د افغان او متحده ایالتونو د نوو هوایي بریدونو په اړه اندېښنه

داسې څرگندیږي چې له نشه یي توکو څخه د مخالفانو د عوایدو د له منځه وړلو لپاره نوې هڅې پیل شوي دي.

د افغان او متحده ایالتونو د نوو هوایي بریدونو په اړه اندېښنه

داسې څرگندیږي چې له نشه یي توکو څخه د مخالفانو د عوایدو د له منځه وړلو لپاره نوې هڅې پیل شوي دي.

The new campaign is the latest in a series of joint US-Afghan counter-narcotics operations in Helmand. (Photo: John Moore/Getty Images)
The new campaign is the latest in a series of joint US-Afghan counter-narcotics operations in Helmand. (Photo: John Moore/Getty Images)

د افغانستان د ملي اردو چارواکو د ځایي ولسی خلکو له ډار سره سره په هلمند کې د طالبانو په وړاندې د گډو هوایي پوځونو د نوو بریدونو هرکلی کړی دی، چې ښایي دغه عملیات برعکس نتیجه ورکړي.

په سویلی ولایت، هلمند کې دغه هوایي بریدونه د نومبر د میاشتې په وروستیو کې په دې موخه پیل شول چې د نشه یي توکو له تولید څخه د مخالفو ډلو د عایداتو مخه ډب کړای شي.

د متحده ایالتونو د هوایي پوځ ډگر جنرال لانس بنچ آریانا خبري آژانس ته وویل، د موسی کلا، زمین داور او دیشو په ولسوالیو کې لومړني بریدونه بریالی وو.

برنچ وویل: «د هوایي ځواک په کارولو موږ وکولای شول د طالبانو په وړاندې، هغه د چا خبره، د هغوی په خپل خوندي زون، د قوماندې په مرکز، پر ناقانونه عایداتي سرچینو او لوژستیکي جال کې بریدونه وکړو.» هغه زیاته کړه «نوي هوایي کمپاین افغان دفاعي ځواکونه پیاوړي کړي او د جگړې په ډگر کې یې پرله پسې بریالیتوبونه لاسته راوړي دي.»

هغه وویل، د شاوخوا اتیا ملیونو امریکایي ډالرو په ارزښت د نشه یی توکو د پروسس ۲۵ لابراتورونه ویجاړ شوي دي، په داسې حال کې چې د ځمکنیو عملیاتو په پایله کې دوه ټنه هیرويين او نژدې پنځه نیم ټنه اپین نیول شوي دي.  

د متحده ایالتونو د وینا پر بنسټ په افغانستان کې د اټکل له مخې د اپینو کلنی تولید په ۲۰۱۷ کال کې شاوخوا ۹۰۰۰ میټریک ټنو ته رسیدلی دی.

د ملگرو ملتونو چارواکي گوته څنډی چې په هلمند کې د امنیت په ټینگولو کې د حکومتی کمزوري واک له امله د نشه یی توکو په وړاندې عملیات له خنډ سره مخ کړي دي. نوموړي یادونه وکړه، د اپینو په تولیداتو کې د ۲۰۱۶ کال راهیسې ۸۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.  

د متحده ایالتونو د پوځونو د اټکل له مخې طلبان په کال کې له هیرویینو څخه د ۲۰۰ ملیونو ډالرو په گډون له نشه یی توکو څخه ۳۰۰ - ۴۰۰ ملیون ډالره گټه تر لاسه کوي.

همدارنگه مخالفې وسله والې ډلې خپل عواید تر خپل لاس لاندې سیمو کې پر ولسي خلکو د ټکس له لارې ټولوي. دا عواید او ټکس زیاتره له کرکیلې او همدارنگه له ناقانونه کان کیندنو څخه لاسته راوړي.

له آی ډبلیو پي آر سره په مرکه کې د هلمند د اردو او پولیسو لوړپوړو چارواکو وویل، د نشه یي توکو د پروسس پر مرکزونو بریدونو مثبتې پایلې درلودلي دي.  

د هلمند مرستیال والي، سردار محمد همدرد وویل، د طالبانو د پیسو د ټولولو د وړتیا له منځه وړل به هرو مرو د هغوی جگړه ییزه فعالیتونه کمزوري کړي.

هغه وویل: «په ۱۵ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د پروسس یو شمېر لوی مرکزونه تر برید لاندې راغلل. دغه بریدونه به مثبته پایله ورکړي.»

په هلمند کې د میوند ۲۱۵ قول اردو قوماندان، ولي احمد احمد زي ژمنه وکړه چې د نشه یي توکو پر فابریکو به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

هغه وویل: «موږ پر مخ ځو او د هوایي بریدونو له لارې به د مخالفانو پټنځایونه او د نشه یي توکو د تولید مرکزونه په نښه او ویجاړوو. موږ به تر هغه له دغه کار څخه لاس وانخلو، ترڅو مو د طالبانو مالي سرچینې له منځه نه وي وړي.»

د هلمند ولایت د امنیې قوماندان، عبدالغفار صافي وویل، نوموړو بریدونو لا له وړاندې ښه نتیجه ورکړې ده.

هغه وویل: «له شک پرته د نشه یي توکو پر فابریکو او د قاچاق پر مرکزونو باندې زموږ د بریدونو له امله هغوی تر زیاتې کچې کمزوري شوي دي. کوکنار د طالبانو تر ټولو مهمه مالي سرچینه ده. که د هغوی فابریکې ویجاړې شي، جگړه به دوام ونه مومي.»

د هلمند ولایت د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې رئیس، سید احمد ورور منی چې د نشه یي توکو د تولید مخه نیول د طالبانو پر وړاندې د بل هر کمپاین به پرتله اغېزمن دي.

هغه وویل: «له نېکه مرغه به هغه کروندگر، چې کوکنار کري، ډېر ژر وپوهیږي چې طالبان نور نشي  کولای د نشه یي توکو بیه ورکړي او پروسس يې کړي. په دې توگه به هغوی د کوکنارو کرکیله بنده کړي.»  نوموړي زیاته کړه «د نشه يي توکو قاچاق وړونکو په هلمند کې د جگړې ډگر د دې لپاره تود ساتلی چې د هغوی خپلې گټې پکې خوندي وساتل شي.»

نور چارواکی د دغه هوایي بریدونو د بریالیتوب زیات پلوي نه دي.

د هلمند ولایت د ولایتی شورا رئیس، عطا‌ءالله افغان وویل، ډاډمن یم چې دغه کمپاین به هرو مرو بې اغېږ ثابت شي.

هغه وویل: «د دې سیمې ډېری خلک کروندگر دي. له دې امله ځوانانو ته نور کاري فرصتونه نشته. مجبوره دي کوکنار وکري چې پرله پسې عاید تر لاسه کړي.» هغه زیاته کړه «په هلمند کې د اوسیدونکو خلکو پر ستونزو حکومت غوږونه کاڼه کړي دی. دا کار باید هرو مرو بدل شی.»

د هلمند ولایت د ولایتي شورا غړي، عبدالمجید اخونزاده وویل، هوایي بریدونه حتما د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې لامل کیږي.

هغه وویل: «موږ هوایي بمبارۍ لیدلي دي. موږ پوهیږو چې افغان او نړیوال پوځونه اشتباه کوي او ولسي خلکو ته مرگ ژوبله اړوي.»

«وروسته بیا له موږ څخه بښنه غواړي. دا سم کار نه دی.»

د هلمند د والی ویاند، عمر ځواک وویل، ډېره هڅه کوو چې په هوایي بریدونو کې ولسي خلکو ته مرگ ژوبله ونه رسیږي.

نوموړي په دوام وویل: «عموما مخالفان په دې موخه ولسي خلکو ته د مرگ ژوبلې په اړوند اوازې خپروی چې د خلکو او حکومت تر منځ واټن پراخ شي.»

طالبان بیا د نشه یي توکو د کرکیلې او قاچاق مسؤولیت پر غاړه نه اخلي.

د طالبانو ویاند، قاري یوسف احمدی دعوه وکړه چې په حقیقت کې حکومتي مفسد وزیران د کوکنارو له کرکیلې څخه گټه اخلي او یادونه یې وکړه چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو په واکمنۍ کې د کوکنارو پر کرکیلې بندیز لگول شوی و.

هغه وویل: « د نشه یي توکو قاچاق کوونکي  په لوړه کچه اپین او هیرویین  له افغانستان څخه  بهر لیږدوي ، دا زموږ عادی  خلک نه دي. هغوی لوړپوړي حکومتي چارواکي دي چې پر نړیوالو مارکیټونو یې پلوري.»

په هلمند کې د آی ډبلیو پي آر له خوا مرکه شوو کروندگرو د دې پخلی وکړ چې طالبان د نشه یي توکو په پروسس او قاچاق کې ښکېل دي.

یوه کروندگر چې و یي غوښتل ونه نومول شي، وویل: «ما ته پته ده چې طالبان د کوکنارو له کروندو څخه پیسې اخلي، خکه د حاصل پر مهال همدا طالبان دي چې د ټاکلې اندازې نشه یي توکو غوښتنه کوي.»

نوموړي یادونه وکړه: «زه شپږ زامن لرم. هغوی ټول وزگار دي او کار نه لري. دلته بل کوم کار نشته، له دې امله کوکنار کرم.»

د هلمند ولایت یوه سیاسي کارپوه، زین العابدین جلال هم وویل، د کوکنارو د کرکیلې بندول  به تر هغه عملي نشي، ترڅو حکومت پر کار باندې د گومارلو لپاره بدیل ونه مومي.

هغه وویل: «که چېرته د وسله والو مخالفانو ستره عایداتي سرچینه د کوکنارو تولید او پروسس وي، نو ښه ده چې فابریکې ویجاړې شي.»  نوموړي زیاته کړه «که چېرته دغه ډله له نورو ځایونو څخه پیسې لاسته راوړلای شي، نو د یو څو فابریکو له منځه وړل به د اوږدې مودې لپاره دومره اغېزمن نه وي. کېدای شی دغه کار یوه له لاسه تللې هڅه وی.»هغه  وویل : «په کار دي چې پیسې هم د خلکو د گومارنې لپاره په سم کار ولگول شي، د یو بدیل پیدا کول او له بزگرې پرته د نورو وړ دندو رامنځته کول د کوکنارو د کرکیلې د بندیدو لپاره ډېر اړین دي.»

Frontline Updates
Support local journalists