په هلمند کې "د مرستې په تور" د يو هلک په وژلو د خپګان څرګندول

کېداى شي په نړيوالې کچې د يو اته کلن هلک د اعدام غندل د طالبانو په وړاندې د خلکو د نظرياتو د يوځاى کېدو لامل شوى وي.

په هلمند کې "د مرستې په تور" د يو هلک په وژلو د خپګان څرګندول

کېداى شي په نړيوالې کچې د يو اته کلن هلک د اعدام غندل د طالبانو په وړاندې د خلکو د نظرياتو د يوځاى کېدو لامل شوى وي.

The Taleban want to deter Helmand civilians from cooperating with international forces like these US Marines, but the murder of an eight-year old has directed local ire against their own ruthless practices. (Photo: US military/First Lieutenant Kurt Stahl)
The Taleban want to deter Helmand civilians from cooperating with international forces like these US Marines, but the murder of an eight-year old has directed local ire against their own ruthless practices. (Photo: US military/First Lieutenant Kurt Stahl)
Saturday, 19 June, 2010

په هلمند کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، محمدالياس داعي ليکنه

د افغانستان په هلمند ولايت کې د طالبانو له خوا له ايتلافي ځواکونو سره د مرستې په تور د يو اته کلن هلک اعدام د ځايي خلکو غوسه او ژور خپګان راپارولى دى.

په نوموړي ولايت کې افغانانو ته د يو ماشوم ځوړندول په هيڅ ډول د منلو وړ نه ښکاري او پخپله د طالبانو له اصولو سره مغاير ګڼل کيږي. تر ټولو ناوړه دا چې هغه د جاسوسۍ په تور نه دى وژل شوى، بلکې په دې تور وژل شوى چې پلار يې د طالبانو له خوا د غوښتل شوو پيسو د چمتو کولو او ورکړې وس نه درلود.

د هلمند ولايت ديني عالمانو، قومي مشرانو او کليوالو د [نوموړي هلک] وژل غندلي او وايي چې دا ظالمانه عمل د ولسي خلکو د ډار او ترهې په موخه د طالب قوماندانانو يوه نهيلې کوونکې او مايوسانه هڅه وه.

د هلمند ولايت د ديني عالمانو د شورا مرستيال، مولوي مهر دل وويل، له محاکمې پرته غير عادلانه اعدامونه د اسلامي شريعت له مخې اعدامونو سره سمون نه لري.

هغه وويل: "اسلام چاته اجازه نه ورکوي چې يو کوچنى په اعدام محکوم کړي. دا کار د اسلام مخالف دى، د اسلامي شريعت ضد دى. الله (ج) به له هغوى څخه سخت ناراضه وي. هغه څوک چې داسې کارونه کوي، نه مجاهدين دي، نه طالبان. هغوى د انسان د ژوند دښمنان دي."

هغه وويل دې وژنې څرګنده کړه چې طالبان له ايتلافي ځواکونو سره په جګړه کې تر ډېر فشار لاندې دي.

دسترګو ليدلي شاهدان وايي، د دلاور په نامه دا کوچنى د سنګين په ولسوالۍ کې د هراتيانو په کلي کې د هغه له کور سره په يو باغ کې د يو شمېر طالبانو له خوا وځړول شو.

هغوى [طالبانو] پر دلاور باندې برتانوي پوځونو ته د جاسوسۍ تور پورې کړى و.

د شپېته کلن تازه ګل په نامه د سنګين يو استوګن وويل، کله چې ملېشو د هغه غاړې ته رسۍ واچوله نوهلک مور او پلار ته په چېغو شو.

هغه وويل: "ډېر ډارېږم."

له محاکمې پرته د طالبانو اعدام يوه موده درېدلى و، خو اوس بيا پيل شو. پته نشته چې څومره نور به له محاکمې پرته اعدام شي.

د هلک پلار، عبدالقدوس لومړى ويل زوى يې طالبانو وژلى، خو اوس له دې خبرې انکار کوي او وايي چې زوى يې په باغ کې "پېريانو" وژلى دى. عبدالقدوس له دې پرته نور څه نه وايي.

د نوموړي هلک نيکه، نقيب الله آى ډبليو پي آر ته وويل، اوس عبدالقدوس د طالبانو له ډاره له کوره نشي وتلاى، چې چارواکو ته د خپل زوى د مړينې رپوټ ورنه کړي.

هغه وويل: "ډېر بېګناه خلک د طالبانو او بهرنيانو له لاسه وژل شوي دي، خو هيچا يې پوښتنه نه ده کړې. خداى دې ددې مظلوم ولس پوښتنه وکړي."

نقيب الله ويل طالبانو دا هلک په دې تور نه دى وژلى، چې ګوندى هغه رښتيا هم جاسوس و، بلکې په دې تور يې وژلى چې پلار يې د ډېرې بېوزلۍ له امله له هغه څخه غوښتل شوې ٦٠٠ امريکايي ډالره نه شول ورکولاى.

هغه وويل: "په دې وروستيو کې له طالبانو سره د عبدالقدوس اړيکې خړې پړې شوې وې. له دې امله طالبانو له هغه څخه "عشر" غوښته، خو هغه پيسې نه درلودې.د طالبانو سيمه ييز قوماندان، حاجي معلم پر هغه په غوسه و او په بله ورځ يې د هغه زوى د جاسوس په بهانه وځړاو."

د الکوزي قوم په ټوليز ډول خپل خپګان څرګند کړ، چې نوموړى ماشوم ورپورې تړلى و. قومي مشرانو په يوې خپرې شوې وينا کې غوښتنه کړې، چې طالبان دې د هغه هلک د وژلو لاملونه په ګوته کړي.

په وينا کې راغلي دي: "که چېرته طالبان کره شواهد نه لري، نو د الکوزي قوم به د طالبانو په وړاندې ودريږي. که يو ځل بيا يې د الکوزو له قوم سره داسې چلن وکړې، نو په وړاندې به يې جدي ګامونه پورته شي."

د هلمند ولايت د مرکز، لښکرګاه اوسيدونکي، ٣٥ کلن فاروق ننګيالي د وژلو د غندلو پر مهال له ډېرو خلکو سره خبرې اترې کړي.

"ددې عمل له امله خلکو د طالبانو په وړاندې کرکه پيدا کړې. دا ډېره لويه ګناه ده، چې پر يو ماشوم تېرى وشي او هغه وځړول شي. که چېرته زه قاضي واى، نو ددې عمل له امله به مې هغوى بښلى نه واى... او سخته سزا به مې ورکړې واى."

آن که طالبان د اعدام ورکولو د حق دعوا کوي، خو اسلامي شريعت تر اتلس کلنۍ کښته (ماشومانو ته) د مرګ سزا منع کوي. د طالبانو خپل اصول، چې دوه کاله دمخه په کويټې کې د غورځنګ شورا کښلي، په څرګنده حکم کوي، هيڅ قوماندان د کوچنيانو د اعدام حکم نشي صادرولاى. که څوک ددې حکم متابعت ونه کړي، نو له سزا سره به مخامخ شي.

څارونکي د طالبانو اصولو ته د خلکو د ملاتړ د ترلاسه کولو د يوې هڅې په سترګه ګوري، چې هڅه کوي د خلکو د ننګې او ملاتړ د جلبولو په خاطر ځانونه يو شمېر اصلونو او قاعدو ته پابند او يو څه نرم وښيي.

د ملا عبدالباري په نامه د طالبانو يو لوړ پوړي چارواکي وويل، د کويټې وضع شوې اصول په هلمند کې د پلي کېدو وړ نه دي.

هغه وويل: "د هلمند لپاره دا اصول ځکه بدل شول، چې دلته د کافرانو شمېره زياته شوې او طالبان د محاکمو جوړولو لپاره وخت او ځاى نه لري."

هغه وويل، دا ددې معنا لري چې د هلمند ولايت هر واکمن طالب قوماندان کولاى شي له خپل صلاحيت څخه کار واخلي او خلکو ته د جاسوسۍ په وړاندې په عام محضر کې سزا ورکړي.

د دلاور د وژنې په اړه تبصرې او څه ويلو ته نه ملا عبدالباري او نه هم د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي څه لرل.

د سنګين ولسوال، شريف خان وويل، د اعدام په اړه يوازې د رسنيو له لارې خبر شوى دى. خو ټينګار يې وکړ چې طالبان د ماشومانو په وړاندې په ظالمانه چال چلن مشهور دي. د بېلګې په توګه ملېشو په کوچنيانو زورراوړى و، چې د حکومت د تالاشۍ پوستو ته په لارو ځمکني ماينونه ولېږدوي.

د هلمند د والي وياند، داود احمدي وويل، طالبانو نوموړى ماشوم د خلکو د ډارولو لپاره وژلى دى، ترڅو له افغان چارواکو او نړيوالو پوځي ځواکونو څخه ځانونه ليرې وساتي.

هغه وويل: "حکومت او نړيوال پوځونو په دې وروستيو وختونو کې توانيدلي له خلکو سره ښې اړيکې ټينګې کړي. دا کار د طالبانو خوښ نه دى. له دې امله ددې کوچني د وژنې له لارې خلک ډاروي ترڅو له حکومت او بهرنيو پوځونو څخه ځانونه ليري وساتي."

د توتي شاه په نامه د سنګين ولسوالۍ يو اوسيدونکى په دې باور دى چې دا اعدام به له

طالبانو څخه د خلکو ملاتړ راتيټ کړي.

هغه وويل: "طالبان د پاکستان ګوډاګيان دي او د خپلو بادارنو د خوشحالولو لپاره هر کار ته لاس اچوي. زما په اند په دې کار هغوى د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړ."

هغه دا هم وويل چې افغان چارواکي بايد قاتلين له پښو وغورځوي.

هغه وويل: "که زموږ چارواکو زموږ خيال ساتلاى، نو بايد ددې پېښې مخه به يې نيولى واى. که نه يې شواى نيولى، نو د هغې عاملين يې بايد موندلى واى."

په هلمند کې د افغانستان د بشري حقونو د کميسون وياند، نادر نادري وويل، د هغه موسسه تراوسه د موضو ع په اړه سم او کره معلومات نه لري.

هغه وويل: "د طالبانو دا عمل له ملي او نړيوالو قوانينو له مخې يو جنايت او هيڅ د منلو وړ نه دى. موږ ته معلومات رسېدلي چې ماشوم په عام محضر کې د نورو ماشومانو په وړاندې اعدام شوى. دا کار مازې د ترهې او ډار د خپرولو لپاره شوى. موږ طالبانو ته په بېلا بېلو حالتونو کې د ديني عالمانو له لارې ويلي، چې د بشري حقونو درناوى وکړي."  

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists