د ځوانانو مناظره: د دويم پړاو د ټاکنو د برياليتوب هرکلی وشو

په افغانستان کې د عنايت الله عمري ليکنه

د ځوانانو مناظره: د دويم پړاو د ټاکنو د برياليتوب هرکلی وشو

په افغانستان کې د عنايت الله عمري ليکنه

 

د کابل ژورنالستانو او پوهانو د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو ته د ټينگې او کلکې ژمنې له امله د رايو ورکوونکو ستاينه وکړه.

لوړ پوړو استادانو وويل، د ازادو او عادلانه ټاکنو د ملاتړ خبره له شکه وتلې ده. هغوی له خلکو وغوښتل چې د بهير په اړه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او پايلې يې ومني. 

د کابل پوهنتون استاد، فهيم حکيم د ټاکنو له ورځې څخه درې ورځې وروسته، د جون په ١٧ نېټه، په پلازمېنې کابل کې د آی ډبليو پي آر له خوا يوې رابلل شوې مناظرې ته وويل، د رايه ورکوونکو شمېره لوړه وه او د اټکل له مخې پکې تر اوو مليونو پورې رايه ورکوونکو گډون کړی وو.

هغه وويل، افغانان د ستر کريدټ وړ دي چې د اپرېل د پنځمې نېټې د لومړي پړاو له ټاکنو څخه يې زده کړه وکړه او ډاډمنه يې کړه چې اشتباه گانې او غلطۍ بيا تکرار نشي.

نوموړي د مناظرې برخوالو ته وويل: "رايه ورکوونکي د رايې ورکولو صندقونو ته [په دويم پړاو ټاکنو کې] له پوره معلوماتو سره لاړل. د هغوی معلومات زيات شوي وو او کولای يې شول چې د دوو سيالو نوماندانو د تگلارو او پروگرامونو ترمنځ توپير وکړي. سربېره پر دې، د جون ١٤ نېټې په ټاکنو کې [د ټاکنو] ډېرو تجربه لرونکو څارونو برخه اخيستې وه او په رسنيو کې يې زيات غبرگون وموند."

حکيم وويل، دې ټولو عناصرو د ټاکنو بهر برياليتوب ته ورساو.

د دويم پړاو ټاکنې هغه مهال را وبلل شوې چې په لومړي پړاو کې له اتو نوماندانو څخه يو نوماند هم هغومره رايې ونه گټلې چې برياليتوب ته يې اړينې وې. دوه مخکښ نوماندان، هر يو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی په وروستيو ټاکنو کې د يو بل په وړاندې ودرېدل او هڅه يې کوله چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد اداره په لاس کې واخلي. موجود ولسمشر، حامد کرزی به په اگست کې د دوه کلنې دورې له سرته رسولو وروسته له واکه گوښه کيږي.  

د ژورنالستانو د اتحاديې مرستيال، امان الله جهانيار د مناظرې برخوالو ته وويل، باور لري، دويم پړاو به هم خپل برياليتوب ولري. هغه گوته وڅنډله، داسې افراد او ډلې شته چې غواړي بهير گډوډ کړي.

هغه وويل: "خلکو په لويه شمېره رايه ورکړه. زه باور لرم چې دويم پړاو له لومړي پړاو څخه ډېر روڼ او شفاف و. خلک نور تېرايستل کېدو ته چمتو نه دي. خلک پرمختگ، سوله او ټيکاو غواړي."

د آی ډبليو پي آر مناظره په کابل کی دځوانانو داتحادیی په تالار کې جوړه شوې وه او په ويناوالو کې د افغانستان د ځوانانو د ټولنې مشر، محمدخان دانشجو او د مدني ټولې يو فعال، ضيا بوميا هم برخه اخيستې وه.

د گډون کوونکو له ډلې څخه يو محصل، روح الله ناصري په دې وروستيو کې د ټاکنو د خپلواک کميسون پر يو لوړ پوړي چارواکي، ضيا الحق امر خېل باندې د درغلۍ په اړه د ضد او نقيضو لگېدلو تورنو رڼا واچوله.

د ټاکنو په ورځ د امر خېل د کارکوونکو د موټرو يو کاروان، چې د رايو ورکولو سپېنې پاڼې يې لېږدولې، د ملي پوليسو له خوا ودرول شو چې د ټاکنو د خپلواک کميسون له دفتر څخه روانېده او د رايو سپنې پاڼې يې لېږدولې. چارواکو د دې پېښې په اړه رپوټ ورکړ او موټرو ته يې د تگ اجاز ورنه کړه.

له هغه وروسته عبدالله د ټاکنو د خپلواک کميسون د کار د ځنډولو غږ وکړ. امرخېل د کومې ناسمې کړنې خبره نه مني، وايي، کارکوونکو يې يوازې د ټاکنو دوو مرکزونو ته رايپاڼې لېږدولې، چې پکې خلاصې شوې وې.

بوميا مناظرې ته په وينا کې وويل، هيڅوک تر هغه د پېښې په اړه د قضاوت حق نه لري، ترڅو په رسمي ډول پلټنې سرته نه وي رسېدلي. هغه د زغم غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، د امرخېل موضوع ته د يوې سياسي موضوع رنگ ورکړ شوی، چې د عبدالله ملاتړي ورته د خپل سيال د ملاتړو د درغلۍ يوه بېلگه وايي. 

بوميا وويل، تر هغه چې څېړنې پای ته رسيدلې نه وي، "هيڅوک هغه [امرخېل] پر درغلۍ تورنوالی نشي."

په پام کې ده چې د ټاکنو خپلواک کميسون لومړنۍ پايلې د جولای پر دويمه او ورستنۍ پايلې د جولای پر ٢٢ نېټه اعلان کړي.

عنايت الله عمري د کابل پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists