لويي جرګې ته راغلي استازې اوخبريالان ترګواښ او ډارلاندې دي

په کابل کې د آى ډبليو پى آردخبريالې ليلما سديد ليکنه

لويي جرګې ته راغلي استازې اوخبريالان ترګواښ او ډارلاندې دي

په کابل کې د آى ډبليو پى آردخبريالې ليلما سديد ليکنه

له آى ډبليو پي آر سره د خبرو پرمهال بېلابېلو استازو او د دوو وتلو ورځپاڼو چلوونکو وويل، چې هغوى يا نېغ په نېغه او يا هم په غير مستقيم ډول ګواښول شوي دي.


د لويي جرګې د پاى ته رسېدو پرمهال د بښنې د نړيوال سازمان په خپل يو بيان کې وويل، چې د غونډو په بهير کې د سياسي او تنظيمي ډلو ځواکمنومشرانو او د هېواد په زياترو برخو کې د امن او قانون نشتوالي د هغو استازو لپاره د بې امنۍ يوه فضا رامنځته کړې وه، چې غوښتل يي د غښتلو سياسي ډلو څخه په خپلواکه توګه په جرګې کې ونډه واخلي.


د بشر د حقوقو ډلې وويل، ځينې استازي د هغوى د کورنيو د خونديتوب او دخپل ژوند په هکله اندېښنه لري، په تېره بيا کله چې د جرګې د پاى ته رسېدو وروسته خپلو کورنو ته ستنيږي.


د بښنې نړيوال سازمان په افغانستان کې د بيان د آزادۍ مصوونيت خورا ډېره اړينه خبره وګڼله. دغې ډلې په خپل بيان کې په ځانګړې توګه اندېښنه څرګنده کړې، چې آن پخپله د لويي جرګې مشر دغونډو په بهير کې د وينا په آزادۍ باندې په بنديز کې ښکېل و. دبښنې سازمان هغه وړانديز ته ګوته ونيوه، چې د افغانستان د رسمي نوم په هکله ويشل شوى و او په کې د "افغانستان د اسلامي جمهوريت" پر ځاى "د افغانستان جمهوريت" غوښتل شوى و. دې وړانديز ته له ١٥١ څخه زيات لاسليکونه راټول کړاى شوي و. خو د غونډې مشر، صبغت الله مجددي، په دې هکله د رايو له اچولو سره مخالفت وښود او وړانديز کوونکو ته يي د "ملحد" خطاب وکړ. د بښنې نړيوال سازمان اندېښنه وښوده، چې ښايي دا وينا د وړانديز کوونکو ژوند ته ګواښ متوجه کړي. حکومتي انګلسي ژبې، د کابل ټايمز ورځپاڼې د اساسي قانون د تسويد د کميسون د دارلانشا مشر ډاکټر فاروق وردګ له خولې ليکلي، چې مجددي او د لويي جرګې مسوولين پخپله "د يو شمېر ماجراغوښتونکو" له خوا تر ګواښ لاندې وو، چې "تل يي په بهير کې ګډوډي رامنځته کوله" وردګ وايي، چې موضوع يي د کورنيو چارو له وزارت سره شريکه کړې، خو د کورنيو چارو د وزارت مامورينو آى ډبليوپي آر ته ددغه راز رپوټ له وررسېدو څخه بې خبري وښوده.


د انيس د ورځپاڼې مسوو ل مدير، سيامک هروي آى ډبليو پى آر ته وويل، چې دولسو تنو هغه د تيلفون له لارې ګواښلى دى. هغه وايي:"د هغوى له ډلې څخه دوه درې تنه يي پېژنم." هروي زياته کړه، ګواښونه د هغه چا له خوا و، چې زياترو يي د انيس په ورځپاڼه کې د اساسي قانون دتصويب په هکله د جهادي ډلو د فشار په اړوند د خبرونو په خپرولو نيوکې کولې. هغه وايي: "د لويي جرګې پر مهال د ټوپک والاوو او جهادي مشرانو هغه رپوټونه، نه خوښېدل، چې په انيس کې خپرېدل." هروي وايي: "هغوى زه په دې ګواښولم او ويل يي، چې که د خپرونې هغه لاره چې تا د انيس (په ورځپاڼه) کې نيولې، بنده نه کړې، نود ژوند په بيه به دې پاى ته ورسيږي."


د فراه د ولايت ځوانه استازې، ملالۍ جويا په زغرده جهادي مشرانو ته د"جنايتکارانو" په ويلو د لويي جرګې د غونډو په بهير کې تاو تريخوالى رامنځته کړ، هم ګواښل شوې وه. جويا وايي، زه له ګواښونو نه ډاريږم. (خو هغه وسله والو څارونکي بدرګه کوي.)


د مجاهد د جرېدې چلوونکى، د جمعيت اسلامي د تنظيم غړى او د کابل دخلکو استازى، واقف حکيمي هم خپل ځان په هکله د ګواښونو خبرې کوي او وايي، د حکومتي وزيرانو له خوا تر فشار لاندې وم. هغه وايي: "که به استازو په يوې مادې باندې له رايو ورکولو څخه ډډه کوله، نو وزيرانو په ډاګه مداخله کوله. موږ د استازو په حيث د خپلونظريو د بيانولو آزادي نه لرله."


حکيمي زياتوي، چې "د حج او اوقافو وزير زه خبرو ته نه پرېښودم. هغه زه له ګرېوان څخه ونيولم، چې دا پخپله د خلکو د چوپولو لپاره د حکومت د ښکاره لاسوهنه څرګندويي کوي."


د بيارغاونې وزير محمد حنيف اتمر د حکومت په وړاندې نيوکې رد کړې. هغه وويل: "زه نه پوهيږم، چې د استازو شکايت د حکومت له لاسوهنې نه څه شى دى؟"


د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کميسون مشره ، سيما ثمر وايي"ځينو ګواښول شوو استازو د بشر د حقوقو کميسون ته ليک نه شو استولاى، چې موږ ددې ګواښونو مخه نيولاى واى. سيما ثمر وايي: "له بده مرغه دا خبره رښتيا ده. دا کارونه په افغانستان کې شته."


د لويي جرګې ويانده، صفيه صديقي وايي: "هر څوک د خپلو سياسي مفکورو د څرګندولو حق لري. دا بغاوت نه دى. دا د هر يو فرد سياسي حق دى. خو بايد خلک بايد هم د لويي جرګې د مقرراتو درناى وکړى. له دې پرته ګډوډي رامنځته کيږي."


هغې زياته کړه: "ځينو خلکو ګډوډي رامنځته کړه. که دوام يي موندلاى واى، نو اختلافات زياتېدل.موږ دا ګواښونه، نه منو او ردوو يي"


سيما جوينده د غور د ولايت استازې وايي: "زموږ پښتانه ورونه نور قومونه نه غواړي. هغوى فکر کوي، چې افغانستان يوازې ددوى دى. هغوى ملي يووالى نه غواړي. چا چې وړانديز کاو، په مقابل کې ورته ګواښ کېده."


يوې ښځينه استازې چې د نوم له ښوولو يي ډده وکړه، آى ډبليو پي آر ته يي خپل فکر داسې بيان کړ: "موږ لويي جرګې ته په دې فکر راغلو، چې د ټولو استازو غوښتنو ته به غوږ ونيول شي، خو د هغې په خلاف يوازې د څو خلکو نظرياتو ته پام اړول کېده."


Support our journalists