د افغانستان پر سرحدي ولايت د توغنديو لگېدل

په ختيځه سيمه کې کړکېچ رامنځته شوی، په داسې حال کې چې کابل د بريدونو پړه پر اسلام آباد اچوي.

د افغانستان پر سرحدي ولايت د توغنديو لگېدل

په ختيځه سيمه کې کړکېچ رامنځته شوی، په داسې حال کې چې کابل د بريدونو پړه پر اسلام آباد اچوي.

IWPR
IWPR
Saturday, 22 November, 2014

په افغانستان، پاکستان کې د ذبيح الله غازي ليکنه

د افغانستان امنيتي چارواکي وايي پاکستاني وسله والو ځواکونو يوازې په تېرو شپږو مياشتو کې پر ختيځ ولايت، کونړ نژدې ٦٠٠٠ توغندي اورولي دي.

پوليس وايي، په دې موده کې ١٤ تنه ولسي خلک وژل شوي او له اوياوو څخه زيات ژوبل شوي. د دانگام، شيگل، مرورې او سرکاڼو له ولسواليو څخه څه دپاسه زر کورنۍ بيځايه شوي دي. په کونړ کې د کډوالو د چارو مشر، محمد فاضل وويل، سره له دې چې يو شمېر مرستې شوي، خو بيځايه شوي کورنۍ په ډېر بېوزلي حالت کې ژوند کوي.

د افغانستان پر خاوره د سوړي بوړۍ ناڅرگندې سرحدي پولې په اوږدو کې د توغنديو بريدونه په وروستيو کلونو کې يوه نانديزه موضوع جوړه شوې. کابل پر اسلام آباد باندې تور پورې کوي چې پر افغان خاوره په لاسي ډول پرله پسې بمباري کوي او پاکستان حکومت له دې تورونو غاړه غړوي. پخوا پاکستاني پوځ ويلي و، کېدای شي هغه توغندي په تصادفي ډول د افغانستان دننه پرېوتي وي، چې ياغيان يې تر هدف لاندې نيولي وو.   

د کونړ يو شمېر اوسيدونکو وويل، هغوی پاکستان سرتېري ليدلي چې د پولي په اوږدو کې يې له ځينو ځايونو څخه په افغانستان کې د هغوی په کورونو توغندي ويشتلي دي.

يو کليوال چې د خپل کور پرېښودو ته اړ ايستل شوی او ولايتي مرکز اسعدآباد ته تللی، وايي: «موږ په خپلو سترگو ليدلي چې پاکستاني ځواکونه پر موږ ډزې کوي. زموږ کورنۍ دې ته اړ شوي چې خپل کورونه پريږدو او څاروي له ځان سره يوسو. موږ نشو کولای هلته ژوند وکړو، بايد له هغه ځايه مو کډې بار کړی وای.»

د کونړ والي، شجاع الملک جلاله ټينگار وکړ، له پولي دې خوا مخالفينو پر پاکستاني خاوره هيڅ کوم بريد نه دی کړی. 

هغه وويل: «کله چې خلک له داسې وضعې څخه کړيږي، څنگه کولای شي ډزې وکړي؟ دا ناشونې ده چې په هغه ځای کې دې زموږ ورونه زموږ له خاورې پر بريدونو ټپي شي.»

سره له دې يو شمېر کورنۍ وايي، مخالفين په کونړ کې فعاليت کوي او پاکستاني پوځونه کله ناکله د هغوی د بريدونو په وړاندې ځوابي ډزې کوي.

د کونړ پوليس ادعا کوي چې پاکستاني سرتېري د کونړ ولايت د اسمار او دانگام ولسواليو ته راننوتي او هلته يې د تالاشۍ پوستې جوړې کړې دي. دواړه هېوادونه د ډيورنډ ليکې سره بېل کړي، چې په ١٨٩٣ کال کې د يوې ناندريز سرحد په توگه رامنځته شوی او تر اوسه پورې پرې مخالفت موجود دی. کابل د ډيورنډ ليکه په رسميت نه پېژني، خو اسلام آباد غواړي هغه په رسمي ډول د يوه سرحد په توگه وپېژندل شي. 

د کونړ د ولايتي شورا مشر، ميا حسن عادل وړاندې ولاړ او ويې ويل پاکستاني چارواکي د سوات له وادي څخه کورنۍ د ډيورنډ پولې دې غاړي ته د ځمکې د تصاحب د ادعا له مخې افغان خاورې ته لېږدوي.   

هغه وويل: «د سوات کډوال د دانگام د هغو اوسيدونکو کورونو ته راغلي او ژوند يې پيل کړی دی، چې دمخه يې سيمه پرېښې ده.»

د کونړ نور اوسيدونکي له دې خبرې سره يوه خوله دي، وايي، د هغوی په اند پاکستاني اردو د ډيورنډ پولې ته څېرمه سيمه په لاسي توگه د دې لپاره بمباردوي چې اوسيدونکي يې له سيمې ووځي. 

د نصيرالله په نامه يوه ځايي اوسيدونکي وويل: «پاکستان له تېرو څلورو کلونو راهيسې پر کونړ ولايت توغندي اوروي. هغوی غواړي په دې لاره د کونړ خاوره ونيسي او د کونړ سيند خپل کړي.»

د شهبازخان په نامه يو بل تن له دې خبرې سره موافق دی، وايي، «پاکستان خپلې موخې لري. هغوی دلته د تابعيت پېژندپاڼې ويشلې دي. هغوی غواړي د کونړ اوسيدونکي پر پاکستاني مليت واړوي او د کونړ سيند سرحدي پوله کړي.»

پاکستاني چارواکو د افغانستان د حکومت د توغنديو د بريدونو پر شکايتونو څه ونه ويل، چې په وروستيو وختونو کې يې له ملگرو ملتونو سره يوځای څو څو ځلې راپورته کړي دي. 

په دې وروستيو کې ټاکل شوي ولسمشر، اشرف غني ويلي، غواړي له پاکستان سره ښو اړيکو ته لومړيتوب ورکړي. ځايي خلک وايي د هغه د نوي حکومت له رامنځته کېدو لږ وروسته بريدونه ودرېدل.

خو وروسته بيا بريدونه له سره پيل شوي.

ذبيح الله غازي د ننگرهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر يو روزل شوی خبريال دی.

 

 

 

 

 

Afghanistan, Pakistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists