له انارو تر کوکنارو

د هلمند کروندګر، په داسې حال کې چې په حکومت باندې د مرستې د پاتې والي پړه اچوي، په خپلو باغانونو کې د انارو ونې وهي او پر ځای يي د لوړې ګټې حاصل ورکوونکی بوټی، کوکنار کري.

له انارو تر کوکنارو

د هلمند کروندګر، په داسې حال کې چې په حکومت باندې د مرستې د پاتې والي پړه اچوي، په خپلو باغانونو کې د انارو ونې وهي او پر ځای يي د لوړې ګټې حاصل ورکوونکی بوټی، کوکنار کري.

Thursday, 22 November, 2007
. اوس چې د هلمند ولايت په ټولې شګمنې خاورې کې کوکنار کرل کيږي، يو بل ډول ګل تر سترګو کيږي.



د نوزاد د ولسوالۍ يو استوګن، عبدالجبار وويل: "ما پنځه کاله دمخه د انارو 1500 ونې درلودې. هغې ډېر ښه حاصل ورکولو. موږ ته خپل باغ ډېر په زړه پورې و. خو که نور څه مې تر لاسه کېدای، هغه به مې هيڅکله هم نه وای وران کړی. د انارو د خرڅلاو لپاره بازار نه شته. الوتونکو به په ونې کې انارخوړل او خرابول به يي. که وبه مو شکول نو په کور کې به خوسا کېدل."



په پای کې هغه وپتېله، چې د انارو ونې ووهې او پرځای يي کوکنار وکري.



هغه وويل: "حکومت وايي، چې د کوکنارو مخالف دی، خو د نيشه يي توکو قاچاق وړونکي کور په کور ګرځي، اپين څخه راڅخه اخلي او زياتې پيسې راکوي. ماته د انارو لپاره بازار پيدا کړه. د کوکنارو کرکيله د هر چا بدې ايسي."



انار په اقتصادي ډګر کې له کوکنارو سره سيالي نه شي کولای، چې په 2007 کال کې يي د هلمند ولايت کروندګرو ګوتو ته څه ناڅه 530 ملينونه ډالره ورکړي دي. پروسږکال د افغانستان په سهيل کې دې ليرې پروت ولايت د نړۍ د غوښتنې څه ناڅه نيمايي کچه اپين او له هغې څخه جوړېدونکي هيرويين توليد کړي و.



په منځۍ ډول هر کروندګر په کال کې د کوکنارو د يو هکتار کروندې له حاصل څخه له 4000 څخه زيات ډالر تر لاسه کوي. په داسې حال کې چې له همدغه اندازه ځمکې څخه د انارو باغونه لسمه برخه هم نه شي تر لاسه کولای. د هغې د خرڅلاو او ساتلو ستونزې خو لا پرځای پرېږده.



خو د عبدالجبار په څېر کروندګر وايي، چې له اپينو څخه ميوه غوره بولي. په دې شرط چې که حکومت ورته د ساتلو اسانتياوې او د بازار په موندلو کې مرسته وکړي. حکومت بيا په خپل وار وايي چې کروندګرو د مرستې غوښتنه نه ده کړې او په چټکۍ خپل د انارو باغونه وهي، چې د کوکنارو د کرلو لپاره لاره هواره کړي.



په داسې حال کې چې د کره شمېرې لاسته راوړل ګرانه خبره ده، د هلمند کروند ګر وايي، چې د هغه ولايت د انارو زياتره باغونه په تېرو څو کلونو کې له منځه تللي دي. دا په همدې مهال کې د کوکنارو د توليد او کرکيلې زياتوالی ښيي. د ملګرو ملتونو د نيشه يي توکو او جرمونو د ادارې د وينا له مخې کوکنارو ته په هلمند کې بېله شوې ځمکه په تېرو دوو کلونو کې څلور ځلې زياته شوې ده او په 2005 کال د 27 زره هکتارو په پرتله په 2007 کې 103 زرو هکتارو ته رسيدلې ده.



د اپينو د توليد د کچې زياتوالی لامل د طالبانو د شمېر زياتېدل هم ګڼل کيږي، چې د هغې کنترول يي ناشونی کړی دی. د حکومتي چارواکو تر منځ د فساد ډېرېدا د کوکنارو د اړولو د کمپاين مخه ډب کړې او د ولايت اوسيدونکو تر منځ يي په قانون باندې سترګې پټولو ته لاره پرانيستې ده.



د معيشت د بديل ګران بيه پروژې زياتره د جنګ جګړې او فساد له امله پاتې راغلي دي.



د هلمند کروند ګر وايي، د اپين ساتل او پلورل د نورو توکو په پرتله خورا اسان دي.



د بابه جې د ولسوالۍ يو کروندګر، جهانګير اکا وايي: "ما د انارو 300 ونې درلودې. اوس راته يوازې 20 پاتې دي. په نورې پاتې ځمکې کې کوکنار کرم."



هغه وويل، انارو بازار نه درلود. نوموړي زياته کړه: "زما باور لرم، کې حکومت راته د کور دننه او بهر بازرا وموندلای شي نو د هلمند ولايت ټول بزګران به بېرته انارو ته مخه کړي."



بله ستونزه د انارو د ساتلو لپاره د امکاناتو نشتوالی دی. انار ډېر نازک دي او ژر خرابيږي.



نسيم خروټی لښکرګاه ته نژدې په بولان کې يوه هټۍ لري. نوموړې 500 کيلوګرامه انار د خرڅلاو لپاره راوړي دي.



هغه وويل: "که دا انار ژر ونه پلورم، نو خوسا کيږي. که يخدانونه مو درلودلای، نو له انارو مو ښه ګټه تر لاسه کوله. اوس د هغې بيه ګرانه نه ده. که چېرته مو د ساتلو شونتياوې درلودلای، نو کولای مو شول په ژمې کې يي په لوړه بيه وپلورو."



هغه وويل، که انار سم وساتل شي نو نه خرابيږي.



په ګاونډي ولايت کندهار کې د امريکا د متحده ايالتونو د نړيوالې پراختيا ادارې په مرسته يخدانونه او د کيفيت د کنترول خونې جوړې شوي دي. له دې امله د انارو ګټه دوه هومره لوړه شوې ده.



امنيتي ستونزو په هلمند کې د پراختيا مخه نيولې ده. کروندګر شکايت کوي، چې حکومت د مرستو په چمتوکولو کې ډېر غړند دی. خو حکومت بيا په خپل وار وايي، چې کروندګر د مرستو غوښتنه نه کوي.



د هلمند ولايت د کرنې رئيس، انجنير غلام نبي وويل: "تر اوسه موږ ته يو کروند ګر هم نه دی راغلی، چې د بازار د موندنې يا د ساتلو د خونو د جوړولو غوښتنه دې کړې وي."



هغه ددې خبرې پخلی وکړ، که غوښتنه يي کړی هم وای نوحکومت هغومره سرچينې نه لري.



هغه وويل: "که چېرته کروندګر موږ ته د بازار د موندلو يا د ساتلو د خونو د جوړولو د غوښتنې لپاره راشي، نو ښايي يو څه مرسته ورسره وکړای شو. موږ دومره وړتيا نه لرو، چې پخپله دا کارونه وکړو، خو دا کولای شو چې له مرسته کوونکو موسسو څخه مرسته وغواړو. مهمه داده، چې بايد کروندګرزموږ څخه د مرستې غوښتنه وکړي."



ښايي د نړيوالو مرستو پر بنسټ د کوکنارو د اړولو پروګرام په دې هکله د مرستې جوګه وي، چې له تېرو څو کلونو يي له سلګونو ميليونو ډالرو څخه زياته مرسته د هلمند په ولايت کې د بديل معيشت لپاره تر سره کړې ده.



د هلمند د ولايت د کوکنارو د اړولو او مخنيوي د څانګې رئيس، انجنينر عيدالمنان آی ډبليو پي آر ته وويل، له کروندګرو سره په نورو حاصلاتو کې مرسته د هغه د څانګې دنده نه ده.



هغه وويل: "هيچا د داسې کارلپاره موږ ته مراجعه نه ده کړې. که چېرته راشي، نو کولای شو د کليو د پراختيا رياست ته يي واستوو. زموږ هيله داده، چې کروندګر د خپل ژوند لپاره له کوکنارو پرته بل فصل ته مخه کړي."



له هيلې پرته نور کار ته هم اړتيا شته دی.



د نوزاد د ولسوالۍ يو کروندګر، نانو اکا د کوکنارو د کرلو مخالف دی. خو پخپله هم کوکنار کري، ځکه د اړولو له خطر سره سره ښه حاصل تر لاسه کوي، لسمه برخه ملا ته او يو څه بډې حکومت ته ورکوي او بيا هم ورته زيات عايد په لاس راځي.



هغه وويل: "زما کوکنار هيڅ نه خوښيږي. هيڅوک هغه د پيسو له وجهې پرته د بل څه لپاره نه کري. زما انار خوښيږي، چې ويي کرم."
Afghanistan
Drugs
Frontline Updates
Support local journalists