نوى راديو په پايتخت کې

د شځينه نطاقانو غږ او د باليود د فلمونو سندرې د کابل په څپو کې.

نوى راديو په پايتخت کې

د شځينه نطاقانو غږ او د باليود د فلمونو سندرې د کابل په څپو کې.

Wednesday, 16 November, 2005

يوه کوچنى راديو چې ښځو په کې خپلې چادرى ايسته کړي دي او د مخابراتو وزارت ته نږدې يې په کار پيل کړى او په دې ورځو کې ټول خلک په همدې راديو غږيږي.


فرزانه چې چادري يې اغوستې وه وويل: (( چې زه هره ورځ دا راديو اورم ان کله چې د کور کار کوم. کله چې زه کور جارو کوم جارو مې په يوه لاس کې وي او په بل لاس کې مې راديو وي. زه د کليد راديو هم اورم هغه هم ښکلې سندرې خپروي.))


امين چې ټکسي چلوي هم د دې سره يو خوله ده.(( زما په موټر کې د آرمان راديو تل چالانه وي که زه موټر چلوم او که ولاړ وي.))


او محمد داود چې د اطلاعاتو او کلتورو وزارت تر مخې راديو او ټيپونه پلوري هم د دې راديو يو اوريدونکى دى. دى وايي: (( د آرمان د راديو له جوړيدو نه را په دې خوا زما کاروبار ښه شوى. زه اوس په ورځ کې د پنځو نه تر اتو پورې راديوګانې پلورم.))


د هندي سندرو په خپرولو سره چې دې ډيريو افغانانو د زړه وړ موسيقي ده د آرمان راديو چې ښځې او نارينه يې په ګده د پروګرامونو کوربه دي د شرعيت د راديو څخه چې د طالبانو په دوره کې يوازې دينې خپرونې درلودې، ډير توپير لري.


د راديو افغانستان د ستديو مدير انجنير محمد نصير آى ډبليو پي آر ته وويل (( آزادې راديوګانې کولى شي چې مشهورې خپرونې خپرې کړي خو موږ دا اجازه نه لرو. يوه چارواکې موږ ته وويل چې د ښځو سندرې د يوې هفتې له پاره خپرې کړو چې په راديو باندې بده اغيزه لري په همدې دليل خلک زموږ راديو نه آوري.))


او د طالبانو د راپرزيدو نه را په دې خوا ډيرې راديو ګانې د اوريدو له پاره جوړې شوې ان بهرنې راديو ګانې هم په اف ام کې اوريدل کېدى شي.


د کليد د راديو ريس پکتين آى ډبليو پي آر ته وويل چې دوى غواړې چې(( کلتوري، تفريحي او روزنيز پروګرامونه خپاره کړي تر څو د خلکو پوهه زياته شي.))


خو د آرمان راديو چې د دريو سوداګرو وروڼو يو نوښت دى چې له آسترليا نه وطن ته راستانه شوي.


آن د دوى دفتر هم په يو بيل ډول ښکاري په ديوالونو کې د ډيرو نامتو پاپ ستورو پوسترونه ليګيدلي. او د راديو ريس سيد سليمان آشنا چې توره دريشي يې په ځان وه خپله د دې ښکارندوى ده چې دوى غواړي پوپير ولري.


ده وويل چې موږ غواړو چې په ډيره آسانه ژبه وغږيږو او خپل ډير وخت مو موسيقي ته ځانګړى کړى ځکه ډير ى خلک ورسره مينه لري.))


خو دا ډول خپرونې د ټولو خلکو د خوښې وړ نه دي. د سيمې يوه اوسيدونکي محمد انور آى ډبليو پي آر ته وويل چې د راديو خپرونې د ده نه خوښيږي.(( دوى په تګړه او مسلکي نطاقانو ته يو تحقير دي.))


د استقلال د عالې ليسې يوه ښوونکي عطاالله پاينده ګوت څنډنه وکړه چې د دې راديو نطاقان بې سواده دي. د وويل: (( دوى د په دري ادبياتو خبر نه دي ، دوى د قافيې په ځاى قيافه وايي او خپلې غلطى په سندرو خپرولو تيروي.))


خومسلکي خلک بيا دې ته د ټکسيانو راديو وايي خو آشنا په دې باندې ډير وياړي چې د ده دې راديو خپرونې په پراخه ډول اوريدل کيږي.


ده وويل: (( چې ترکاڼان، کارګران نه شي کولى چې ټيپونه واخلي او اوس موږ د دوى د خوښې سندرې د دې راديو له لارې ورته خپروو. آرمان اوس د کسيټونو او ټيپونو ځاى نيولى.))


خو په خيرخانې د کسيټونو پلورونکى ډير خوشاله دى او وايي چې کله چې اوريدونکى يوه سندره په راديو ارمان کې آوروي نو سم دې لاس زموږ دوکان ته راځي تر څو د هماغه فلم نورې سندرې هم واخلي. نو په اصل کې دې راديو جوړولو غوښتنه يې ډيره کړې.))


اوس هر څه له هغه نه ډير پوپير لري کله چې امريکايي ځواکونو د ٢٠٠١ په اکتوبر کې د کابل د شرعيت د راديو ترانسميترونو باندې بمباري وکړه. او له هغه نه ورسته يې خپل تبليغاتي کارونه پيل کړل. او آن خلکو ته يې د خوړو نه ډکې خلطې هم له هوا نه راوچولې.))


او د ٢٠٠٢ کال د فبرورى په مياشت کې شخصي راديو ګانو ته د لومړي ځل له پاره اجازه ورکړل شوه چې خپرونې ولري. او لومړنى راديو د سولې په نامه په جبل سراج کې کار پيل کړ.


د اطلاعاتو او کلتورو وزارت معين عبدالحميد مبارز وويل: (( تر هغه چې دوى د مطبوعاتو د قانون سره په مطابقت خپرونې ولري موږ د دوى په کار کې لاس وهنه نه کوو. دا د دوى حق دى چې خپل د خوښې خپرونې ولري.))


خو په دې لړى کې ډيرې ستونزې هم وې. د کليد راديو ته اجازه ورکړل شوې وه چې په ٥.٨٨ اف ام کې خپرونې ولري په داسې حال کې چې د بلې راديو فريکوينسي وه.


او اوس ناندرې په دې روانې دې چې څوک به د لومړني خپلواک تلويزيون جوړونکى وي. په دې هکله څلور ګروپه سره سيالى لري.


په کابل کې د آزادو خبريالانو حسينه سليمان او ليلما سديد ليکنه.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists