کارگر کوچنيان د ناوړه گټې اخيستنې تر خطر لاندې

څېړنې څرگندوي چې زيات شمېر کوچنيان له جنسي سرغړونې سره مخ دي.

کارگر کوچنيان د ناوړه گټې اخيستنې تر خطر لاندې

څېړنې څرگندوي چې زيات شمېر کوچنيان له جنسي سرغړونې سره مخ دي.

Afghan children collect scrap for money. (Photo: Spencer Platt/Getty Images)
Afghan children collect scrap for money. (Photo: Spencer Platt/Getty Images)

يوې نوې څېړنې څرگنده کړې چې د بلخ ولايت په ولسواليو کې د کارکوونکو کوچنيانو څه دپاسه نيمايي برخه د جدي جنسي تېري قربانيان دي.

د افغان بشري حقونو د څېړنې او دفاع د موسسې AHRRAO يوې څېړنې څرگنده کړې چې په هرو لسو تنو کوچنيانو کې له څلوروڅخه تر پنځو تنو پورې کوچنيان له دغه سرغړونې سر مخ دي.   

څېړونکو وويل، د زياترو سرغړونو په اړه د قرباني شوي شخص د شرم د احساس له امله رپوټ نه ورکول کيږي. هغوی وويل، د کلو سپين ږيرو او قومي مشرانو هم له دې ډډه کوله چې پر ځانونو باندې د بريدونو د ډار له امله د تېري کوونکو نومونه واخلي.

د مزارشريف د ښار د کمرند بابا يادگار د سيمې اوسيدونکي، ١٥ کلن فردين [مستعار نوم] وويل، د ښار په يوه مارکيټ کې د کار پر مهال وهل شوی او جنسي تېری پرې شوی دی.

هغه وويل: «د پلار د ناروغۍ له امله په مارکيټ کې کار کوم او لاس گاډی چلوم. کله چې وغواړم د يوچا سودا ورسره يوسم، نو ورمنډې وهم او پوښتنه ترې کوم چې که سودا يې يوسم.»

«يوه ورځ مې يو سړی وليد چې سابه او نور شيان يې اخيستي و. ما ورته وويل چې کور ته يې ورته يوسم. هغه راڅخه وپوښتل چې په څو افغانۍ يې وړې. ما ورته وويل، شل افغانۍ. خپل شيان يې زما په لاس گاډي کې واچول او ويې ويل، راځه راپسې.»

«په کوڅه کې دننه د هغه کور ته لاړو. هغه راته وويل، شيان دننه راوړه. کله چې کور ته ننوتم، دوه نور سړي هم هلته وو. د پيسو د راکړې پر ځای هغوی ونيولم او يوې کوټې ته يې کش کړم، هلته يې کوټه بنده کړه او و يې ووهلم.»

«ډېرې چېغې مې ووهلې، خو هيڅوک هم رانغی. هغوی پر ځمکه وغورځولم. پتلون يې راڅخه وايست. لاسونه يې راوتړل او تيری يې راباندې وکړ.»

د AHRRAO موسه چې د ٢٠١٠ کال راهيسې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې فعاليت کوي، د ٢٠١٧ کال د جون او اگست په مياشتو کې خپله سروې سرته رسولې ده.  

څېړونکو د بلخ ولايت د نهر شاهي، بلخ، دهدادي، شولگرې او خلم په پنځو ولسواليو کې له ٩٠٦ تنو کوچنيانو سره مرکې کړي دي.

د نوموړې ناحکومتي موسسې وياند، رشا جاوېد د دې پخلی وکړ چې زيات شمېر کوچنيانو د خپلو کورنيو پر شرم د پردې اچولو له امله پر دغه بريدونو خوله پټه ساتلې ده.  

څېړنې ته د غبرگون لپاره آی ډبليو پي آر په خپله يوه څېړنه سرته ورسوله، د مزارشريف د ښار د روضې شرېفې جومات ته يې په څېرمه مارکيټ کې له يو شمېر کارکوونکو کوچنيانو سره مرکې وکړې. څو تنو کوچنيانو د خپل کړاو په اړه خبرې وکړې.  

ديارلس کلن جميل چې په ښار کې بوټونه رنگوي، وويل: «دوه کاله کيږي چې د جومات شاوخوا کار کوم. هر ورځ د سهار له اوو بجو څخه تر ماښام پورې کار کوم.»

«په کور کې اووه تنه ډوډۍ خواره يو. له دې امله چې پلار مې زوړ دی او کار نشي کولای، يوازې زه کار کوم پيسې گټم او ډوډۍ پرې اخلم.»

«زه ښوونځي ته نه ځم. که چېرته لاړ شم، نو کورنۍ به مې ډوډۍ څنگه پيدا کړي؟ مور مې هم په بازار کې درويزه گري کوي.»

جميل وويل، يوه ورځ ماښام کورته روان وو چې جنسي بريد ورباندې وشو.

هغه وويل: «ټوله ورځ مې د روضې مبارکې شاوخوا نارې سورې ووهلې او پوره کار مې و نه کړ. کله چې ماښام راورسېد، غوښتل مې پر هغو پيسو يو څو ډوډۍ واخلم چې د ورځې مې گټلې وې، خو کور ته د تگ لپاره راسره پيسې پاتې نشوې.»

«پلی روان شوم، شاوخوا نيمې لارې ته د رسېدو پر مهال يوه سپېنه کرولا مې تر څنگ ودرېده او موټر چلوونکي راته وويل، راوخيژه.»

«ما ورته وويل، غواړم پلی لاړ شم، خو څنگه چې هغه زما په لاره روان و، نو ورسره کېناستم.»

«کله چې موټر ته وختم، لږ وروسته مې وليدل چې په بله روان يو. سړې يو کورته يوړم، هلته يې ووهلم او وروسته يې راباندې تېری وکړ. ډېرې چيغې مې ووهلې، خوڅوک نه و چې مرسته راسره وکړي. وروسته يې بېرته په موټر کې د خپل کور کوڅې ته راوستلم.»

«مور ته مې ونه ويل چې څه راپېښ شوي و. يوازې دومره مې وويل چې په لار کې يو هلک ووهلم. هغې راته وويل، نور ناوخته مه راځه.»

د بلخ د ځوانانو د بيارغاونې [دارالتاديب] رئيس، احمد وحيد حبيبي آی ډبليو پي آر ته وويل، کارگر کوچنيان يو ډېر اسان هدف دی.

هغه وويل، جنايتکاران تل کوچنيان اړ باسي چې له ناکارو ډلو يا نشه يي توکو قاچاق وړونکو سره يوځای شي. وروسته پر همدغو کوچنيانو جنسي سرغړونې سر ته رسيږي.

هغه وويل: «سږکال تر اوسه پورې څارنوالانو د اتو هلکانو او ١٤ نجونو په اړه معلومات تر لاسه کړي، چې جنسي سرغړونې پرې شوې دي.»

د بلخ ولايت په کار او ټولنيزو چارو پورې اړوند د کوچنيانو د ملاتړ د څانگې مشر، ذاکر رسولي وويل، کارگر کوچنيان د اوږدې مودې راهيسې يوه ستونزه ده.

هغه وويل، د مزار شريف په يوې وروستۍ سروې کې څرگنده شوې چې څه دپاسه يو زر تنه په مزارشريف کې پر بېلابېلو دندو بوخت دي، لکه، د ايس کريم پلورل، د مېوو او فلزاتو د ټوټو او خالي بوتلونو راټولول. د هغوی درېمه برخه په ښوونځيو کې شامل نه دي.   

هغه وويل: «سروې جوته کړې چې دا يوه څومره لويه موضوع ده. بېوزلي او بېروزگاري کورنۍ دې ته اړباسي چې خپل اولادونه له کوره بهر کار کولو ته واستوي او په پای کې هغوی استثماريږي. څېړنې داسې اووه کلن کوچنيان په گوته کړي چې د سړکونو پر سر کار کوي او د ورځې له ٣٠ څخه تر ٣٠٠ افغانيو پورې گتي.»

عصمت الله ناصري د ښځو د پياوړي کولو د مرکز (Empowerment Centre for Women (ECW)) ريئس، وويل، د هغه موسسه اوس د ځايي چارواکو او ديني لويانو سره په گډه کار کوي چې د جنسي سرغړونې کچه له منځه لاړه شي.   

هغه وويل: «د هغه چا له خوا له کوچنيانو څخه ناوړه گټه پورته کول، چې زورځواکي دي، په افغاني فرهنگ کې د نه منلو وړ يو عمل دی.» نوموړي د «بچه بازۍ» روان عمل ته گوته ونيوله چې د لويانو له خوا هلکان ساتل کيږي او په شخصي محفلونو کې له ساز او نڅا وروسته پرې جنسي بريد سرته رسيږي.

هغه وويل: «زموږ اصلي موخه دا ده چې دا عمل بند کړو. اوسمهال موږ له يوه هلک سره مرسته کوو چې يو کال دمخه پرې په مزارشريف کې جنسي تېری شوی او د هغه قضيه مو تر محکمې پورې رسولې ده.»

د مزارشريف فعال، نجيب پيکان آی ډبليو پي آر ته وويلو هغه د دغې ستونزې او د هغې د قرباني يا د قرباني د کورنۍ په اړه ډېر ځوريږي چې نه غواړي تېری کوونکي د قانون منگولو ته وسپاري.

هغه وويل: «د خلکو د معلوماتو د نشتوالي او د دغو پېښو په اړه د مېندو او پلرونو او کورنيو د ارادې د نشتوالي له امله چې په اړه يې رپوټ ورکړل شي، د نورو سرغړونو او جنسي سرغړونو ته لار هواره کړې ده.»

«که د جنسي تېرې موضوع ونه دريږي، نو ډېره به پراخه شي او ټولنې ته به مو زيان رسوونکې پايلې او عواقب رامنځته کړي.»

«لږ تر لږه د ټولنو استازي بايد له دغو ادعاگانو او تېريو څخه خبر وي او دهغې په اړه محکمو ته رپوټ ورکړي، ترڅو عدالت د دې فرصت ترلاسه کړي چې جنايتکاران د عدالت منگولو ته راکاږي.»

نوموړي په پای کې وويل: «که چېرته ولس ونه پوښتي او څېړنه ونه کړي، نو د دې ستونزې د هوارۍ تمه نشي کېدای. چوپ پاتې کېدل خپله يو جنايت دی.»

له دېرو لاسوندو سره سره ځينې چارواکي د موضوع په اړه د کوم گام د پورته کولو اراده نه لري.

د بلخ د ولايتي شورا مشر، محمد افضل حديد آی ډبليو پي آر ته وويل: «له دې څخه منکر نه يم چې کېدای شي د جنسي سرغړونې بېلگې دلته پيدا شي، دغه راز پېښې د هېواد په هر کونج کې موجودې دي، خو له کومې ځانگړې پېښې څخه خبر نه يم.»

د  بلخ ولايت د والي مرستيال، بشير توحيدي پر موضوع له مرکې کولو څخه ډده وکړه.

ويې ويل: «په دغه راز موضوعگانو کې مې مه رانغاړه. خپلې پوښتنې د بشري حقونو له موسسو څخه وکړه. زه وخت نه لرم.»

Frontline Updates
Support local journalists