په بادغیس ولایت کې د پرمختگ د غړند بهیر په اړه خپگان

ځايي اوسیدونکي وايي، باید د برښنا، اوبو او ترانسپورټ د پروژو په اړه هڅې گړندۍ شي.

په بادغیس ولایت کې د پرمختگ د غړند بهیر په اړه خپگان

ځايي اوسیدونکي وايي، باید د برښنا، اوبو او ترانسپورټ د پروژو په اړه هڅې گړندۍ شي.

د بادغیس ولایت چارواکی گوته څنډي، که چېرته له اوږدې مودې راهیسې د ځنډيدلو پرمختیايي پروژو  په اړه د پام وړ پرمختگ ونشي، ښايي ولس پر لاریونونو لاس پورې کړي.

د شمال لویدیځ ولایت، بادغیس پراخه برخه پاکو اوبو او برښنا ته لاسرسی نه لري.همدارنگه خلک د قیصار – لامان حلقوي سرک د جوړولو کار ته په بېړه انتظار باسي. تمه وه دغه ستره زیربنايي پروژه، چې له بشپړېدو وروسته به له ټول هېواد څخه راچاپېره شي، د سیمې اقتصاد وغوړوي.   

د بادغیس د ولایتي شوراغړي، محمد ناصر نظري وویل، د سیمې پراختیا د مرکزي حکومت د نه مینې له امله په ټپه ولاړه ده. وضع د نا اغېزمنې څارنې او اداري فساد له امله نوره هم ناوړه شوې ده.

د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر کې د سیمې د غړنده پراختیا په اړه د ولایت په مرکز، قلعه نو کې له غوسې ډک لاریونونه سرته ورسېدل. نظري گوته وڅنډله چې ښايي دغه راز لاریونونه بیا رامنځته شي.

هغه وویل: «د بادغیس اوسیدونکي تر دې وروسته د حکومت بې پروايي زغملی نشي او که پروژې پر خپل مهال پیل نشي، خلک به لارو کوڅو ته راووځي او د تېرو کلونو په څېر به مظاهرې وکړي.»

یوه عمده موضوع چې پر عادي خلکو اغېز کوي، گران بیه او بې اعتماده برښنا ده. آن په قلعه نو کې کورنۍ اړ ایستل کېږي چې د ورځې لږ تر لږه پنځه ساعته جنراتورونه وکاروي. د هر کیلو واټ په سر ۴۵ افغانۍ ورکوي چې د حکومتي برښنا په پرتله شاوخوا لس ځلې زیاتې پیسې کیږي.

د سیمې خلک له دې امله هم په غوسه دي چې په ۲۰۱۲ کال د ایران د «سانیر» له شرکت سره له ترکمنستان څخه د وارداتي برښنا تړون لاسلیک شوی دی.   

د ۱۵ ملیونو ډالرو په دې پروژه کې د برښنا د ۵۲ کیلومتره مزو غځول شامل دي چې د اټکل له مخې باید په ۱۸ میاشتو کې مرکزي بادغیس ته رسېدلی وای. خو شپږ کلونه تېر شول او پروژه لا بشپړه شوې نه ده.

د سانیز د شرکت چارواکي وايي د ځنډ لامل د امنیت نشتوالی دی.   

د سانیر د شرکت استازي، مهدي داودي وویل، هغوی نشي کولای د بادغیس – ترکمنستان ته په پوله پرته د سنگ آتش په ۱۲ کیلومتره سیمه کې، چې د طالبانو په ولکه کې ده، د برښنا ۲۵ ستیشنونه جوړ کړي.  

هغه وویل: «د برښنا د ۲۵ برجونو د نصبولو له امله به د بادغیس ښارونو او قلعه نو ته څېرمه کلو ته د ترکمنستان ۲۰ میگا واټه وارداتي برښنا ورسیږي.»

د څښلو د پاکو اوبو نشتوالی یوه بل لویه ستونزه ده چې د سیمه ییز حکومت له ظرفیت پورته کار دی. په ولسوالیو کې خلک اړ دي چې د بندونو او څاگانو د نشتوالي له امله د لرو ځایونو او لوړو پرتو چینو څخه پر خرو او کچرو باندې اوبه راوړي.

د بادغیس د کلو د بیارغاونې او پراختیا ریاست دنده اخیستې چې د ولایت په سویل کې د قادس له بند څخه مرکزي بادغیس ته د نل په واسطه د څښلو اوبه چمتو کړي.

د نوموړي ریاست مشر، بختیار الکوزي وویل، دغه پروژه به په راتلونکو درېو میاشتو کې بشپړه شي.

د بادغیس د والی سلاکار، خالد صافي وویل، د اوبو نل د ښار یو کیلومترۍ ته رسېدلی او ډېر ژر به د قادس له بند څخه اوسیدونکو ته اوبه انتقال کړي.

د حلقوي سړک په اړه باید وویل شي، سره له دې چې د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په میاشت کې ولسمشر اشرف غني دغه پروژه په رسمي ډول پرانیسته، خو د جوړولو کار يې لا تر اوسه پیل شوی نه دی.

دغه سړک چې له قلعه نو څخه پیلیږي، به هرات، فراه، کندهار، غزني، کابل، مزارشریف او شبرغان څخه تېریږي او د فاریاب ولایت مرکز، میمنې ښار ته رسیږي.

د بادغیس ولایت د عامه گټو رئیس، عبدالله حمایت وویل، د ۸۵ ملیونو په لگښت د دغې پروژې د یوې برخې قرارداد هندي شرکت او د بلې برخې قرار داد یو چینايي شرکت ته ورکړل شوې چې له «لامان» څخه د بادغیس د «بوم» تر درې پورې رسیږي او په راتلونکو دوو میاشتو کې به يې د جوړولو کار پیل شي.

حمایت وویل، د قرارداد د لاسلیک ادارې بهیر او د کار د وسایلو انتقال د کار د ځنډ لامل شوي وو.

له دغه ډاډ سره سره د بادغیس د مدني ټولنې د شبکې رئیس، صدیق عاطف وویل، ځايي ناحکومتي موسسې د پرمختگ د نشتوالي له امله اندېښمنې دي.

هغه وویل: «هغوی وايي د دې ولایت یو شمېر لويې پروژې له ډېرو کلونو راهیسې نیمکله پاتې دي.»

یوه روانه ستونزه چې په هېواد کې یې د بیارغاونې د پروژو مخه ډب کړې ده، د پراختیايي پروژو د بودجو نه لگول دي.

د بادغیس د ۲۰۱۷ کال بودجه ۴۹ ملیونه ډالره د ودانولو ۴۷ پروژو ته ځانگړې شوې وه. د هغوی له ډلې څخه ۲۸ بشپړې شوې، دولس پروژې ۲۰۱۷ کال ته انتقال شوي او د نورو اوو پروژو کار لا تر اوسه پیل شوی نه دی.  

آن کوچنۍ بودجه لگول شوې نه ده. د نوموړي ولایت د اقتصاد رئیس، بهزاد وحدت وویل، د تېر کال بودجه ۳۵ پروژو ته ۲۸ عشاریه شپږ ملیونه ډالره ځانگړې شوې وه.

یوازې ۱۷ ملیونه ډالره د ۲۲ پروژو په پلي کېدو ولگېدل. نورې ۲۵ پروژې ۲۰۱۸ کال انتقال شوې او د نورو شپږو پروژو کار هیڅ پیل شوی نه دی.

هغه وویل: «له ډېرو کلونو راهیسې د یو کال پروژې بل کال ته انتقالیږي.»

د مالیې د وزارت ویاند، اجمل حمید عبدالرحیمزي وویل، اوس د هېواد په کچه وضع د ښه کېدو په لور روانه ده.

هغه وویل: «د ۲۰۱۷ کال د ۱۶۱ ملیارده افغانیو [دوه عشاریه درې ملیارده ډالرو] پراختیايي بودجې ۶۷ سلنه لگېدلې ده.»

عبدالرحیمزي زیاته کړه، د ماليې وزارت پر داسې یوه میکانیزم کار کوي چې اجراات لا پسې گړندي شي. هغه یادونه وکړه،  د تېر کال [د بودجې په لگښت کې] په کلیوالي سیمو کې پراختیا او د بې روزگارۍ له منځه وړلو ته لومړیتوب ورکړ شوی دی.

Frontline Updates
Support local journalists