کوڅه ډب سپي په افغانستان کې د لېونو سپو ډار رامنځته کوي

د خوست اوسيدونکي وايي دعامې روغتيا چارواکي د ورپېښ گواښ د له منځه وړلو لپاره کوټلي گامونه، نه اخلي

کوڅه ډب سپي په افغانستان کې د لېونو سپو ډار رامنځته کوي

د خوست اوسيدونکي وايي دعامې روغتيا چارواکي د ورپېښ گواښ د له منځه وړلو لپاره کوټلي گامونه، نه اخلي

په خوست  کې د قيصر خوستي ليکنه

د خوست د متون د سيمې اوسيدونکي، ( سريع )  د ژړا په حالت کې وايي، زوی يې تر سترگو لاندې مري، خو هيڅ يې په وړاندې کولای نشي.

نژدې يوه مياشت وړاندې نوموړی هلک، هغه مهال چې له ښوونځي څخه کور ته په لاره و،  کوڅه ډب سپي وداړه. هغه مور او پلار ته په دې اړه هيڅ ونه ويل. هغه ورو ورو کمزوری کېده، تر دې چې نژدې معلوليت ته ورسېد. هغه وخت، نو د هغه د ژغورولو لاره نه وه پاتې.

سريع  وويل: "کله چې مې ډاکټر ته يوړ، ډاکټر وويل، هغه لېوني سپې داړلی او درملنه يې نه کيږي. وروسته مې پاکستان ته يوړ. هلته راته ډاکټرانو وويل، اوس ډېر ناوخته دی. اوس مې د زوی مړي ته سترگې په لار يم او ټوله ورځ مې له ډېره غمه د زړه غوښې ويلې کيږي. يوازې د خدای (ج) دربار ته مې سترگې نيولي چې که زوی مې ښه کړي."

د لېونو سپو موجوديت په افغانستان کې عامې روغتيا ته يوه ستره اندېښنه ده. سره له دې چې دا ناروغي په زياترو ځنگلي ځناورو کې موجوده ده، خو انسانانو ته زياتره پېښې له لېوني سپي څخه انتقاليږي. د کلو او ښارونو په هر ځای کې کوڅه ډب سپي ليدل کيږي.

د خوست اوسيدونکي وايي، چارواکي بايد په دې اړه جدي گامونه پورته کړي، ځکه دا سپي انسانانو او څارويو دواړو ته گواښ پېښوي.

د خوست د ولايتي روغتون رئيس، دکتور عبدالمجيد منگل وويل، پروسږکال دلته د ليونيو سپو د داړلو له امله د ١٣٠٠ تنو درملنه شوې ده. هغه وويل، زياتره سپي ليوني نه وي، خو خلک د احتياط لپاره هم بايد واکسين شي. د لېوني سپې د داړلو درملنه له څو ډوزه واکسينيو څخه عبارت ده چې په يوې اوونۍ يا څو ورځو کې اغيزمن شخص ته ورکول کيږي. له دې پرته د ليوني سپي داړل، د گوتو په شمېر ځانگړونو پرته، مرگونې پايلې لري.

لکه څنگه چې د خوست د صحت طي لابراتوار چلوونکي، فضل رحمن وويل، د لېوني سپي د داړلو درملنه گرانه ده.

هغه وويل: "که چېرته يو ليونی سپی پر انسان نوکاري ولگوي، درملنه يې ٤٠ ډالره . که چېرته ټپ لوی و، نو درملنه يې له ٢٠٠ څخه تر  ٣٠٠ ډالرو پورې لگښت غواړي."نوموړي زياته کړه، کله ناکله هغه خلک چې د درملنې وس نه لري، هغه مهال دوی ته راځي چې ډېر ناوخته وي.

هغه وويل: "موږ له داسې ناروغانو سره هيڅ مرسته نشو کولای."

زياتره خلک په دې هيله وي چې له دولتي روغتونونو څخه وړيا درمل ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې واکسين ډېر لږ موندل کيږي. 

د خوست د عامې روغتيا رئيس، دکتور هدايت الله حميد وويل، يوازې په تېرو درېو مياشتو کې د ٢٥٠ ناروغانو له واکسينولو وروسته سيروم پای ته ورسېدل. هغه وويل، له دې پرته چې ناروغان د درملنې لپاره نورو ځايونو ته ولېږي، بله چاره يې نه درلوده.

هغه وويل: "ښايي زياتره ناروغان لېونو سپو نه وو داړلي، کېدای شو کوڅه ډبو سپو داړلی وو. خو خلکو له دې امله د واکسين غوښتنه کوله چې پر نوموړو سپو يې د ليونو سپو شک درلود."

مالي لگښت تر ډېره بريده لوړ وي. د خالصې د کلي اوسيدونکي عبدالواحد وويل، هغه او د کورنۍ نور درې تنه غړي يې د ليوني سپي له داړلو وروسته دولتي روغتون ته ورغلل. هغوی ورته وويل، واکسين خلاص شوي. شخصي روغتون ته لاړل او هلته يې د درملنې له امله په لاس کې ټولې پيسې خلاصې شوې.

هغه وپوښتل: "موږ دومره پيسې ولگولې چې په يو کال کې يې نشو گټلای. موږ بېوزلي خلک يو. حکومت بايد د اړمنو خلکو خدمت وکړي. دا د حکومت غلطي ده؛ ولې خلک د لېونو سپو له شر څخه نه بېغمه کوي؟" 

د خوست د متون بابا د روغتون رئـيس، بادشاه زر ابدالي وويل: "د حل يوازنۍ لاره داده چې حکومت کورني سپي تر څارنې لاندې ونيسي او کوڅه ډب سپي له منځه يوسي."نوموړي زياته کړه، هره ورځ په منځي ډول د ليونيو سپو د داړولو له امله درې تنه کلينيک ته راځي.

سره له دې چې مسلمانان سپي مردار بولي، خو د افغانستان زياتره خلک سپي د کور د ساتلو، ِښکار کولو، د څارويو د ساتلو او يا د يو کورني حيوان په توگه ساتي. دا ټول د ناروغيو د لېږدولو زمينه چمتو کولای شي، چې دوې بڼې لري: سپي له ډېرې غوسې څخه لېوني کيږي؛ چې تل د بريد په حالت کې وي، ډېره تبه لري، وهمي وي او له اوبو ډاريږي. همدارنگه گوزنډ وهلي ليوني سپي، چې کمزوري وي او احساس يې له لاسه ورکړی وي. 

د ليوني سپي د ناروغۍ نښې نښانې معمولا په يوې مياشتې کې څرگنديږي، خو معيوبېدل يې ډېر وخت نيسي.

ځايي اوسيدونکي وايي، وحشي سپي د هغوی څارويو ته لوی گواښ پېښوي.

د قسيم په نامه يوه وترنر، چې د خوست په ښار کې کلينيک لري، وويل، د هغه کلينيک ته په تېرکال کې پنځوس غواگانې راوړل شوې وې، چې ليونو سپو داړلې وې. 

هغوی ورته په بېړه واکسين وکړل او ټولې وژغورل شوې ، خو هغه زياته کړه: "دا شمېرې يوازې د خوست د مرکز دي، په ولسواليو کې دا شمېره ډېره لوړه ده."

ځايي چارواکي په ټينگار وايي چې هڅه کوي کورنيو سپو ته واکسين وکړي او کوڅه ډب سپي له منځه يوسي.

د ښاروالۍ کارکوونکي وايي، پروسږکال کې يې٦٥٠ کوڅه ډب سپي له منځه وړي دي. د خوست د کرني رياست د وترنرۍ د څانگې مشر، نقيب الله وويل، د هغه ټيم پروسږکال ٣٠٠٠ کورني سپي واکسين کړي او په پام کې لري چې د ولايت په کچه يو کمپاين پيل کړي. سربېره پر دې د سږکال په اوږدو کې د لېونتوب په ناروغۍ اخته شوې ٢٥٨ کورني سپي په ابدي خوب ويده کړای شوي دي. 

هغه وويل: "کله چې سپي تږي يا وږي شي، نو جنگ کوي او يو په بل داړي لگوي. د لېونتوب وايروس ... د ټپونو له لارې نورو سپو ته انتقاليږي."

د خوست ښاروال، محمدرسول باوري وويل، په ښاروالۍ کې د سپو د وژلو درمل خلاص شوي دي، له دې امله دا کار اوس ځنډول شوی دی.

نوموړي د عامې روغتيا پر رياست پړه واچوله چې د ټيټ کيفيت زهر يې چمتو کړي دي، ويې ويل: "له شک پرته د خوست په ښار او ولسواليو کې د کوڅه ډبو سپو شمېر زيات شوی. موږ زهري مواد نه لرو چې سپي پرې ووژنو، زموږ کمپاين په ټپه درېدلی دی."

د خوست د عامې روغتيا رئيس، حميد د ښاروالۍ کارکوونکي تورن کړل چې په لاسي ډول يې زهر ډېر وکارول او خلاص يې کړل.

د عامه خبرونې کمپاين ته هم اړتيا شته، ځکه زياتره خلک تر هغه، چې د ليونو سپو د داړلو له امله يې ناروغي زياته شوي او د درملنې له امکان څخه بهر شوې نه وي، کوم کار ته لاس نه اچوي.

د خوست د ښار يوه اوسيدونکي، عزيزگل وويل: "يو لېوني سپي زموږ کورنی سپی وداړلو. هغی زما لور وداړله."دوه مياشتې وړاندې يې لور له لاسه ورکړه. "موږ په دې اند و چې هر څه عادي دي. يوه مياشت وروسته مو ډاکټر ته يوړه. هغه وويل، اوس ډېر ناوخته دی. په پای کې مې لور مړه شوه."

قيصر خوستی په خوست کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی. 


 

Afghanistan
Health
Frontline Updates
Support local journalists