په افغانستان کې د دوست او دښمن توپير

د سولې په خبرو کې د وړ مذاکره کوونکو برخوالو په اړه د زيات وضاحت غوښتنه

په افغانستان کې د دوست او دښمن توپير

د سولې په خبرو کې د وړ مذاکره کوونکو برخوالو په اړه د زيات وضاحت غوښتنه

IWPR debate in Badakhshan province, November 2015. (Photo: IWPR)
IWPR debate in Badakhshan province, November 2015. (Photo: IWPR)

د آی ډبليو پي آر د مناظرو برخوالو پر حکومت غږ وکړ چې له مخالفينو سره په روانو خبرو اترو کې د گډون کوونکو کسانو سمه پېژنده وکړي.

همدا راز حکومت د طالبانو له استازو سره د خبرو اترو په روان او ولاړ بهير کې د ځينو پروگرامونو له لارې پر ځمکه وسله ايښودونکو مخالفانو ته کار، زده کړه او ځمکه چمتو کيږي.

په ٢٠١٠ کال کې د هغه مهال ولسمشر، حامد کرزي مخالفانو ته په خپلو خبرو کې پخلا کوونکې الفاظ کارول.

هغه ويل: «گرانو طالبانو، خپلې خاورې ته ښه راغلاست. دا هېواد مه ټپي کوئ. په خپله ځانونه مه وژنئ او مه يې له منځه وړئ.»

د بلخ، بدخشان او بادغيس په ولايتونو کې د آی ډبليو پي آر د مناظرو د تېرې لړۍ ويناوالو وويل، د هغو اکتورانو تر منځ بايد توپير وشي، چې يا د پخلاينې له بهير سره يوځای کيږي او يا يې د لارې خنډ گرځي.

د بدخشان د کشم په ولسوالۍ کې د ټولنيزې او فرهنگي موسسې مشر، نور احمد عطايي وويل: «له بده مرغه د افغانستان په اساسي قانون کې د دښمن څرگند تعريف نه دی شوی.»

په کشم کې د ښوونکو د روزنې د موسسې زده کوونکي او د مناظرې گډون کوونکي، دوست محمد وويل، دې تت مفهوم د خلکو بې باوري رامنځته کړې ده.

هغه وويل: «د دښمن د کلمې د څرگند تعريف نشتوالی د دی معنا لري چې مخالف شخص، که کورنی وي يا بهرنی، خلک شکمن کوي.»

د مدني ټولنې فعال، محمد عثمان شېرزي وويل، د کرزي له خوا له مخالفانو سره د خبرو اترو لپاره د سولې رامنځته شوې عالي شورا مرستندويه نه ده واقع شوې.

هغه وويل: «افغانان نشي کولای د طالبانو عمومي تعريف تر لاسه کړي. زما په اند دښمن هر هغه څوک دی چې د يوه هېواد د دين، خلکو او قانون په وړاندې ولاړ وي. [عمل کوي]»

د شاه زمان زماني په نامه يوه ديني عالم او قومي مشر وويل، رښتينی گواښ د سيمه ييز قدرت له خوا رامنځته کيږي.

نوموړي په مستقيم ډول پاکستان او ايران ته گوته ونيوله او ويې ويل: «د افغانستان دښمنان هغه څوک [دولتونه] دي چې له افغانستان سره اقتصادي، فرهنگي او تاريخي سيالي کوي. موږ هغه وخت سولې ته رسېدای شو چې استخباراتي او معلوماتي وړتياوې مو پراختيا ومومي.» 

په شمال لويديځ ولايت، بادغيس کې په جوړې مناظرې کې هم د افغانستان پر گاونډيانو نيوکې وشوې. 

د ولايت په مرکزي ښار، قلعۀ نو کې د پراختيايي شورا مشر، عبدالهادي بيگ وويل: «د سولې او د افغانانو دښمنان آی ايس آی [ د پاکستان د استخبارتو اداره] او د پاکستان اردو ده چې په افغانستان کې سوله نه غواړي. يوازې پاکستان نه، بلکې يو شمېر نور گاونډي دولتونه، چې نېغ په نېغه زموږ د هېواد په کورنيو چارو کې لاس وهي.»

د بادغيس د ولايتي شورا غړې، مؤنسه قادري له دې خبرې سره يوه خوله وه.

قادري وويل: «زموږ ځوانانو ته د پاکستان په مدرسو کې غلطه مفکوره ورکول کيږي. هغوی له اورپکۍ او طالباني عقېدې سره بېرته هېواد ته راستنيږي»

 

Frontline Updates
Support local journalists