افغانستان: د خوست ځايي خلک "د رايه ورکوونکو د شمېر په اړه" د ادعا په وړاندې مقابله کوي

نوماند عبدالله عبدالله ويلي، په خوست کې د رايه ورکوونکو شمېره د هغه ولايت د استوگنو له شمېرې څخه لوړه ده.

افغانستان: د خوست ځايي خلک "د رايه ورکوونکو د شمېر په اړه" د ادعا په وړاندې مقابله کوي

نوماند عبدالله عبدالله ويلي، په خوست کې د رايه ورکوونکو شمېره د هغه ولايت د استوگنو له شمېرې څخه لوړه ده.

د افغانستان په سويل ختيځ ولايت، خوست کې، د رايې د ورکولو د صندقونو د ډکولو په اړه د درغلۍ ادعاگانې په خلکو کې د غوسې او خپگان لامل شوي او د ټاکنو ځايي چارواکي هم ټينگار کوي چې د رايه ورکوونکو د شمېر زياتوالی سم دی.

د جون د مياشتې په ١٤ د دويم پړاو په ټاکنو کې د دوو نوماندانو له ډلې څخه سيالۍ ته ولاړ يو نوماند،  عبدالله عبدالله په ملي کچه د څه دپاسه اوو مليونو رايه ورکوونکو شمېره ناسمه وبلله او وايي صندوقونه  د هغه د سيال، اشرف غني احمدزي په گته له درغلو رايو ډک شوي دي. 

عبدالله د جون په اتلسمه د رسنيو يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، هغه نه د ټاکنو پر خپلواک کميسون او نه د ټاکنو د شکايتونو د اورېدلو پر کميسون باور لري او ويې ويل د رايو شمېرنه دې ودرول شي.

د عبدالله يوې ادعا د خوست ولايت د اوسيدونکو اعصاب راوپارول، چې ويل يې هلته د ټاکنو خپلواک کميسون له څلور سوه زرو څخه زياتې رايې شمېرلي دي، په داسې حال کې چې په خوست کې د رايې ورکولو وړ درې سوه زرو خلکو د رايې ورکولو لپاره نومونه ليکلي وو. د ټاکنو په لومړي پړاو کې، چې د اپرېل په څلورمه سرته ورسيدې، د ټاکنو خپلواک کميسون په خوست کې ١١٣٠٠٠ رايه ورکوونکي ثبت کړي وو.

د عبدالله ډله وايي، د رايې ورکوونکو شمېر د هغه ولايت د نفوسو له شمېر سره انډول نه دی. د افغانستان د مرکزي سرشمېرنې ادارې د ٢٠١٢ ٢٠١٣ کال د شمېرنې له مخې د خوست د اوسيدونکو ټوله شمېره ٥٥٠٠٠٠ ښودلی ده چې يو شمېر يې د لږ عمر کوچنيان دي. خو ولايتي چارواکي وايي دا شمېره د کلو د پراختيا د وزارت د شمېرې له مخې يو مليون او درې سوه زره ده.

د خوست د ټولو ١٢ ولسواليو د مشرانو په گډون شاوخوا دوه زره تنه د جون په ١٦ نېټه د عبدالله عبدالله د تبصرو د غندلو په موخه د خوست په ښار کې راغونډ شوي وو او غوښتنه يې وکړه چې د رايو اعتبار يې وساتل شي. په غونډې کې د پخوانيو جهادي قوماندانو د شورامشر، مولوي محمد سرور ځدراڼ گډون درلود چې د رايو د باطلولو په اړه يې روانو هڅو ته گوته ونيوه.  

ځدراڼ وويل: "موږ د دويم پړاو په خاطر په خوست بازار او ولسواليو کې له ديني عالمانو سره کور په کور وگرځېدو. موږ خلک وهڅول چې په ټاکنو کې گډون وکړي. دا وار د خوست هر وگړی راووت. اوس يو جنگ سالار زموږ پر خلکو او د هغوی پر رايو پښې ږدي او سپکاوی مو کوي."

ځدراڼ گوته وڅنډله که د خلکو ورکړل شوو رايو ته د شک په سترگه وکتل شي او يا له اعتباره ولويږي، ځايي قومونه به لويې لارې بندې کړي او "له خوسته تر کابله" به پر لاريونونو لاس پورې کړي.

په خوست کې  اشرف غني د کمپاين منيجر او د پارلمان غړي، همايون همايون په ټاکنو کې د خلکو د گډون د ارادې په اړه يوه کيسه بيا ن کړه.

هغه وويل: "د ټاکنو په ورځ د خوست د تڼيو د ولسوالۍ د يو اوسيدونکي، جواز خان ځوانه لور مړه شوه.  هغه د خپل د لور مړی تر هغه پټ وساته چې د کلي خلک د رايو د ورکولو له مرکزونو څخه بېرته راستانه شول. هغه دا مړی ځکه پټ وساته چې که خلک خبر شوی وای، نو رايو ورکولو ته به نه وای تللي. په داسې يو احساس به څنگه د خوست د خلکو رايې ډېرې شوی نه وای؟"

په خوست کې د ټاکنو د شکايتونو د اورېدلو د خپلواک کميسون د مشر، خانزاده خان په وينا په حقيقت کې په ولايت کې له نيم مليون څخه زياتو خلکو د رايو ورکولو کارتونه اخيستي وو. هغه وويل، ٣٥٠٠٠ کارتونه د ٢٠٠٥ کال له ټاکنو څخه دمخه توزيع شوي وو، په ٢٠٠٩ کال کې نور اويا زره ووېشل شول او سږکال د رايې ورکولو نوي زره کارتونه خلکو واخيستل، چې ټول ټال د رايو ورکولو ٥١٠٠٠٠ کارتونه کيږي.

په داسې حال کې چې د رايې ورکولو شمېره  زياته شوې، د خان د وينا له مخې د ټاکنو په مرکزونو کې د رايه ورکوونکو د ډېرې گڼې گوڼې له امله د خوست زياترو اوسيدونکو رايه ورنه کړای شوه. 

هغه وويل: "کوچيانو، ملي پوليسو او د اردو غړو، پيځايه شوو افرادو، د گاونډيو ولايتونو کارگرانو او د خوست په پوهنتونونو کې د نورو ولايتونو محصلانو ټولې خپلې رايې دلته واچولې. په نتيجه کې د خوست اصلي اوسيدونکي د رايپاڼو د کمښت له امله د رايې ورکولو له فرصت څخه بې برخې شول."

په خوست کې د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر، احمد شفيق وفا وويل، د ولايت په کچه د رايې ورکولو ٦٩٧ مرکزونو هر يوه ته د رايې ورکولو ٦٠٠ پاڼې لېږل شوې وې، چې ټولې ٤٢٠٠٠٠ پاڼې کيږي. هغه وويل، د ټاکنو په ورځ ماسپښين دا پاڼې ټولې خلاصې شوې. 

هغه وويل: "په کابل د ټاکنو د خپلواک کميسون مرکزې دفتر خوست ته د رايې ورکولو د کارتونو په پرتله لږې رايپاڼې استولې وې. له دې امله په لسگونو زرو خلکو خپلې رايې ونشوې کارولای."

د بدلون او همپالنې د ډلې د کمپاين يو غړي، فضل رحمن اوريا، چې د عبدالله په گټه يې کمپاين کاوه، وويل، د خوست ولايت د نفوسو تازه او کره شمېر په لاس کې نشته، خو ويې ويل، د رايو ورکولو د وړ ٤٠٠٠٠٠ کسانو د شمېرې په اړه شک په پارلماني او ولايتي شوراگانو کې د دغه ولايت له ټاکل شوو څوکيو څخه څرگنديږي. هره يوه څوکۍ د سيمې د نفوس په تناسب بېليږي.

اوريا وويل، د خوست په اړه د عبدالله شکايت په اصل کې هلته د خلکو په گټه و، چې د هغه په وينا د اشرف غني د ملاتړو له خوا غلا او صندقونه ترې ډک شول.

هغه وويل: "د خوست د خلکو حق غلا شو. موږ ځانونه مکلف گڼو چې د خوست د خلکو د حقونو دفاع وکړ. زموږ ادعاگانې زموږ په لاس کې د موجودو لاسوندو له مخې دي."

په خوست کې د عبدالله د کمپاين مسؤول، غازي نواز تڼي ټينگار وکړ چې د هغه ډله د رايه ورکوونکو درناوی کوي، خو دا وايي چې پاکې رايې بايد له ناپاکو څخه جلا شي.

تڼي له فرصت څخه په استفادې په ټينگار وويل، عبدالله د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره پر ځای شخص دی او ويې ويل، اشرف غني د نړيوال بانک پخوانی چارواکی د هېواد په لوړو ژورو کې کوم کار نه دی کړی.

هغه وويل: "عبدالله ملي يووالي ته ښه کار کولای شي. هغه يو مجاهد دی، زموږ د ټولو قومونو له درناوۍ څخه برخمن دی. هغه مدرن سړی دی او تر ټولو مهمه دا چې هغه په هيڅ حالت کې افغانستان نه دی پرېښی."

په خوست کې پر عبدالله نيوکه کوونکي، هغه له ايران او پاکستان څخه د مرستو په ترلاسه کولو تورنوي. ښايي نوموړي دواړه دولتونه په افغانستان کې د پښتنو له برلاسۍ سره مخالف وي.

قومي تړاوونو هغه مهال زور واخيست چې د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنو ته د ولاړو نوماندانو شمېر په دويم پړاو ټاکنو کې دوو ته راټيټ شو. عبدالله نيمايي پښتون دی، خو د تاجيکانو په مشرۍ د سياسي او سيمه ييزو گټو د ساتونکي په سترگه ورته کتل کيږي. اشرف غني احمدزی د سويل له واکمن پښتون ټبر سره تړاو لري.     

د خوست د مدني ټولنې يو فعال، رفيع الله زيار آی ډبلي پي آر ته وويل: "د افغانستان زياتره خلک، په ځانگړي ډول پښتانه، په پراخ ډول د اشرف غني ملاتړ کوي؛ ځکه پښتانه د ژبې، دين او فرهنگ له مخې له ايران سره توپير لري. هغوی له پاکستان سره هم د ډيورنډ د کرښې د برتانويانو له خوا د ناندريزې سرحدي پولې له امله ستونزې لري. هغوی عبدالله ته د دغو هېوادونو د گټو د خوندي کوونکي په سترگه گوري."

سياسي شنونکي، نقيب الله يمين وويل، اشرف غني ته خلکو ډېرې رايې ورکړې، ځکه د سيالې ډلې غړو پرې لفظي بريدونه وکړل. قومي توپيرونو هم دلته خپل رول لوبولی دی.

هغه زياته کړه: "له شک پرته چې د تحول او تداوم ډلې، په ځانگړي ډول په خپله اشرف غني په دويم پړاو کې خپل پروگرامونه په پوره برياليتوب څرگند او بيان کړل او په دې توگه يې د خلکو زړونه لاس ته راوړل."

احمدشاه په خوست کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists