د هلمند په بمباريو کې مرګ ژوبله د طالبانو په ګټه پاى ته رسيداى شي

په هوايي بمبارۍ کې د رپوټ له مخې د ٥٢ تنه مړينه د ياغيانو د ليکو د پياوړي کېدا ستر ثبوت دى، سره له دې چې ناتو يې مسؤوليت په غاړه نه اخلي.

د هلمند په بمباريو کې مرګ ژوبله د طالبانو په ګټه پاى ته رسيداى شي

په هوايي بمبارۍ کې د رپوټ له مخې د ٥٢ تنه مړينه د ياغيانو د ليکو د پياوړي کېدا ستر ثبوت دى، سره له دې چې ناتو يې مسؤوليت په غاړه نه اخلي.

US soldiers advance on a civilian compound while responding to a Taleban attack in Helmand. When civilian casualties occur during the fighting, local resentment focuses on the foreign troops rather than the insurgents. (Photo: Tech. Sgt. Efren Lopez/US military)
US soldiers advance on a civilian compound while responding to a Taleban attack in Helmand. When civilian casualties occur during the fighting, local resentment focuses on the foreign troops rather than the insurgents. (Photo: Tech. Sgt. Efren Lopez/US military)
Thursday, 19 August, 2010

په هلمند کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، محمد الياس داعي ليکنه

محمد خان په داسې حال کې چې په سر يې منګولې ښخې کړي، اسمان ته ګوري او چېغې وهي او هغه پېښه رايادوي چې د کورنۍ ديارلسو تنو غړو يې په کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

نوموړي څلوېښت کلن سړي وويل، د جولاى په ٢٣ په داسې حال کې چې د سهيلي افغانستان د هلمند ولايت د ريګي په کلي کې لمر مخ په ډوبېدو و، پر سر يې جيټ الوتکو الوتنه کوله.

هغه خپلې مو رته غږ کړ، چې خپل سر او ماشومان بچ کړي. له دې ډارېده چې د هوايي بمبارۍ له مرګوني خطر سره مخامخ نشي.

خو ډېر ناوخته و، انګړ يې کنډواله شو. هغه او خور يې د کور يوازې ژوندي پاتې شوي کسان وو.

محمدخان وويل: "پته راته نه وه چې مور مې چېرته پټه شوې وه. نه پوهېدم چېرته وه. هغه د اور په لمبو کې وه."

په داسې حال کې چې د سنګين د ولسوالۍ د کلي اوسيدونکو هم ژړل، هغه وپوښتل: "د هغې ګناه څه وه؟"

ځايي خلک وايي هغه ورځ ٥٢ تنه ووژل شول. دا شمېره د ولسمشر حامد کرزي له خوا هم کره شوې وه. هغه وويل، د افغاني پلاوي په پلټنو کې څرګنده شوې وه چې نوموړې پېښه د ناتو د الوتکو له خوا له هوا څخه ځمکې ته د توغول شوي توغندې په پايلې کې رامنځته شوې وه.

په افغانستان کې د ناتو تر مشرۍ لاندې نړيوال سوله ساتي ځواکونو (ايساف) له نوموړې ادعا غاړه غړولې. هغوى ويلي و چې نوموړى توغندى په يوې وسله والې نښتې کې ويشتل شوى او د ريګي له کلي لس کېلومتره وړاندې لګېدلى و. د ايساف د يوې بيانيې له مخې په نښته کې شپږ تنه ياغيان وژل شوي. توغندي د طالبانو د ټوپکو د ډزو په غبرګون کې ويشتل شوي او هيڅ توغندى بې هدفه نه و لګېدلى.

د ريګي پېښه ثابته نشوه. خو زيات شمېر خلک په دې باور دي چې له شک پرته به دا کار د طالبانو د ليکو له پياوړتيا سره مرسته وکړي.

محمد خان وويل: "تر هر څه لومړى دا د کرزي (ولسمشر حامد) کار دى، ترڅو جنايتکاران عدالت ته راکاږي. که هغه په دې اړه څه ونه کړل، نو زه به پخپله له دې کافرانو څخه غچ واخلم. زه ددې کافرانو له نيت څخه لا دمخه خبر وم. موږ د هغوى په اړه تجربې لرو. هرکله چې طالبانو پرې فشار راوړي، نو هغوى ولسي خلک بمبار کړي."

د ريګي نور اوسيدونکي هم وايي، دې ته چمتو دي چې د افغان حکومت او نړيوالو ځواکونو په وړاندې وسله راپورته کړي.

رحمت الله خان، چې د خپلې پګړۍ يو پيڅکى يې په غاښونو چيچه او بدن يې له درد او خوږه تاويده، وويل: "مېرمن او پنځه ماشومان مې په قبرونو کې پراته دي. نور نه لرم چې له لاسه يې ورکړم. اوس له طالبانو سره يوځاى کيږم. که هغوى خلک په دوربينونو کې ګوري، نو بايد زه يې ويشتلى واى، ځکه ما د طالبانو په څېر جامې اغوستي. زما د مېرمنې څه ګناه وه، هغې د طالبانو په څېر جامې نه وې اغوستې. هغه ولې ووژل شوه؟"

هغه اوسيدونکي، چې لا له وړاندې د سنګين او ساروان کلا ترمنځ کلو کې له خپلو کورونو څخه د ايساف او طالبانو تر منځ د جګړې له ډاره تښتيدلي، د پېښې صحنه ډېره بوګنوونکي او ډاروونکي انځوروي، په تېره بيا چې خلکو خپل عزيزان او خپلوان لټول. د خانګل کاکا په نامه يو زاړه سړي، يو ماشوم د خپلو پښو ترمنځ کلک نيولى او په ژړا هغه حالت بيانوي، چې څنګه يې هغه د مرګ له کومي راايستلى دى.

هغه وويل: "د هغه مور او پلار د خاورو د ډېرۍ لاندې دي. موږ هغه د اور له منځه راوکيښ. اوس هغه په خپلې مور پسې ژاړي. نه پوهيږو چاته يې وسپارو."

حاجي رحيم، چې کور يې کنډواله شوى او په خپله تک تنها پاتې شوى و، وويل: "مېرمنه مې اميدواره وه. درې ماشومان مې د خاورو د ډېرېو لاندې مړه شوي دي. کاشکې زه هم وژل شوى واى!"

د بي بي سي خبريال، عزيزاحمد شفيع ، چې د ريګي سيمه يې ليدلې، وايي پنځه کورنۍ وژل شوې وې. اوولس تنه يې يوازې د يوې کورنۍ غړي وو.

د ګاونډي ولايت، کندهار د عامې روغتيا رئيس، دکتور عبدالقيوم وويل اووه تنه ټپي ماشومان د سنګين له ولسوالۍ څخه ميرويس روغتون ته راوړل شوي دي.

د ياغيانو په وړاندې پوځي عملياتو کې ولسي خلکو ته د زيان د رسېدو موضوع د افغان حکومت او نړيوالو ځواکونو تر منځ د ناندريو او همدارنګه د ځايي خلکو د پراخ خپګان لامل شوې ده.

ژورنالست او د دفاعي چارو ماهر، عبدالتواب قريشي وويل، د ريګي پېښه او هم مهال د نړيوالو ځواکونو د قوماندې بدلون د عامو خلکو ترمنځ زياتې پوښتنې رامنځته کړي دي.

د جون د مياشتې په وروستيو کې جنرال ديويد پيتريوس په هېواد کې د جنرال سټينلي ميک کرستال له استعفا وروسته د متحده ايالتونو د پوځونو قومانده په لاس کې واخيسته. پيتريوس په پوځي عملياتو کې د هوايي بمبارۍ د غوښتلو په ګډون د چال چلن د قاعدو ځيني محدويتونه ليرې کړل، چې ولسي خلکو ته د زيان د رسيدو د مخنيوي په خاطر د سټينلي له خوا وضع شوي وو.

قريشي وويل، پيتريوس په څرګنده د هوايي بمباريو پلوي دى، ولې د هغه د سلف له خوا پرې بنديز لګول شوى و. هغه زياته کړه، د ريګي پېښې اثبات کړه چې د ميک کرسټال کړنلاره سمه وه.

د ولسي خلکو دا ډول مړينه به د عادي خلکو نظر واړوي او د ځايي خلکو تر منځ به د اعتماد او بارو کچه راټيټه کړي. په دې توګه به په هلمند کې د متحده ايالتونو د ځواکونو دنده ګرانه شي.

قريشي وويل: "خلک په هلمند کې د نورو (بهرنيو) سرتېرو په پرتله په امريکايي سرتيرو اعتماد لري. ځکه هغوى پيسې لګوي او د هغې تر څنګ امنيت راولي. خو داسې پېښې به، چې ولسي خلک پکې وژل کيږي، د هغوى نظر بدل کړي او د برتانوي سرتېرو په وړاندې د نظر کچې ته به يې راټيټ کړي."

د هلمند په ولايت مرکز، لښکرګاه کې د رمضان په نامه يو ډاکټر وويل، داسې پېښې دې ته پاتې کيږي، چې "خلک د جهاد غږ پورته کړي، هغسې چې طالبان غواړي. دا پېښه اوس هغوى ته يو ښه فرصت په لاس ورکوي، چې خلک په خپلو ليکو کې جذب کړي."

نوموړي په دوام وويل: "فکر نه کوم حکومت دې وکړاى شي د هغه چا قناعت حاصل کړى چې په دې پېښه کې يې هرڅه له لاسه ورکړي دي. هغوى له دې امله خپه دې چې حکومت پرې سترګې پټې کړي دي. هغوى به اوس وسلو ته لاس واچوي."

د سپتمبر په مياشت کې پارلمان ته د سنګين له ولسوالۍ څخه د شمس الله صحرايي په نامه يو نوماندي وويل، هغه په نوموړې ولسوالۍ کې د انتخاباتي کمپاين پلان درلود، خو اوس ورته اخطار ورکړ شوى، چې هلته لاړ نشي.

هغه وويل: "دې پېښې د هلمند خلک له حکومت او نړيوالو پوځونو څخه خوابدي کړي دي. هغوى به ترهغه پورې خپه وي، ترڅو ددې پېښې مسؤولين محاکمه شي او خپله سزا وګوري. موږ له داسې ملګرتيا او مرستې څخه پوزې ته راغلي يو."

د محمد رفيع په نامه د سنګين يو اوسيدونکي او د اردو يو پخواني افسر وويل د ريګي او د هغې په څېر نورې پېښې به په امرېکايانو او د هغوى په متحدينو ناوړه اغېز وکړي.

هغه وويل ولسي زيان د طالبانو د پياوړي کېدو ستر لامل دي.

هغه وويل: "په اوسني وخت کې د يو ولسي شخص مړينه د پنځو امريکايانو وژلوته لاره هواروي." 

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists