بېروزگاري په افغانستان کې د نشه يي توکو کارونه زياتوي

ځوانان له بېوزله ژوند څخه د تېښتې لپاره نشه يي توکو ته مخه کوي.

بېروزگاري په افغانستان کې د نشه يي توکو کارونه زياتوي

ځوانان له بېوزله ژوند څخه د تېښتې لپاره نشه يي توکو ته مخه کوي.

A homeless heroin addict sleeps outside on the ledge of an abandoned building in Kabul. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
A homeless heroin addict sleeps outside on the ledge of an abandoned building in Kabul. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)

تېره مياشت په بېلابېلو ولايتونو کې د آی ډبليو پي آر له خوا د جوړو شوو مناظرو د گډون کوونکو په وينا، په افغانستان کې د بېروزگارۍ لوړه کچه د اعتياد د کچې له لوړېدو سره مرسته کوي.

د ارزگان، فراه او نورستان د مناظرو گډون کوونکو په افغانستان کې د نشه يي توکو د روانې ستونزې په اړه خبرې اترې وکړې. دا هېواد د نړۍ د اپينو او له هغې څخه د لاسته راغلو هيروينو په توليد کې لومړنی هېواد دی. دادواړه توکي گرانبيه نه دي او په اسانه ترلاسه کيږي.

نوموړې غونډې د ٢٠١٥ کال د نومبر د مياشتې په دويمه اوونۍ کې د ارزگان ولايت د چورې په ولسوالۍ، د فراه ولايت په مرکز فراه او د نورستان ولايت په مرکز، پارون کې جوړې شوې وې.   

د افغانستان په مرکزي برخه کې د ارزگان ولايت د چورې د ولسوالۍ د ځوانانو د ټولنې مشر، امان الله غمخور وويل، د کوکنارو کرکيله ډېره لږه ده، خو زيات شمېر ځوانان او همدرانگه ځينې زاړه خلک نشه يي توکي کاروي. غمخور وويل، د نشه يي  توکو د کارونې ريښه په بېوزلۍ کې پرته ده. هغه پر مرکزي حکومت غږ وکړ چې د بنسټيزو پروژو د جوړولو له لارې کارونه رامنځته کړي. 

د چورې ولسوالۍ د پوليسو مشر، عبدالقوي عمري وويل، امنيتي ادارو په چورې کې د کوکنارو کرکيله نژدې صفر ته راټيټه کړې او معامله کوونکي يې زندان ته ليږلي دي. 

عمري وويل، مرکزي حکومت په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی چې د نشه يي توکو د توليد په مخنيوي کې پانگونه وکړي.

هغه وويل: «مرکزي حکومت د چورې د ولسوالۍ [له اوسيدونکو] سره، چې د کوکنارو کرکيله يې له منځه وړې وه، ډېر ژمنې کړې وې، خو هغه ژمنې تر اوسه عملي نشوې.»

د فراه په مناظره کې برعکس واورېدل شول چې د کوکنارو کرکيله او پر نشه يي توکو روږدي کېدل زيات شوي دي.

د فراه د نشه يي توکو د بيا رغاونې د مرکز رئيس، عبدالودود انوري وويل: «په فراه ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر لسگونو زرو تنو ته رسيږي او د ورځې په تېرېدو نور هم پسې لوړيږي.»

انوري وويل، د هغه سل بستره يييز کلينيک د ټول ولايت په کچه د روږدو کسانو د درملنې يوازنی مرکز دی. دا کلينيک نشي کولای ټوله اړتيا پوره کړي.

د فراه ولايت د پوليسو د قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې رئيس، فقيرگل اميني وويل، د هغه افسران تر خپل وس پورې هڅه کوي چې د کوکنارو کرکيله له منځه يوسي او معامله کوونکي او قاچاق وړونکي بنديان کړي. 

اميني وويل، له ايران سره د فراه ولايت د نژدېوالي له امله لويديځ ته د هيروينو تر ټولو عمده لاره ده. په دې توگه «بهرني ځواکونه» له مخالفانو سره مرسته کوي چې د حکومت کنترول کمزوری کړي او کرکيلې او قاچاق ته لاره هواره کړي.

د فراه د ولايتي شورا غړي، دادالله قانع پر ديني مشرانو پړه واچوله چې نشي کولای د اسلام له نظره د نشه يي توکو د کارونې او کرکېلې د ممنوعيت په اړه تبليغات وکړي. هغه وويل، د فراه ولايت په ځينو برخو کې، چې د حکومت تر کنترول لاندې نه دي، ځايي ملايان د کوکنارو له کروندگرو څخه «عشر» او «زکات» ټولوي.  

د نورستان په مناظره کې ويناوالو وويل، د نشه يي توکو کارونه نسبتا ټيټه ده. 

د نورستان ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رئيس، هارون مؤحد وويل، په داسې حال کې چې له هغه سره کره شمېر نشته، خو د نورستان د نشه يي توکو ستونزه د افغانستان د نورو برخو په پرتله لږه ده. 

د پوليسو په قوماندانۍ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د رياست سرپرست، رئيس خان له دې خبرې سره يوه خوله و چې بېوزلي د نشه يي توکو د کارونې اصلي لامل دي.

هغه وويل: «که په دې هېواد کې خلکو ته کاري فرصتونه پيدا شي، د نشه يي توکو د روږدو کسان شمېر به ډېر راټيټ شي.»

د نورستان ولايت د روغتيا د رياست د روږدو کسانو د درملنې مسؤول چارواکي، رضوان وويل چې د درملنې امکانات ډېر محدود دي.

هغه وويل: «هغه روږدي کسان، چې وضع يې ښه نه وي، گاونډي ولايت، ننگرهار ته استول کيږي. په نورستان کې موږ يوازې د هغو روږد کسانو درملنه کوو چې ستونزه يې ډېره نه وي.»

 

 

Afghanistan
Drugs
Frontline Updates
Support local journalists