افغانان له ټيټې کچې درملو څخه سر ټکوي

تاريخ تېر او تقلبي درمل د خلکو روغتيا ته لوی خطر پېښوي

افغانان له ټيټې کچې درملو څخه سر ټکوي

تاريخ تېر او تقلبي درمل د خلکو روغتيا ته لوی خطر پېښوي

په افغانستان کې د احمدشاه ليکنه

د خوست اوسيدونکي، اقبال له اتو ميشاتو راهيسې په منظم ډوله هغه درمل وخوړل چې ډاکټر ورته ورکړي وو، خو ناروغي يې ښه نشوه.

په پای کې هغه له پولې هاخوا پېښور ته لاړ او د بلې چارې په لټه کې شو. ډاکترانو يې هماغه ناروغي تشخيص کړه او د هماغه پخوانيو درملو سپارښتنه يې ورته وکړه.

اقبال وويل: "په پېښور کې مې ډاکټرانو ته وويل، هغه درمل چې تاسو راکړي، هماغه درمل دي چې په خوست کې ډاکټرانو راکړي او گټه يې نه ده کړې. کله چې مې نوي درمل واخيستل او تر پايه مې وخوړل، ښه شوم."

وروسته تر هغه چې پاکستاني ډاکټر ته بيا ورغی نو ښه شوی و او له هغه څخه يې د دې کار توضيح وغوښته.

هغه وويل: "ډاکټرراته وويل، د افغانستان د ډاکټرانو تشخيص پر ځای و، خو درمل سم نه وو."

تاريخ تېر تقلبي درمل، چې زياتره د کم تجربه ډاکټرانو له خوا ورکول کيږي، په افغانستان کې د خلکو روغتيا ته لوی تاوان رسوي. دا ستونزه د خوست ولايت په څېر سيمو کې ډېره جدي ده چې له پاکستان سره د گډې پولې له امله ورته د بې کيفيته درملو د قاچاق زمينه ښه برابره ده.

د خوست اوسيدونکي، محمد طيب وويل، بېلابېلو ډاکټرانو ته د ورته ناروغۍ له امله ورغلی او هر ډاکتر بيابېل تشخيص کړی دی.

هغه وويل: "که ساده ووايم، نه ډاکتر لرو، نه درمل. هغوی مازې د خلکو له ژوند سره لوبې کوي."

د خوست يوه ډاکټر، عبدالقادر سيار وويل، دا د افغاني ډاکټرانو د پوهې خبره نه ده، بلکې د هغو درملو خبره ده چې دلته موجود دي.

هغه وويل: "موږ داسې ډاکټران لرو چې بهر يې د ناروغانو درملنه کړې، خو که ناروغانو ته دلته درمل ورکړي، نه ښه کيږي. لامل يې دادی چې درمل سم نه دي."

د عنايت الله په نامه يوه ډاکټر، چې د خوست اصلي اوسيدونکی دی او اوس په هند کې د پوستکي د ناروغيو په څانگه زده کړه کوي، وايي، دا ده هم تجربه کړې.

هغه وويل: "کله چې په هند کې چاته درمل ليکم، هغوی ښه کيږي. خو که هماغه درمل په خوست کې ورکړم، ناروغ نه ښه کيږي. لامل يې بې کيفيته درمل دي، چې د ځايي خلکو باور يې پر ډاکترانو راټيټ کړی دی."

عنايت الله وويل، د هند حکومت د درمل پلورنکو د کيفيت د کنترول پروگرامونه لري، چې په افغانستان کې دا کار د پراخه درغلۍ له امله شونی نه دی. 

د خوست هيڅ يو درمل پلورونکی، چې ډاکتران او ناروغان يې د درغلو درملنو په پلورولو تورنوي، له آی ډبليو پي آر سره مرکې ته حاضر نشو.

د پولې دواړو خواوو ته د سوداگرۍ غوړېدا

د خوست ولايت د عامې روغتيا د درملنې د څانگې د وينا له مخې په خوست کې د موجودو درملو ٤٠ تر ٥٠ سلنه پورې په پټه له پاکستان څخه راوړل کيږي.

د خوست د عامې ورغتيا د رياست کفيل، هدايت الله حميدي وويل، د دې کاروبار د مخنيوي په وړاندې لوی خنډ د ازميښتې وسايلو نشتوالی دی.

هغه وويل: "که موږ د درملو د کيفيت د ازمايلو ماشين درلودای، کولای مو شوای چې تر ډېره بريده د قاچاقي درملو او ټيټ کيفيته درملو مخه ونيسو."هغه زياته کړه، هغه څو څو ځلې د داسې يوه ماشين په اړه غوښتنه کړې او ژمنه هم ورسره شوې، خو لا تر اوسه ييتر لاسه کړی نه دی.  

حميدي وويل، د وخت اوږدوالی او د کيفيت د کنترول بهير هم يوه ستونزه ده.

هغه وويل: "کله چې درمل گمرک تر سيږي، سوداگر د عامې روغتيا رياست ته سمپل راوړي. رياست سمپل کابل ته د چک لپاره استوي. نتيجه يوه مياشت وروسته له کابل څخه رارسيږي. دا کار سوداگرو ته په لوړه بيه لويږي. له دې امله څوک نه غواړي د قانوني لارو درمل راوړي. په دې توگه قاچاقي يې راوړي."

د پولو دواړو خواوو ته سوداگري په خوست کې د درملو قانوني وارداتو او صادراتو او کړنلارو ته زيان رسوي.

سلطان منګل په خوست کې د پاکستان ATCO Laboratory Ltd.استازی دی، چې له حکومت سره د درملو د ثبت شوو ٢٠ شرکتونو څخه يو دی.

هغه وويل، په داسې حال کې چې هغوی حکومت ته محصول هم ورکوي او سم توکي واردوي، خو د شمالي وزيرستان، بنو او پېښور څخه راوړل شوي تقلبي درمل پرې اغېز کوي.

هغه وويل: "قاچاق شوي درمل زموږ د شرکت او نورو معتبرو شرکتونو نښانونه لري. هغه بيخي اصلي ښکاري. په ارزانه بيه پلورل کيږي. زموږ اصلي درمل يوه په لوړه بيه پلورل کيږي. له دې امله اخيستونکي نه لري. د تقلبي درملو بازار زموږ کارو بار او اعتبار ته ډېر زيان رسولی دی."

د خوست د عامې روغتيا د رياست د درملتونو د څانگې مشر، گل محمد ببرکزي وويل، په اوونۍ کې يو ځل دولتي او خصوصي روغتونونه، کلينکونه او درملتونونه په کلکه څارل کيږي.

ببرکزي وويل: "موږ پروسږکال د ټيټ کيفيت او تېرتاريخ يو ټن درمل ونيول. دهغې په اړه پلټنې روانې دي. تر ٢٥ پورې درملتونونه مو له لسو څخه تر سلو ډالرو پورې نغدي جريمه کړي. درې کلينيکه مو د ټيټ کيفيت درملو د پلورلو له امله څارنوالۍ ته معرفي کړي. يو درملتون يې د تل لپاره بند شوی دی. درې نور يې تر نهو ورځو پورې تړل شوي دي."

ببرکزي زياته کړه د هغه رياست د يو شمېر پاکستاني درملو په قاچاق کوونکو پسې گرځي.

هغه وويل: "موږ د هغوی د نيولو لپاره څو عملياته سرته ورسول، خو ومو نشو نيولای. اوس هم په هغوی پسې گرځو."

ببرکزي د افغان گمرک پر کارکوونکو تور پورې کړ چې نشي کولای له پولې راتېرېدونکې لارۍ په سمه توگه وپلټي.   

هغه وويل: "موږ دا ستونزه گمرک ته رسولې ده، خو هغوی وايي داسې وسايل يا ځای نه لري چې د ټولو موټرونو بارونه راکښته کړي او ويې پلټي."

په جرم کې د چارواکو د گډون ادعاگانې

منگل د روغتيا پر کارکوونکو اوځايي امنيتي پوځونو تور پورې کړ چې له ناقانونه سوداگرۍ خپله برخه اخلي او بيا پرې سترگې پټوي.

ځايي استوگنو آی ډبليو پي آر ته د يو څو موضوعگانو په اړه وويل، چې پوليس له موټرو څخه بډې اخلي او موټر نه تالاشي کوي.

امنيتي کارکوونکي ټينگار کوي چې له قاچاق سره د مقابلې لپاره خپلې رښتينې هڅې سرته رسوي.

د سرحدي پوليسو قوماندان، عبدالبصير خپلواک وايي، د هغه پوليس دواړو خواوو ته قاچاقو د وړلو راولړ مخه نيسي.

هغه وويل: "سرحدي پوليس خپلو دندو ته ژمن دي. هيچا ته اجازه نه ورکوي چې ناقانونه عمل وکړي."هغه زياته کړه، زيات شمېر قاچاق وړونکي نيول شوي او تر عدلي تعقيب لاندې دي.

د خوست د عمومي امنيت مشر، محمد يعقوب مندوزي وويل د پوليسو او گمرگ ترمنځ ښه همکاري شته. هغه زياته کړه: "موږ تر بريده وتلې هڅه کوو."

احمدشاه په خوست کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.

Afghanistan
Health
Frontline Updates
Support local journalists