په بسونو کې د سفر ډار

پر لويې لارې مرگ ژوبله د بسونو اتحاديې ته خبرداری ورکوی.

په بسونو کې د سفر ډار

پر لويې لارې مرگ ژوبله د بسونو اتحاديې ته خبرداری ورکوی.

Traffic moves through the old city in Kabul, Afghanistan.
Traffic moves through the old city in Kabul, Afghanistan. © Daniel Berehulak/Getty Images

د لېږد رالېږد یو شرکت چې د هرات – کابل په ۱۴۰۰ کیلومتره اوږده لویه لاره فعالیت کوي، له هغه وروسته د نوو تدابیرو د نیولو ژمنه کوي چې یو لړ ټکان ورکوونکې ترافیکي پېښې يې رامنځته کړي او له امله يې په لسگونه سپرلې وژل شوې.

په افغانستان کې د معلوماتو د راټولولو او چمتو کولو په وړاندې د پرتو ستونزو له امله د ترافیکي پېښو او ورسره مل مرگ ژوبلې د کره شمېرې لاسته راوړل ناشونې ده.

د لويې لارې په اوږدو کې، چې ځايي خلک يې «د مرگ لویه لاره» بولي، د ترافیکي پېښو په اړه د آی ډبلیو پي آر معلومات د مرگ ژوبلې ټکان ورکوونکی حالت جوتوي.

آی ډبلیو پي آر د افغانستان د احمدشاه بابا ابدالي د ترانسپورت د مشهور شرکت په اړه معلومات راټول کړي دي.

د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند د وزارت ویاند، حکمت الله قوانچ آی ډبلیو پي آر ته وویل، په ۲۰۱۷ کال کې د احمدشاه بابا ابدالي شرکت د هېواد د شرکتونو په کتار کې لوړه درجه وگټله.

یو شمېر غمجنې پېښې، چې د احمدشاه بابا ابدالي د موټرو له خوا رامنځته شوې او په پراخ ډول يې په رسنیو کې غبرگون وموند، دوه کاله دمخه د دغه شرکت د موټرونو د ټکر له امله  د ۷۳ تنو وژل کېدل و. د ۲۰۱۶ کال د می په میاشت کې د غزني ولایت د مقر په ولسوالۍ کې د احمدشاه بابا ابدالي د شرکت د سپرلیو دوو موټرونو د تېلو له يوه ټانکر سره ټکر وکړ. زیاتره قربانیان د تېلو د لگېدلي اور له امله مړه شول.

آی ډبلیو پي آر د تېرو درېو کلونو راهیسې په دغه لویه لار د احمدشاه بابا ابدالي په شرکت پورې د اړوندو بسونو د ټکر د شمېر په اړه مختلفو پوښتنو ته مختلف ځوابونو ورکړل.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت اړوند د ترافیکو ریاست خبر ورکړ چې نوموړي شرکت ۳۷ ترافیکي حادثې کړي دي. د ترافیکو د ریاست د حادثاتو مدیر، عبدالحکیم بختیار آی ډبلیو پي آر ته وویل، د هغوی د معلوماتو له مخې ۷۰ تنه ملکي خلک په دغه حادثې کې وژل شوي، خو کېدای شي د مرگ ژوبلې شمېره تر دې لوړه وي.

د غزني ولایت د ترافیکو د حادثاتو د پلټنې د څانگې مسؤول، جان آغا وویل، د احمدشاه بابا ابدالي د سپرلیو بسونو په تېرو دریو کلونو کې د غزنې په سیمه کې ۴۰ ترافیکي پېښې کړي دي. هغه زیاته کړه، ۱۷۰ تنه په دغو پېښو کې وژل شوي دي.

د میدان وردکو د پولیسو ویاند، نقیب الله امیني وویل، په همدغه موده کې د دغه لويې لارې په اوږدو کې د میدان وردکو له ولایت څخه تېريږي، د احمدشاه بابا ابدالي بسونو په ۱۲ پېښو کې ۲۳ تنه وژل شوي دي.

آی ډبلیو پی آر د احمدشاه بابا ابدالي موټرو پورې اړوند ۲۲ ترافیکي پېښو ته پام اړولی چې په تېرو دریو کلونو کې د کابل – هرات په لویې لارې رامنځته شوي دي. په دغو ترافیکي پېښو کې د ټپیانو او د وژل شوو کورنیو د وینا له مخې د وژل شوو سپرلیو شمېره شاوخوا ۳۵۰ تنه محاسبه شوې ده.

د احمد شاه بابا ابدالي شمېرې له دغه اټکل سره ډېر توپیر لري.

په کابل کې د احمدشاه بابا ابدالي د شرکت کارکوونکي، احمدالله وویل، په تېرو درېو کلونو کې د هغوی بسونو یوازې شپږ ترافیکي پېښې رامنځته او یوازې درې تنه ملکیان پکې وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، د هغوی موټر چلوونکو ژمنه کړې چې د منلو وړ سرعت په پام کې ونیسي، زه هیله لرم چې هغوی پر خپلو ژمنو ولاړ وی.

د مرگ مسیر

دغه لویه لاره چې کابل، کندهار او هرات سره نښلوي، یو مهال د افغانستان د بیا رغاونې د لویو هڅو په لیکه کې د افغان ادارې د ستاینې وړ بریا گڼل کېده. په دې وروستیو کلونو کې د ساتنې او څارنې د نشتوالي او د مخالفانو د پرله پسې بریدونو له امله وضع نوره هم پسې ناوړه شوې ده.

د ترافیکي پېښو تعقیب او تحقیق هم  نه کیږي. د هرات د ترافیکو د ریاست سرپرست، غلام نبي فرخي وویل، سره له دې چې کابل – هرات په لویه لار د ترافیکي پېښو اصلي لامل د موټرو گړندی تگ دی، خو چارواکو په دې اړه هیڅ گام اوچت کړی نه دی.

هغه وویل: «د کابل – هرات د لويې لارې ترافیک د موټرو په کنترولولو کې هیڅ رول نه لري.»

آی ډبلیو پي آر د احمدشاه بابا ابدالي د شرکت یوه پخواني موټر چلوونکي سره، چې په ۲۰۱۴ – ۲۰۱۶ کلونو کې يې د کابل – هرات په لویه لار موټر چلولو، خبرې کړي.

د غزنی ولایت د مقر د ولسوالۍ د چمبران د کلی اوسیدونکي، ۳۰ کلن محمد عمر وویل، هغه ته به نورو کارکوونکو ویل چې په لاره کې د سیالو شرکتونو له موټرو څخه مخکې شي. هغه زیاته کړه، هر موټر چلوونکي چې موټر گړندی چلولو او تر نورو به يې موټر د هدف ځای ته دمخه ورسېد، ځانگړی انعام به ورکول کېده.   

یو شمېر نورو ادعا کوله چې موټر چلوونکي د چرسو په گډون نشه يي توکي کاروي.

د هرات د خواجه کلا اوسیدونکی، عبدالله هرې پنځلس ورځې د ټایرونو د لېږدولو لپاره کندهار ته ځي او راځي. نوموړي ۳۸ کلن سړي د روان کال د فبرورۍ د میاشتې په سر کې د احمدشاه بابا ابدالي د بس د یو موټر د ترافیکي پېښې کیسه وکړه، چې هغه پکې سپور و.

عبدالله وویل، کله چې د موټر چلوونکي د لمانځه د ادا کولو لپاره د فراه ولایت د چک آب په سیمه کې موټر توقف کړ، موټر چلوونکی يې ولید چې چرس يې په ورغوي کې میده کوي.

هغه وویل: «بیا مې ولیدل چې موټر چلوونکی چرس څکوي.» هغه زیاته کړه، موټر چلوونکي ورته وویل، چرس يې د دې لپاره وڅکل چې په لاره کې يې پرې خوب رانشي.

په دغه لویه لاره نورو سپرلیو وویل، د دغه شرکت د بسونو زیات ټکرونه يې په خپلو سترگو لیدلي.  

د وردکو د ولایت د مرکز میدان ښار استوگن، نصیر احمد د تېلو د یوه ټانکر چلوونکی دی، چې د تېرو شلو کلونو راهیسې له نیمروز څخه هرات او کابل ته تېل راوړي. نوموړی ۴۵ کلن آی ډبلیو پي آر ته وویل، په دغه لویه لار د ډېرو ترافیکي پېښو شاهد دی. یوه پېښه چې هغه ته يې ټکان ورکړی، د ۲۰۱۷ په اکتوبر کې رامنځته شوه. په دې پېښه کې د ماشومانو او ښځو په گډون لس تنه ووژل شول.   

نصیر احمد د کابل په لویدیځ کې سهار شاوخوا درې بجې د حیدر خان د کلا په سیمه کې روان و، چې د پېښې ځای ته راورسید.

نصیر احمد وویل: «د احمدشاه بابا ابدالي شرکت دوه بسونه کابل ته او دوه نور بسونه کندهار ته روان وو، چې یو يې د احمدشاه بابا ابدالي د شرکت او بل يې د وردک بابا د ترانسپورت د شرکت بس و، ټکر کړی و.»

د نصیر په نامه یوه بل سړي وویل، له تېرو دوو کلونو څخه د هرات د امبولانس چلوونکی دی. نوموړي ۳۰ کلن سړي د کابل- هرات پر لویه لار د  ۲۰۱۶ کال د جولای په میاشت کې د احمدشاه بابا ابدالي په ترانسپورت پورې د اړوند بس د یوې ترافیکي پېښې یادونه وکړه.

هغه وویل: «ما د هرات د سیمه ییز روغتون د مړو د ساتلو په خونه کې د دې ترافیکي پېښې د ۱۵ تنو سپرلیو مړي په خپلو سترگو ولیدل. د موټر چلونکي جسد دوه نیمه شوی و.»

نصیر دا هم وویل، د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر کې د فراه ولایت د «توت» په سیمه کې په سمنټو بار له یوې لارۍ سره د احمدشاه بابا ابدالي د شرکت د یوه بس د ټکر له امله ۲۸ تنه وژل شوي وو، چې د سپرلیو له انتقال سره يې ما مرسته وکړه.

له پېښې وروسته د هرات ولایتي شورا د احمدشاه بابا ابدالي شرکت بسونه د مسافرانو له وړلو راوړلو څخه تر هغه بند کړل تر څو د هغې استازي آغاجان ژمنه وکړه، په راتلونکي کې د مرگ ژوبلې د مخنیوي لپاره د موټرو سرعت کنترول کړي.  

د هرات د ولایتي شورا مشر، کامران علیزایي آی ډبلیو پي آر ته وویل، د هر بس لپاره د دوو موټر چلوونکو د گومارلو په گډون د احمدشاه بابا ابدالي پر شرکت يې یو لړ شرایط کیښودل چې پکې د هغه موټر چلوونکو له دندې گوښه کیدل هم شامل و، چې نشه یي توکي کاروي.

د شرکت مرستیال، نورالله  له دې سره موافق و چې پخوا به د هغوی موټر چلوونکو موټرونه ډېر گړندي چلول. خو ويې ویل، هغوی د کابل – هرات د لويې لارې په اوږدو کې د بریدونو له ډاره ډېر گړندي تلل.  

نورالله آی ډبلیو پي آر ته وویل، شوکماران او غله د لویو لارو په اوږدو کې سنگرونه نیسي، له دې امله موټر چلوونکي د سپرلیو د خوندیتوب په موخه موټرونه گړندي چلوي.

نورالله وویل: «پخوا مو ډېرې ترافیکي پېښې لرلې، خو اوس مو موټر چلوونکي تر کنترول لاندې دي.»

د دې ادعا په اړه چې گوندې د هغوی موټر چلوونکي نشه يي توکي کاروي، نورالله وویل، دا خبره سمه نه ده. هغه زیاته کړه، اوس موټر چلوونکي د دغه ادعا د ثبوت لپاه د کندهار د ترافیکو د ریاست او د ډاکترانو له خوا معاینه کیږي.

هغه وویل: «د ابدالي شرکت د مسافرینو د وړلو راوړلو لپاره ۲۵۰ بسونه لري، چې هر یو يې نژدې ۶۰۰۰۰ ډالره بیه لري. که موږ چېرته پر نشي روږدي موټر چلوونکي وگومارو، څرگنده ده چې شرکت به ډېر ژر ديوالي او له افلاس سره مخ شي.»

Frontline Updates
Support local journalists