درې کاله دمخه د پروګرام د پيل راهيسې نورو زياتو ولسواليو ته غځېدلی دی.

يو شمېر کروندګرو په غبرګون کې په خپلو کروندو کې د کوکنارو کرکيله بنده کړه، خو مخه يې شاړو سيمو ته واړوله چې د هلمند د سين په غاړو مورګو کې پرتې دي.       

د ګرشک د ولسوالۍ يوه کروندګر، حاجی جمعه وويل: «زه کوکنار کرم او له هغې ډېر خوښ يم.» 

هغه د کوکنارو د کروندې د اړولو د ګواښ په اړه وويل: «حکومتي چارواکي مازې لاپې  وهي. هغوی نشي کولای دا کرونده واړوي، ځکه سيمې ته راتلای نشي. ما په داسې ځمکو کې کوکنار کرلي چې حکومت يې د اړولو وس نه لري.»   

حاجي جمعه هم د سخيداد په څېر وويل، چارواکو هيڅ داسې څه نه دي کړي چې دده په څېر خلک د فکر بدلون ته وهڅوي.  

هغه وويل: «زه به تر هغه پورې د کوکنارو کرلو ته دوام ورکړم چې حکومت راته د ژوند وسايل چمتو کړي نه وي. دمګړۍ هيڅ شی نه لرو. زموږ په ولسوالۍ کې ښوونځي نشته، د اولادونو د زده کړې لپاره مو شخصي ښوونکي نيولي دي.  پيسې او ډالر د حکومتي کارکوونکو له خوا اختلاس شوي، په داسې حال کې چې عادي خلکو له بېوزلۍ پرته نور څه نه دي لاسته راوړي.»    

د هلمند ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې مشر، سيد احمد ورور آی ډبليو پي آر ته وويل، د کوکنارو زياتره کرکيله په هغو شاړو ځمکو کې کيږی، چې هلته حکومتي ځواکونه هغومره کنترول نه لري. هغه ومنله هغه کرونده چې د هلمند د خوړو د زون په پروګرام کې شامله نه ده، ځانته پرېښودل شي. هغه د حاجي جمعه د ويناپخلی وکړ، چې کروندګر کولای شي له ټاکلو سيمو بهر په ډاډه زړه  کوکنار وکري.   

هغه وويل: «زموږ د اړولو په پروګرام کې دښتې شاملې نه دي، ځکه  مرسته کوونکو راته ويلي يوازې هغه کروندې واړوو چې د خوړو په پرګرام کې شاملې دي او په کومو سيمو کې چې کروندګرو ته تراکتورونه ورکړل شوي دي.»   

ورور وويل، د نشه يي توکو او جرايمو په وړاندې يې د ملګرو ملتونو له ادارې او د پيسو د نړيوال صندوق له استازو سره په کابل کې ليدلي او په شاړو سيمو او دښتو کې يې د کوکنارو د اړولو لپاره د نورو پيسو غوښتنه کړې ده.

د هلمند والي، محمد ګلاب منګل بيا بل راز خبره وکړه، ويل يې د کوکنارو له زياتو کروندو سره، په هر ځای کې چې کرل شوې وي، کلک غبرګون ښودل  شوى  دی. 

هغه وويل: «موږ د کوکنارو د کرلو د فصل په سر کې د هغې د کرلو مخه نيولې. ډېر ژر به د کروندو د اړولو په کمپاين لاس پورې کړو. که چا سږکال کوکنار کرلي وي، نو بندي به يې کړو او محاکمې ته به يې راکاږو. تر اوسه يې  يو زيات شمېر بنديان شوي او تر څارنې لاندې دي.»    

منګل دا خبره هم رده کړه چې ګوندې کروندګرو دې ناقانونه کرکيلې ته د بېوزلۍ يا د حکومتي مرستو د نشتوالي له امله مخه کړې وي. هغه وويل، په تېرو درېو کلونو کې د هلمند د خوړو د زون د پروګرام له مخې ۱۵۰۰۰۰ تنو کروندګرو ته مرستې ورکړ شوي او په بدل کې يې هغوی ژمنه کړې چې کوکنار به نه کري.

د اپينو توليد او لېږد رالېږد په هلمند کې د روان بغاوت په دوران کې غوړېدلی. د نوموړي ولايت د پوليسو قوماندان، محمد حکيم انګار وويل، دې صنعت د جګړې له اوږدوالي سره مرسته کړې ده. . 

هغه وويل: «وسله والو طالبانو ددې لپاره پر خلکو د کوکنارو د کرلو زور راوړی چې له هغې څخه پيسې ترلاسه کړي او له حکومت سره د جګړې د پرمخوړلو لپاره پرې وسلې واخلي.»

کروند ګر د دواړو لورو تر فشار لاندې دي. هغوی په دې سوچ کې دي چې کوکنار وکري او که ويې نه کري.

د اختر محمد خان په نامه يوه قومي مشر وويل، طالبان د «شبنامو» له لارې  کروندګرو ته ګوته څنډي چې کوکنار وکري، که نه، له سيمې دې ووځي.

هغه وويل: «زموږ خلک د دوو لورو تر فشار لاندې دي. له يوې خوا طالبان پرې فشار راوړي چې د هغوی حکم ومني. له بلې خوا حکومت ورته وايي چې ويې نه کري.»  

د هلمند کروندګر مازې د پيښو قربانيان نه دي. «په داسې حال کې چې يو شمېر يې د نغدو پيسو ليوال دي، نور يې ياغيانو ته ورته خبرې کوي.»

د هلمند ولايت د موسی کلا د ولسوالۍ يو اوسيدونکي وويل: «حکومت نشي کولای زموږ د ژوند يا شتمنيو ساتنه وکړي، زموږ امنيت نشي نيولای. هره ورځ راباندې بمبارۍ کيږي او هغه [حکومت] يې مخه نشي نيولای.»  هغه زياته کړه، په دوه ويشت جريبه دولتي ځمکه کې يې کوکنار کرلي دي، ځکه خپله کرونده يې تر ټينګې څارنې لاندې ده.      

هغه وويل: «بهرنيانو [ناتو پوځونه] موږ ته له مرګه بل څه نه دي راوړي. هغوی موږ په بمونو وژني، موږ يې په اپينو وژنو.  دا د جهاد يوه بڼه ده. پروا نه کوي چې څو، څو ځلې حکومت راته د کوکنارو د بندلو خبرې کړي. تر هغه  به يې کرلو ته دوام ورکړم، چې زموږ ژوند او شتمني خوندي شوي نه وي.»

Conflict
Frontline Updates
Support local journalists