هندوان خپل مړي چېرته سوځوي؟

هندوان او سکهان غواړي په کابل کې، د خپل مړيو د سوځولو ځايونه بيا وکاروي، خو سيمه ييز اوسيدونکي له هغوى سره مخالفت کوي.

هندوان خپل مړي چېرته سوځوي؟

هندوان او سکهان غواړي په کابل کې، د خپل مړيو د سوځولو ځايونه بيا وکاروي، خو سيمه ييز اوسيدونکي له هغوى سره مخالفت کوي.

د کابل هندوان او سکهان د خپلو مړيو د سوځولوپه برخه کى له ستونزو سره لاس اوګرېوان دي، چې سيمه ييز استوګن نه غواړې په سيمه کې په آزاده هوا کې د هغوى مړي وسځول شي.


له دې مخالفتونو سره سره د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، چې سکهان او هندوان به خپل پخواني ځايونه بېرته تر لاسه کړي او خپل مړي به هلته وسوځوي.


د تېرکال په بيړنى لويي جرګې کې د سکهانو استازى اوتار سنګه د اټکل له مخې په افغانستان کې د هندوانو او سکهانو ٦٤ درمسالونه او پنځلس دمړيو سوځولو ځايونه موجود وو، چې زياتره هغه يي د جګړو په کلونو کې له منځه تللي دي.


د هندوانو او سکهانو ټول شمېر ، چې په دوديزه توګه په سوداګرى بوخت دي، په اتياوموکلونوکې سلګونو زرو ته رسېده، خواوس يي شمېر يوازې څو زرو ته راټيټ شوى دى. ځکه زياتره يي د پرله پسې جګړو او د ورته پېښ تعصب له مخې د هېواد پرېښوولو ته اړ شوي وو.


د غير مسلمانانو وګړو په توګه، د سخت دريځه طالبانو د حکومت په مهال هغوى سختې شپې او ورځې تېرولې او داسې پلانونه تر لاس لاندې وو، چې د هغوى د پېژندلو لپاره د هغوى په جامو پورې يوه ځانګړې نښه وځړول شي.


اوتار سنګه واي: "له لسو کلونووروسته موږغوښتل خپل مړي د کابل په هندو سوزان کې د خپل مذهبي مراسمو په ترڅ کې وسوځوو، خو د سيمې خلکو موږ ته اجازه را نه کړه، ځکه ددغه ځاى په سلو کې پنځه نوي اوسيدونکي زموږ د مړيو له سوځولو سره مخالف دي."


دواړه هندوان او سکهان چې په افغانستان کې د هندوانو په نوم ياديږي، د خپلو مړيو د سوځولو لپاره نورو ولايتونوته ځي.


اوتار سنګه آى ډبليو پي آر ته وويل: "زموږ يوه اويا کلنه ښځه مړه شوې وه او موږله دې حقيقت سره سره هغه د غزني ولايت ته د سوځولو لپاره ولېږدوله، چې چارواکو څو څو ځلې هندوانو اوسکهانو ته د هغوى دحقوقو د ورکولو ژمنه کړې وه. خو زموږ حقونه ترپښو لاندې شوي دي."


اندر سنګه مجبور چې يو مړى يي د غزني ولايت ته د سوځولو لپاره وړى و، د حکومتي چارواکو څخه غواړي،چې د هغوى د غوښتنې ملاتړ وکړي. هغه وايي: "ما له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په کابل کې زموږ د هندوسوزان ځمکه بېرته موږ ته راکړي، چې وکړاى شو خپل مذهبي مراسم دلته نژدې سر ته ورسوو... زموږ پلرونو او نيکونو خپل مړي دلته سوځولي دي."


د هغو کلونو په بهير کې چې هندوسوزان نه کارول کېده، د سيمې خلکو د هغې شاوخوا کورونه جوړ کړل. اوس د هغه ځاى اوسېدونکي، سره له دې چې له هندوسوزان څخه لوړ او هسک دېوالونه راتاو شوي دي، د مړيو له سوځولو سره مخالفت ښيي.


عبدالولي سهي د قلعچه خمدان د سيمې يومشر وايي: "که هندوان دلته خپل مړي راوړي، نود اوسيدونکو له مقاومت سره به مخامخ شي. ځکه د سيمې اوسېدونکي نارينه اوښځې، لوى اوواړه نه غواړي چې هندوان دلته خپل مړي وسوځوي."


د سيمې اوسېدونکي وايي، چې ددوى مخالفت د تعصب له مخې نه دى، بلکې د ځينو عملي دليلونو له مخې دى. سهي وايي، هندوان دلته هره ودانى چې يې زړه وي جوړولاى شي،"خو د هغوى هندوسوزان نه شو منلاى."


دوه پنځوس کلن عبدالسلام چې له خپلې اووه کسيزې کورنى سره د هندوسوزان په څه ناڅه دو سوه مترى کې اوسيږي، وايي، د مړيو د سوځولو د لرګيو روښنايي اورڼا داستوګنې په ځايونو کې نامناسبه ده. هغه وايي: هندوانو د تېرو لسو کلونو په مودې کې خپل مړي دلته نه دي سوځولي. خو که چېرته هغوى په دې کار لاس پورې کړي، نوزموږ کوچنيان به حيران شي او ښايي وډاريږي او رواني ستونزې ورته پيدا شي."


سکهان او هندوان په ټول افغانستان کې له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.


په جنوبي ولات خوست کې، چرن سنګه ساچدېو وايي، موږ مجبور شوي يو خپل مړي په شخصي کورکې وسوځوو، ځکه هغه ځاى چې هغوى ته په اتيايمو کلونوکې وربښل شوى وو، اوس د سيمي د مجاهدينو يو قوماندان او قومي مشر نيولى دى. موږ خپل مذهبي مراسم په يو ښوونځي کې سره ته رسوو، ځکه درمسال د نوي يمو کلونو په لومړيو وختونوکې په راکټونو لګېدلى او له کاره لوېدلى دى.


د حج او اوقافو د وزارت معين مولوي عطا والرحمن سليم، چې په افغانستان کې د مذهبي چارو څارنه کوي، آى ډبليو پي آر ته وويل، چې چارواکي ترخپلى وسې وسې پورې هڅه کوي، چې د لږه کيو د مذهبي حقوقو ساتنه وکړي او دې ته په اجازه ورنه کړي، چې د هغوى هندوسوزانونه او درمسالونه د چا له خوا ونيول شي.


هغه وايي: "موږهندي افغانانو ته په هماغه سترګه ګورو، لکه چې نوروافغانانو ته پرې ګورو. د کابل هندوسوزان دوه سوه کلنه مخينه لري. موږد هغه سيمې خلکو ته يو استازى لېږو چې (ورته ووايي) د هندوانو مزاحمت ونه کړي او پرېږدي چې هغوى خپل مړي هلته وسوځوي."


سليم زياته کړه، د هغه وزارت د هند د سفارت له چارواکو سره په خبرواترو بوخت دى. د هند سفارت وړانديز کړى ، چې په جلال آباد، کابل او غزني کې درې درمسالونه او همدارنګه په کاپيسا ،کابل او پغمان کې درې جوماتونه جوړ کړي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists