د لويي جرګې ښځينه استازې په مجاهدينو بريد وکړ

د آى ډبليو پى آر اډيټر دانش کړوخېل ليکنه

د لويي جرګې ښځينه استازې په مجاهدينو بريد وکړ

د آى ډبليو پى آر اډيټر دانش کړوخېل ليکنه

Wednesday, 17 December, 2003

هغې ته د غونډې څخه د شړلو ګواښ وشو او ورته وويل شول، چې بښنه وغواړي، خو هغه په خپلې وينا ټينګه ولاړه وه او له تور لګونې څخه په شانه شوه.


ملالۍ جويا د فراه له ولايت څخه ټاکل شوې ځوانه استازې خپلې خبرې د ځوانانو او پېغلو په استازيتوب پيل کړي. هغې په يوه احساساتي وينا کې ، چې د تلويزيزن له لاري په ژوندي ډول خپرېده، په پرله پسې توګه د مجهادينومشرانو ته "جنايتکارانو" خطاب وکړ او ويي ويل چې هغوى بايد په غونډو کې ګډون ونه کړي.


په تېرو وختونو کې د پېغلې جويا په څېر ويناوو ژورنالستان ګواښلي او جېل ته اچولي وو.


جويا پوښتنه وکړه، اوس ولي هغو خلکو په دې لويه جرګه کې ونډه اخيستې، چې ويل به يي لويه جرګه له اسلام سره مخالفه ده.؟


د کمونيستانو په وړاندې مجاهدينو د جګړو پر مهال هغوى ، د لويي جرګې په ګډون، له پخوانيو دودونواو پخواني پاچاهي رژيم سره مخالف څرګندولو. په همدې توګه جويا وپوښتل چې ولې دا راز خلک د لويي جرګې د زياترو کميټو مشري په غاړه لري. هغې وويل: "ولې دا ټول جنايتکاران په يوه کمېټه کې نه راټوليږي، چې وکتل شي ولس کوم لوري ته بيايي؟" هغې زياته کړه: "هغوى زموږهېواد په ملي او نړيوالو جګړو بدل کړو. دا هغه خلک وو، چې زموږ هېواد يي دې اوسني حالت ته راوست او اوس بيا غواړي.... هغوى دې په ملي او نړيوالو محکموکې محاکمه شي، سره له دې چې که زموږ خلک هغو وبښي ، خو تاريخ به يي ونه بښي."


د هغې خبرو استازې وپارول او له خپلو څوکيو پاڅېدل. هغوى د ستيج په خواوشا راتوى شول او نارې يي وهلې: "مړ دې وي کمونيزم." او "الله اکبر"


د لوي جرګې مشر صبغت الله مجددي د خلکو د کرارولو هڅه وکړه او له استازو يي غوښتنه وکړه چې د جويا د خبرو په وړاندې له زغم څخه کار واخلي. خو استازي يوازې هغه مهال کېناستل چې د اتحاد اسلامي تنظيم مشر عبدالرب رسول سياف په ميکروفون کې له خلکو څخه د چوپتيا غوښتنه وکړه. هغه وويل: "ځينې خلک غواړي دا غونډه ناکامه کړي. ددې غونډې ناکامي د ټول ولس ناکامي ده."


سياف د مجاهدينو له کړو وړو څخه دفاع وکړه او وي ويل: "موږ د نړۍ ستر ځواک (شوروي اتحاد) لړزولاى دى. دې زړور ولس هغه د تورې په زور ټوټه کړ ." او له استازو يي غوښتنه وکړه چې له زغم څخه کار واخلي.


ځينو استازو له مجددي څخه وغوښتل چې جويا له غونډې وباسي. مجددۍ په داسې حال کې چې غوسه ناک برېښېده امنيتي چارواکو ته وويل: "دا خور له غونډو وباسئ. هغه دلته د پاتې کېدو حق نه لري." د ملي اردو دوه تنه جويا پسې راغلل، خو ځينو ښځينه وو استازو له مجددي څخه غوښتنه وکړه چې هغه له غونډې و نه باسي او د رياست مرستيالانو دا غوښتنه ومنله.


مجددي وويل: "هغه وبښل شوه."


وروسته نورو استازو وويل بايد جويا بښنه وغواړي. مجددي هغې ته وويل چې بښنه وغواړي، خو جويا ونه منله.


د مرستيالانو له ډلې څخه يو بحث بدل کړ او موضوع يي د لسګونو کمېټو ټاکلو ته واړوله او غونډه يي ددې لپاره وځنډوله، چې دوه کمېټې بايد خپل مشران وټاکي. لويي جرګې د ورځې تر پايه، د جويا په ګډون په کميټو کې کار ته دوام ورکړ، چې د ملګرو ملتونو د مامورينو له خوا يي څارنه کېدله.


د غرمې د ډوډۍ پر مهال د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې مجددي له غونډې څخه د جويا د شړلو په اړوند د خپل له حق څخه دفاع وکړه او وي ويل: "موږ دا کار د هغې د خونديتوب په خاطر وکړ. له دې پرته چا د مجاهدينو مخه نيولاى شوه؟ هغوى د نړۍ د ستر ځواک په وړاندې پاڅون کړى دى. خداى مه کړه دا مېرمن ښايي وهل ټکول شوى واى."


جميلې مجاهد د لويي جرګې سکرتري آى ډبليو پي آر ته وويل، چې د جويا د کورنۍ اووه تنه غړي په يو راکټي بريد کې وژل شوي وو او هغه اوس په فراه کې له خپلو ماماګانو سره اوسيږي. د هغې په هکله نور جزييات لا په ډاګه شوي نه دي.


د ٢٠٠٢ کال د جون د مياشتې په بيړنۍ لويي جرګې کې ښځينه وو استازو هم جهادي مشرانو ته د ملامتيا ګوته نيولې وه. ځيني څارونکي په دې اند دي، چې ښځې د داسې ملامتياووپه اچولو د نارينه وو په پرتله د آزادۍ احساس کوي ، ځکه هغوى له دې نه ډاريږي چې ګوندي وبه وژل شي، خو ښايي کېداى شي نارينه د وژلو له ګواښ سره مخامخ شي. ددې دليل دادى چې د ښځو خبرو ته د نارينه وو په پرتله لږ ارزښت ورکول کيږي.


Frontline Updates
Support local journalists