د ملي يووالي د حکومت په وړاندې ستغې خبرې

د کابل پر مشرتابه د ټاکنو د سرته رسولو په ژمنو کې د پاتې راتلو له امله نيوکې وشوې.

د ملي يووالي د حکومت په وړاندې ستغې خبرې

د کابل پر مشرتابه د ټاکنو د سرته رسولو په ژمنو کې د پاتې راتلو له امله نيوکې وشوې.

افغانان وايي، د ولسمشر، محمد اشرف غني او اجرایيه رئيس، عبدالله عبدالله له خوا د ملي يووالي د حکومت له جوړېدو يو کال وروسته د حکومت له اجرااتو څخه نهيلي دي.

 غني د ٢٠١٤ کال په سپتمبر کې له هغه وروسته، چې له خپل سيال، عبدالله عبدالله سره يې د واک د وېش پر سر هوکړه وکړه او هغه ته يې صدراعظم ته ورته د اجرایيه رياست نوې څوکۍ ورکړه، نوی حکومت جوړ کړ. 

په تېره مياشت کې د افغانستان په درېو ولايتونو کې د جوړو شوو مناظرو د برخوالو د وينا له مخې هغوی دواړو خپل خپل کسان درلودل چې په پام کې يې بايد نيولی وای. په تېر يوه کال کې زياتره حکومتي او ولايتي څوکۍ سرپرستانو اداره کولې. دې کار د حکومتوالۍ سيستم اغیزمن کړ. 

مشرتابه د دې وړتيا نه لري چې خپلې ژمنې عملي کړي؛ خلکو ته کار ورکړي او اقتصاد ورغاوي.

د کابل شمال ته د کاپيسا ولايت د ولايتي شورا منشی، محمد امان مبارز وويل، په هر ډگر کې د اوسني حکومت اجراات له مخکني حکومت څخه بدتر دي.

نوموړي په دوام وويل: «هره ورځ خلک پر حکومت خپل باور له لاسه ورکوي. که هغه خپله لاره سمه نه کړي، نو په ملي کچه به وضع خرابه شي او ښايي حکومت چپه شي، ځکه مشران له يو بل سره سيالي کوي او د حکومتي واک په وېش بوخت دي.»

د کاپيسا د رسنيو په استازيتوب د حميد په نامه يوه فعال پر حکومت د خپلو ژمنو د نه عملي کولو له امله پړه واچوله.  

هغه وويل: «خلکو ته اوس دامعلومه شوې چې غولول شوي دي؛ آن ټاکنې له نندارې پرته بل شی نه و. د دې حکومت بنسټ کوږ ایښودل شوی دی، هر څومره چې دوام وکړي، په همغه اندازه  به د بیوزله  خلکو وضع خرابه شي.»

د کاپيسا ولايت د والي مرستيال، عزيز الرحمن تواب وويل، ښايي افغانان په خپله د ټاکنو د غوراوي لپاره ځينو مسؤوليتونو ته اوږه ورکړي. 

هغه وويل: «خلک نشي کولای د افرادو وړتيا وپېژني، چې څوک د حکومت کولو جوگه دی. سره له دې هم که خلک له موجود حکومت سره کار وکړي او هغه هم خپل کارونه سم کړي، نو په څلورو راتلونکو کلونو کې به کارونه په سم ډول سرته ورسيږي.»

د افغانستان په شمال بلخ ولايت کې هم وېشلی مشرتابه د روانو اقتصادي ستونزو په وړاندې پړ وبلل شو.  

په بلخ کې د حبيب په نامه يو خبريال وويل، د سياستوالو له ژمنو سره سره چې کاري فرصتونه به رامنځته کړي، هره ورځ په سلگونه ځوانان د کار لپاره له هېواده وځي.

هغه وويل: «د ټاکنيز کمپاين پر مهال هر مخکښ نوماند راغی او ويې ويل چې دندې به زياتې کړي. له بده مرغه، نه يوازې دا چې هغوی دندې رامنځته نشوې کړای، بلکې په بلخ کې له شلو زرو څخه زياتو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې.»

د بلخ په ولايتي اداره کې د احمد ولي سنگر په نامه يو اقتصاد پوه وويل، خلک په کابل کې له مشرتابه څخه ناراضه دي. د گډ مديريت له امله په لوړو څوکيو باندې د ښو خلکو په گومارنه کې بې پروايي رامنځته شوې او پايله يې په افغانستان کې د بدمرغۍ رامنځته کېدل دي. 

هغه وويل: «که موږ چېرته يوه سروې سرته ورسوو، نو وبه مومو چې ډېری خلک قانع نه دي. نو څوک قانع دی؟ يوازې هغه خلک چې کابينې ته يې لاره پيدا کړې او لوړې څوکۍ يې لاسته راوړي دي. هغوی ښه ژوند لري، غوړې رخصيتگانې او ښايسته موټرې لري.»

په بلخ کې د مدني ټولنې د بنسټ يو غړي، سيد عبدالشکور نجفي زاده نورو ناکاميو ته ګوته ونيوه: د جگړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د پلان ناکامي؛ د هغه په وينا د برښنايي پېژندپاڼو د وېش او په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو په پروژو کې فساد.

په فارياب ولايت کې د مناظرې د گډون کوونکو تبصرو د امنيتي ارگانونو د اجرااتو په اړه اندېښنې غبرگې کړې.

د ذبيح الله ناصري په نامه يوه ژورنالست ادعا وکړه چې د افغان ملي اردو افسران او کارکوونکي پر مخالفو ډلو باندې وسلې پلوري.

هغه وويل: «په ټول فارياب، په تېره بيا په غورماچ ولسوالۍ کې، طالبان خپل مهمات له ځايي او سیمه ییزو امنيتي ځواکونو او د هغوی له قوماندانانو اخلي. دا [مهمات] بيا بېرته پر دوی استعماليږي. که چېرته په سيمه ييزو او مرکزي ادارو کې رښتوني، هېوادپال خلک پر لوړو څوکيو وګمارل شي او واک ورته ورکړل شي، په خدای قسم خورم چې [مخالفان] به ونه کړای شي پر موږ يوه گولۍ [مرمي] هم وچلوي.»

د فارياب د ولايتي شورا غړي، امان الله قاري زاده وويل، تر ټولو مهمه موضوع د واک پر وېش د  ولسمشر غني او عبدالله تر منځ اختلافات دي.

هغه وويل: «حکومت ونه کړای شو چې په تېر يوه کال کې کومه اجندا پلې کړي. څه چې شوی هغه په  شاتگ دی. مشرانو ملت هېر کړی دی او د ولسوالۍ په کچې پر هرې دندې ناندرۍ وهي.»

 

 

 

 

 

Frontline Updates
Support local journalists