د نورستان ولایت تاریخی آبدات تر ګواښ لاندې دي

په ختیځ غرني ولایت کې تاریخي معبدونه او باغونه د تل لپاره د ورکېدو له خطر سر مخ دي.

د نورستان ولایت تاریخی آبدات تر ګواښ لاندې دي

په ختیځ غرني ولایت کې تاریخي معبدونه او باغونه د تل لپاره د ورکېدو له خطر سر مخ دي.

Historic sites in Nuristan lie in ruins. (Photo: Sahibdad Hamdard)
Historic sites in Nuristan lie in ruins. (Photo: Sahibdad Hamdard)

د نورستان ولایت مشرانو پر حکومت غږ کړی، د تاریخي ځایونو له ساتنې سره مرسته وکړي چې د ورکېدو له تلپاتې خطر سره مخ دي.

چارواکي ګوته څنډي، د یو لرغونې معبد او باغ په ګډون تاریخي آبدات د ورکېدو له خطر سره مخ دي چې یو مهال د پاچهانو د خوښې ځایونه وو.

نورستان، چې د «رڼا د ځای» معنا لري، د پاکستان له پولې سره نژدې د هندوکش د غرونو د لړې سویلي برخې ته پروت دی. دا ولایت اووه ولسوالۍ لري او مرکز يې د پارون ښار دی.

دغه ولایت دمخه د «کافرستان» په نامه یادیده او وروسته په ۱۹ پېړۍ کې پر اسلام مشرف شو. په نورستان کې د نندارې وړ زیات شمېر ځایونه موجود دي.  

د اسلام پر دین له مشرف کېدو دمخه د نورستان خلک د لرغوني هندوییزم د مذهب پیرو وو، د خپلو خدایانو د عبادت لپاره يې معبدونه جوړ کړي وو. په دغه ولایت کې د اسلام تر خپرېدو وروسته زیاتره دا معبدونه غیر اسلامي وګڼل شول او ویجاړ شول.     

نن د هغه مهال د ګوتو په شمېر اثار پاتې او له منځه تلو ته نژدې دي. په پارون کې د معبدونو ځینې برخې لیدل کېدای شي. د هغې د شاوخوا باغونو ځینې ځایونه، چې د لوړپوړو چارواکو د استراحت او غونډو ځایونه وو، هم پېژندل کیږي.  

ځايي خلک وايي، څرنګه چې دغه ولایت لرې پروت دی او طالبان پرې پرله پسې بریدونه کوي، زیات فرهنګی میراثونه يې له سترې بې پروايۍ سره مخ دي.  

په پارلمان کې د نورستان ولایت پخواني استازي، سخي وویل، د څو لسیزو راهیسې يې د دغه اثارو ورو ورو له منځه تلل په خپلوسترګو لیدلي دي.

هغه وویل، د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹کلونو تر منځ د روسيې اشغال او ورپسې کورنۍ جګړې د پام وړ زیانونه رامنځه کړي دي. روانې جګړې نوره ویجاړتیا هم رامنځته کړې ده. هغه ګوته وڅنډله، آبدات په داسې یوه ناوړه حالت کې واقع دي چې کېدای شي له پنځو څخه تر لسو کلونو پورې بېخي له منځه لاړ شي.

د ولایتي شورا غړي خلیل الله غیور پر چارواکو سپارښتنه وکړه، دمخه تر دې چې ناوخته شی، لاس په کار شي.

هغه آی ډبلیو پي آر ته وویل: «حکومت ته پکاردي چې د دغو ځایونو د ساتنې او مراقبت لپاره عملي ګامونه واخلي.»

«دا ځایونه د مدني ټولنې د فعالیتونو له لارې نه جوړیږي. دا ودانۍ ځانګړی تاریخي ارزښت لري. اوس بیخي کنډ او کپر دي.»

حکومتي چارواکو وویل، د دغو [تاریخي] ځایونو د ساتلو لپاره ګامونه پورته شوي دي. هغه وویل، ځايي خلک د وامه ولسوالۍ او د مرکز، پارون په سیمو کې دغو ودانیو ته په نژدې سیمو کې د ودانیو له جوړولو څخه منع شوي او سیمه ساتل شوې ده.

د نورستان والي، حافظ عبدالقیوم هم وویل، په سیمه کې له روان امنیتی ګواښ سره سره هلې ځلې روانې دی چې د نړیوالو ګرځندویانو پام پارون او نورو سیمو ته واړول شي. هغه وویل، د ساتلو او څارلو کار روان دی چې ګرځندویان وکړای شي د سیمې لیدو ته راشي.

د نورستان د والي ویاند، محمد سعید مهمند وویل: «ښه به وي چې د نورستان تاریخي ځایونه د یونسکو په اداره کې ثبت شي، ترڅو په ښه ډول ترمیم او وساتل شي.»

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس، نورګل زمان نورستاني هم وویل، ټول تاریخي ځایونه نقشه کېدو ته اړتیا لري.

هغه وویل: «لومړنی کار چې ښايي سرته ورسیږي، د نورستان د ټولو تاریخي ځایونو ثبتول دي.»

«ځمکه ډېره غرنیزه او لرې پرته ده. د کمزوري امنیت له امله به کار ستونزمن وي. بله ممه موضوع د مسلکي کارکوونکو نشتوالی دی.»

نورستاني وویل، پر نیمګړو سرچینو سربېره باید له ټولنیز تعصب سره مبارزه وشي چې تل د بوتانو او درمسالونو شتون ته په غیر اسلامي سترګه کتل کیږي.

نوموړي د یوې بېلګې په توګه په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له خوا د بامیانو د بوتانو ورانولو ته ګوته ونیوله، وویل، چې د نړیوالو غندنو او تبصرو لامل شوې.

یو قومي مشر، ۸۵ کلن غلام سخي د خپل د ماشومتوب د مهال کیسې رایادې کړې.

هغه وویل، د افغانستان پاچا، امیرعبدالرحمن خان (۱۸۸۰ - ۱۹۰۱) کې به زیاتره دلته د سیمې لیدلو او ښکار ته راتلو.

هغه وویل، همدغه راز د هغه د زوی امیر حبیب الله خان او وروسته د افغانستان وروستنی پاچا، محمد ظاهر شاه په ګډون نورو خلکو د هغه پر پل پښې ایښې دي.  

سخي آی ډبلیو پي آر ته وویل: «د ماشومتوب پر مهال مې له خپلو لویانو څخه اورېدلي، کله چې به امیر دلته راغی، نو په یوه ځانګړي ځای کې به ودرېد او تر هغه به ولاړ چې ځايي مشران او کلیوال به يې شاوخوا ته راټول شول.»

«کله چې به ټول خلک راغونډ شول، نوجیبونو ته به یې لاس کړ او ټولو راغلو خلکو ته به یې دوه، دوه افغانۍ ورکړې.»

«خلکو به په یوه غږ نارې کړې: د پاچا تخت او بخت دې برقرار وي. ژوندی دې وي افغانستان.عمر دې ډېر شه پاچا.»

«هغه ښه وختونه وو، سوله وه، امنیت و. خلک به د پاجا یا د پاچا د زوی په راتګ ډېر خوشالیدل.»

«افغانان هغه مهال زړور وو. توپير يې نه  کاوه چې څوک، څوک دی، پښتون دی که تاجیک، هزاره دی که نورستانی یا پشه يي. له ټولو سره د ملي یووالي قوي احساس موجود وو.»

Support our journalists