افغاني مېرمنې د رسنیو په ډګر کې له کار کولو څخه منع شوي

د ډارولو کمپاین د هېواد په ختیځ کې ناوړه اغېز کړی دی.

افغاني مېرمنې د رسنیو په ډګر کې له کار کولو څخه منع شوي

د ډارولو کمپاین د هېواد په ختیځ کې ناوړه اغېز کړی دی.

Female presenter working on a news package for a radio station in Kabul.
Female presenter working on a news package for a radio station in Kabul. © Paula Bronstein/Getty Images

کله چې زینت قریشي د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۲۴ د راديو د خبریالی په توګه له خپلې دندې څخه کور ته ستنه شوه، یو تلیفون ورته راغی او ژوند يې ورته بدل کړ.

یو سړی، چې ویل يې له اسلامي دولت (IS) سره په تړلو ډلو کې کار کوي، هغې ته وویل، چې تر څارنې لاندې ده.

هغه وویل: «کله چې کور ته څو شېبې دمخه نږدې شوې، غوښتل مو ودې ووژنو، خو د ژوند یو بل چانس هم درکوو.»

دا لومړنی ګواښ نه و، چې قریشي ته د خراسان د اسلامي دولت له خوا رسېدلی و. قریشي د تېرو شپږو کلونو راهیسې د رادیو د خبریالې په توګه کار کوي. د ملېشې د ډلې داکوچنې څانګه په ننګرهار ولایت کې د هغوی په ولسوالۍ کې فعاله ده.

پخوانیو تلیفون کوونکو هغې ته اخطار ورکړی و، صفا او پښتونستان (رادیو ګانې) او هغه رادیو چې هغه پکې کار کوي، ناولي او غیر اخلاقي ځایونه دي.

هغې وویل: « IS به ما ته ویل، دغه رادیو فحشا خپروي او الحاد ته کار کوي.»

قریشي ډار درلود چې پولیسو ته د یو شکایت په وړاندې کولو به هغه د ټولنې په وړاندې له شرم سره مخ کړي. د جولای د میاشتې له هغه تلیفون څخه وروسته يې وپتېله چې د دندې دوام هغې ته یو څرګند خطر دی. قریشي تر دې بریده په غوسه شوې وه چې خپل تلیفون يې پر دېوال وویشت او ټوټې ټوټې يې کړ.

هغې وویل: «زما زړه او تلیفون دواړه مات شول. له دغه پېښې وروسته بيا رادیو ته د کار لپاره لاړه نشوم.»

د افغانستان په ختیځ کې ښځینه ژورنالستانې له توندو ګواښونو سره مخ دي. د آی ډبلی پي آر څېړنو موندلې چې لږ تر لږه په جلال آباد کې اویا تنو ژورنالستانو په تېرو درېو کلونو کې خپلې دندې پرېښې دي.

له دې امله اوس په ټول ولایت کې څه دپاسه لس تنه ژورنالستانې کار کوي. د طالبانو او په IS پورې تړلو ډلو ټولو د رسنیو پر ډګر ناوړه اغېز کړی دي.

یوې بلې مېرمنې هم آی ډبلیو پي آر ته د ګواښونو په اړه وويل، چې له امله يې له رادیو سره کار پرېښودو ته اړ شوې.

ملالې میوندۍ د جلال آباد له انعکاس تلویزیونې شبکې سره له ۲۰۱۶ کال څخه د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې کار وکړ. وروسته يې د مرګ د ګواښونو د ترلاسه کولو له امله دنده پرېښوده. هغه اوس بېکاره ده.

میوندي چې د جلال آباد ښار د شیخ مصري په ښارګوټي کې اوسیږي، وویل، یو سهار کار ته د تګ پر مهال ګوري چې د دروازې په مخکې يې یو لیک پروت دي.

د طالبانو د اسلامي امارت پر نښان لرونکي یوه ټوټه کاغذ کې هغې ته اخطار ورکړ شوی و چې له دندې لاس واخلي. په لیک کې لیکل شوی وو، د رادیو یا تلویزیون له لارې د ښځینه غږ خپرول یو غیر اسلامی عمل دی. هغې ته ویل شوي و چې له دې وروسته له کوره بهر نشي. موږ ته ستا وژل د پېشو د وژلو په اندزه اهمیت نه لري.  

زیبا الکوزۍ څلور کاله په کلید رادیو کې دنده سرته ورسوله او د «ښځه د ورځی په هنداره کی» په نامه یو پروګرام يې چلولو. هغه هم اړ ایستل شوه چې دنده پریږدي.

ملېشو په پرله پسې ډول د هغې پلار او ورور ته تلیفونونه کول. ورته يې ویل که چېرته هغې په رسنیو کې کار ته دوام ورکړۍ، نو له سختو پایلو سره به مخ شي.

الکوزۍ وویل، چې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په لومړۍ ورځ يې پلار ته د یوه سړی له خوا تلیفون راغی، چې ځان يې د IS غړی معرفي کړ او ويې ویل، که بله ورځ يې لور کار ته لاړه شي، نو ماښام به دې د خپلې لور مړی کور ته یوسي.

هغې وویل: «د جنورۍ په لومړۍ ورځ  وه چې ټولې هيلې او ارمانونه مې پر اوبو لاهو شول.» ويې ویل چې دا له رسنیو سره د هغې وروستۍ ورځ وه.

الکوزۍ وویل، هغه نوره د مصؤونیت احساس نه کوي، سره له دې چې کور يې هم د جلال آباد ښار په درېمه ناحیه کې د پولیسو له قوماندانۍ سره نږدې پروت دی.

دغه کار پر سیمه ييزو رسنیو باندې ناوړه اغېز کوي. د بېلګې په توګه، په ننګرهار کې د افغانستان پر رادیو تلویزیون باندې په تېرو درېو کلونو د بنسټپالو بريدونو له امله ۱۸ تنو ښځو خپلې دندې پرېښې دي. ۱۴ تنو ښځو د «مینه رادیو» او نهو تنو د «مرام» په رادیو کې د بریدونو له امله خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د افغانستان په ختیځ کې ژورنالستانو د حمایت د کمېټې رئیس، ذبیح الله غازي وویل، اوس په جلال آباد کې شاوخوا ‎پنځلس تنه ښځینه ژورنالستانې کار کوي.     

دغه کار کله ناکله د [پروګرامونو پر] تولید ناوړه اغېزې کوي. د «مینه رادیو» رئیس، کاووش ننګیال وویل، رادیو يې د ښځینه ژورنالستانو په وتلو په زرګونه اورېدونکي له لاسه ورکړي دي.

د جلال آباد د اباسین د رادیو شبکې رئیس، زېرک ذهین وویل، د پنځو تنو ښځینه کارکوونکو له وتلو وروسته يې خپرونې بيخي بندې کړي دي.

هغه وویل: «له تولید پرته سوداګریز اعلانونه او د ښځو لپاره ټولنیز او فرهنګي پروګرامونه نشي خپرېدای. له دې امله زموږ د رادیو خپرونې ودرېدې.»

ګواښونه یوازې په ښځینه کارکوونکو پورې محدود نه دي. د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې په جلال آباد ښار کې د انعکاس رادیو، پژواک خبری آژانس او قلم رادیو په ګډون پر څلورو رسنیزو مرکزونو بمونه اچول شوی دي. په دغه بریدونو کې څلور تنه ژورنالستان وژل شوی او نور ۱۹ تنه ژوبل شوي دي.

په تېرو درېو کلونو کې په جلال آباد ښار کې د ملېشو د ګواښونو له امله لږ تر لږه ۱۵ رادیوګانې او چاپي رسنې تړل شوي دي.

په جلال آباد ښار کې د پژواک خبرې آژانس یو خبریال، یوسف ظریفی وايي، هغه او نور انډیوالان يې څو څو ځلې ګواښل شوي دي.

هغه آی ډبلیو پی آر ته وویل: «زه د اړتیا له مخې په رسنیوکې کار کوم.» نوموړی زیاته کړه، که چېرته يې د معیشت بله کومه لار درلودای، نو له ژورنالیزم څخه به يې لاس اخیستی و.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له سقوط راوروسته د رسنیو د ډګر پراختیا د افغان حکومت لویه بریا ګڼل کېده.

وتلي ځايي ژورنالست، زیرک فهیم وویل، په دغه لویه شمېر د ښځینه ژورنالستانو زیان په افغادنستان کې د بیان د آزادۍ پر مخ لویه څپېړه ده.     

د رسنیو تحلیلوونکي، نجیب الله اتل وویل: «که چېرته یوه ښځه په خپل کور کې له رادیو څخه د بلې ښځې غږ وانه اوري، نو ځان کوچنی او نیمګړی بولي.»

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، اورنګ صمیم وویل، هغه د ژرنالستو ښځو له دې اندېښنې څخه خبر نه و. هغه وویل، اوس چې خبر شو، نو د ننګرهار د والي او ځايي پولیسو په ګډه مرسته به ستونزه هواره کړي.     

دمګړۍ له رسنیوڅخه وتلوته اړ ایستل شوې مېرمنې په نږدې راتلونکي کې داسې کومه هیله نه لري چې ګوندې بیا به د خپلو ارمانونو پوره کولو ته وخت ومومي.  

قریشي د رادیو پخوانې خبریاله اوس په یوې خیریه موسسې کار کوي. سره له دې چې د پخوانۍ دندې په پرتله ښه معاش ورکول کيږي او د میاشتې درې سوه امریکايي ډالر اخلي، خو هغې وویل، دغه اندازه معاش د هغې قناعت وړ نه دی او نه د ژورنالیزم په څېر په زړه پورې دی.    

هغې وویل: « ما چی سل ډالراخیسته دهغه سره  یوه  نړی مینه درلوده، خو اوس چی  دری سوه ډالره اخلم زړه می مات دی .»

Support our journalists