آيا د کوکنارو نوې تخم به د افغانستان د اپينو حاصل لوړ کړي؟

ځايي کروندگر وايي، اوس کولای شي ټول کال کرکيله وکړي او حاصل ترلاسه کړي.

آيا د کوکنارو نوې تخم به د افغانستان د اپينو حاصل لوړ کړي؟

ځايي کروندگر وايي، اوس کولای شي ټول کال کرکيله وکړي او حاصل ترلاسه کړي.

Poppy field in Afghanistan's Helmand province. (Photo: John Moore/Getty Images)
Poppy field in Afghanistan's Helmand province. (Photo: John Moore/Getty Images)

د هلمند ولايت د کوکنارو يو کروندگر، کرم خان د خپل کاروبار د غوړېدو له امله خوښ دی.

هغه وويل، د نوي تخم د کرلو له امله به کوکنار د ټول کال په اوږدو کې و کرل شي او حاصل به يې تر لاسه شي. په ولايت کې د حکومت کنټرول له منځه تلل کروندگر هڅولي چې د دغه ناقانونه فصل حاصل راټول کړي.

هغه وويل: «موږ به پخوا کوکنار په کال کې يوه پلا کرل او يوازې يو ځل په مو اپين لاسته راوړه. اوس بازار ته نوی تخم راغلی چې په څلورو فصلونو کې کوکنار کرل کیږي او اپين یې ترلاسه کيږي.»

د «چينايي تخم» په نامه دا تخم ډېر حاصل ورکوي او کروندگر په دې خوښ دي چې ډېرې پېسې لاسته راوړي.

خان وويل: «د هلمند امنيت ښه نه دی. سربېره پر دې د ځوانانانو بېروزگاري او د فابريکو او کاروبار د نشتوالي له امله خلکو د اړتيا له امله د کوکنارو کرکيلې ته مخ اړولی، ځکه بله چاره نه لري. زما په اند خلک د کوکنارو د کرکيلې له امله پړ نشي بلل کېدای.»

د ملگرو ملتونو د نشه يي توکو او جرايمو د څانگې د وروستيو شمېرو له مخې په افغانستان کې د کوکنارو کرکيله د ٢٠١٥ کال په پرتله په ٢٠١٦ کې ٤٣ سلنه لوړه شوې وه.

په رپوټ کې، چې د افغانستان د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د وزارت په گډه مرسته چمتو شوی، دا هم موندل شوې وه چې د هېواد دننه په ٢٠١٥ کال کې د ٣٣٠٠ ټنه نشه يي توکو د توليد په پرتله په تېر کال کې ٤٨٠٠ ټنه نشه يي توکي توليد شوي.

هلمند، لکه د تېر کال په څېر، د نشه يي توکو مخکښ توليدوونکی ولايت و. په ٢٠١٦ کال کې د افغانستان  ٤٠ سلنه نشه يي توکي په سويلي ولايتونو کې توليد شوي وو.

په هېواد کې په منځنۍ کچه په هر هکټار کرونده کې ٨، ٢٧ کيلوگرامه اپين توليد شوي، چې د ٢٠١٥ کال په پرتله په سلو کې ٣٠ زياتوالی ښيي. د دغه زياتوالي لامل ناڅرگند دی. کېدای شي لامل دا وي چې کرونده حشراتو او ناروغۍ وهلي نه ده.   

څارونکي له دې سره يوه خوله دي چې ښايي د توليد په لوړوالي کې يو شمېر عناصر دخيل وي.

د رپوټونو له مخې دا نوی تخم افغانستان ته په ٢٠١٥ کال کې راغلی. ښايي دغه تخم په چين کې اصلاح شوی وي چې هلته د درمل جوړونې په موخه يوه اندازه کوکنار په قانوني توگه کرل کيږي.

په هلمند کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې رئيس، سيد احمد ورور يادونه وکړه، مخالفانو د ولايت ډېرو برخو ته لاره پيداکړې چې دمخه د حکومت تر کنترول لاندې وې.

هغه وويل، دا کار د کوکنارو پر کرکيله بشپړ اغېز لري.

ورور په دوام وويل: «مخالف ځواکونه پر خلکو زور راوړي چې تر خپل لاس لاندې سيمو کې کوکنار وکري.» نوموړي زياته کړه، دمخه د ناوې، نادعلي او گرمسېر ولسوالۍ د کوکنارو له کرکيلې څخه پاکې سيمې اعلان شوې وې.   

اوس دغه سيمې په بشپړ ډول يا تر ډېره کچه د مخالفانو په لاس کې دي، چې له امله يې په لسگونه هکټاره ګرونده د کوکنارو پر پخوانۍ کروندې زياته کړای شوې ده.   

نوموړي دا هم وويل، د کوکنارو د نوي تخم په رامنځته کېدو د نشه يي توکو په وړاندې مبارزه سخته کړې ده. پخوا به کوکنار د کال په يوه ځانگړي فصل کې کرل کېدل او له کرلو څخه تر حاصل اخيستلو پورې به پرې نژدې شپږ مياشتې تېرېدې. نوي تخمونه په لنډ وخت، څه ناڅه دوو مياشتو کې حاصل ورکوي.     

ورور وويل: «په دې ورځو کې يو نوی تخم، چې د ـچينايي تخم ـ په نامه ياديږي، په خلکو کې عام شوی دی. دا تخمونه په ټولو څلور فصلونو کې حاصل ورکوي، په دې معنا چې اوس د کال په هر موسم کې کوکنار کرل کېدای شي.»

هغه وويل: «موږ د نوي تخم موضوع د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې له وزارت سره ياده کړې ده. موږ د کوکنارو په اړه معلومات، چې په ټولو څلورو فصلونو کې کرل کيږي، هم هغوی ته ورکړي دي، ترڅو موږ د نشه يي توکو په وړاندې مبارزه يوه موسم ته ځانگړې نه کړو، بلکې د کال په اوږدو کې مبارزه وکړو. خو له بده مرغه مو تر اوسه له نوموړي وزارت څخه کوم غبرگون نه دی تر لاسه کړی.»

ځايي کروندگر وايي، د لمر د انرژۍ پراخه کارونې هم د کوکنارو کرکيله ارزانه کړې ده.

دمخه به دغه بوټي د ولايت په هغو کروندو کې کرل کېده چې د هلمند د سيند پر اوبو خړوبېده او يا کروندگرو په خپل پيسو جنراتورونه چمتو کول او د هغې په واسطه به يې د ژورو څاگانو د کنلو له لارې کرونده اوبه کوله.

حافظ محمد، چې په خپله ځمکه کې يې کوکنار کرلي، وايي: «موږ به د جنراتورونو په واسطه له ژورو څانگانو څخه اوبه راايستلې، خو اوس د لمر انرژي کاروو او دا ډېره ارزانه بيه ده. د لمر د انرژۍ په واسطه کولای شو، هر وخت چې مو زړه وي، خپله کرونده اوبه کړو.»  

د هلمند د والي وياند، عمر ځواک ومنله چې د تېر کال راهيسې د کوکنارو کرکيله زياته شوې ده.

نوموړي دا زياتېدل د مخالفانو په لاسته راوړنو پورې اړوند وبلل او ويې ويل، کوکنار د هغوی د عوايدو عمده سرچينه ده.

هغه وويل: «سره له دې چې مخالفانو خپل کنترول پراخې سيمې ته غځولی دی، خو حکومت له هغوی سره خپلې جگړې ته دوام ورکوي. حکومت زيار باسي چې په ولسواليو کې کوکنار او د کوکنارو کرکيله له منځه يوسي.»

ورور هم يادونه وکړه، له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مټې بډ وهلي چې په ټول افغانستان، په تېره بيا په هلمند، کې د نشه يي توکو د کرکيلې مخه ډب کړي.

هغه وويل: «هر کال د خلکو د معلوماتو د کچې د لوړلو پروگرامونه پلي کيږي، د نشه يي توکو ضد شعارونه چمتو کيږي، معلوماتي پاڼې او نورې خپرونې، چې د نشه يي توکو زيان بيانوي، په ښوونځيو کې پر زده کوونکو ويشل کيږي، د نشه يي توکو په وړاندې کمپاينونه چمتو کيږي، چې د نشه يي توکو په وړاندې مبارزه کې ډېر اغېزمن دي.»

د ولايتي شورا غړی، عطاءالله افغان دا خبره نه مني.

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: «حکومت د نشه يي توکو په وړاندې کومه اغېزمنه تگلاره نه لري. هر کال د نشه يي توکو د توليد د کمولو په موخه په ميليونونه ډالره لگيږي، خو د کوکنارو کرکيله ډېريږي او کميږي نه.»

هغه وويل، نوې تگلارې ته ډېره زياته اړتيا ليدل کيږي.

هغه وويل: «حکومت بايد يوه داسې تگلاره غوره کړي چې له مخې يې کروندگرو ته د قانوني فصل د کرلو زمينه برابره شي. ډېری خلک کوکنار د بېوزلۍ له امله کري. هغوی د ترکارۍ او سبو پر ځای له اپينو څخه ډېره گټه تر لاسه کوي. له دې لارې هغوی خپلې ستونزې هواروي.»

افغان زياته کړه: «که چېرته هغه پيسې چې هر کال د نشه يي توکو په له منځه وړلو لگيږي، پر بنسټيزو کارونو ولگيږي، د بېلگې په توگه، د فابريکو جوړول، د کار و بار ارمنځته کول، د اوبو د بندونو او ويالو جوړول، نو کاري فرصتونه به رامنځته او خلک به بيا هيڅکله له بېروزگارۍ او اقتصادي ستونزو څخه شکايت ونه کړي.»

د هلمند د مدني ټولنې مشر، عبدالخالق ځواکمن له دې خبرې سره موافق دی چې يوازې دغه راز پانگونه کولای شي کروندگر له ناقانونه کرکيلې څخه راواړوي.

هغه وويل: «خلک بايد د کوکنارو د کرکيلې له امله پړ ونه بلل شي، ځکه حکومت له هغوی سره مرسته نشي کولای او هغوی په ناامنۍ کې ژوند کوي. هغه مهال چې کلي او ولسوالۍ خوندي نه وي، څرگنده ده چې د خلکو اقتصادي حالت به ښه نه وي او بېوزلي کيږي به. له دې امله، سره له دې چې هغوی پوهيږي، کوکنار حرام دي، خو کري يې.»

هغه زياته کړه: «د کوکنارو د کرکيلې مخه به تر هغه ونه نيول شي، ترڅو امنيت ښه شوی نه وي، بنسټيزې پروژې رامنځته نشي او حکومت د هېواد لوستو او نالوستو ځوانانو ته کاري فرصتونه چمتو نه کړي.»

په ورته وخت کې ځايي کروندگر، هغه د چا خبره، د چينايي تخم په کرلو بوخت دي او په زړه پورې حاصل ترلاسه کوي.

د وحيدالله په نامه يوه کروندگر وويل: «اوس په اوړي، ژمي، مني او پسرلي کې کوکنار کرم.»

«له دې امله ډېر خوشال يم. دا زموږ د عوايدو يوازنۍ سرچينه ده. په دې ورځو کې ډېرې پېسې تر لاسه کوم.»

Support our journalists