افغانان د تليفوني ليکو له لارې له پوليسو سره د جنايي جرمونو په وړاندې مبارزه کې مرسته کوي

د تيلفوني مرکز موخه داده چې خلکو ته د امنيت په ټينگولو کې مستقيم رول ورکړ شي، خو هرڅوک د دې کار د اغېزمنتوب په اړه يوه خوله نه دي.

افغانان د تليفوني ليکو له لارې له پوليسو سره د جنايي جرمونو په وړاندې مبارزه کې مرسته کوي

د تيلفوني مرکز موخه داده چې خلکو ته د امنيت په ټينگولو کې مستقيم رول ورکړ شي، خو هرڅوک د دې کار د اغېزمنتوب په اړه يوه خوله نه دي.

Friday, 23 January, 2015

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

د هېواد په بېلابېلو برخو کې د آی ډبليو پي آر له خوا د جوړو شوو مناظرو د برخوالو په وينا د افغان پوليسو د يوې تليفوني ليکې له لارې اوس د جنايتونو او ترهگريزو بريدونو په اړه معلومات ورکول اسانه کړي دي. 

د بدخشان، هرات او پروان ولايتونو ويناوالو په ټينگه وويل، چې خلکو او پوليسو ته پکار دې يوځای او گډ کار وکړي. که چېرته د دې غوښتنه موجوده وي چې  د هېواد امنيتي اندېښنې هوارې شي بايد دوه اړخيز باور رامنځته کړي. 

له ٢٠٠٩ کال راهيسې تليفوني خدمتونه ٢٤ ساعته، په اوونۍ کې اووه ورځې د ١١٩ شمېرې په دايلولو فعال شوي. خلک کولای شي د دې شمېرې له لارې له جنايتونو او ترهګريزو بريدونو نيولې بيا له بشري حقونو څخه د سرغړونې او د پوليسو تر فساد پورې د هرې موضوع په اړه خبر ورکړي.

د افغانستان د هرات په ولايت کې د پوليسو وياند، نورخان نېکزاد وويل، نوموړي خدمتونه ډېرې ارزښتمنې منابع دي.

هغه وويل: «له پيسو له لگښت او د نامه له افشا پرته هر ولسي شخص کولای شي په خپلو سيمو کې د امنيتي گواښ په اړه پولپسو ته خبر ورکړي.»

نېکزاد وويل، د تېرو اتلسو مياشتو په اوږدو کې د هرات اوسيدونکو پوليسو ته د ٧٠٠ شکمنو پېښو په اړه رپوټ ورکړی دی. هغه زياته کړه: «د ولس د نوموړو اړيکو له لارې په هرات کې د لسگونو امنيتي پېښو مخه نيول شوې ده.»

د هرات په مناظرې کې يو بل ويناوال وويل، پوليسو نه دي کړي چې د ولايت په لرې سيمو کې خلک له پورته تليفوني شمېرې څخه خبر کړي.

د هرات د ولايتي شورا غړې، جهانتاب طاهري وويل، په ځينو ولسوالي، په تېره بيا په گوښه سيمو کې، خلک له دې تليفوني اړيکې څخه هيڅ خبر هم نه دي. په نوموړو سيمو کې گرځنده تليفون کار نه کوي. نوموړي زياته کړه، کله ناکله پوليس نه غواړي د تليفون دې شمېرې ته ځواب ووايي.

د ددفاعي چارو ماهر محمد نعيم غيور د پوليسو او ولس تر منځ د گډې همکارۍ پر اهميت تينگار وکړ. دمگړۍ د افغان پوليسو شمېره ١٥٠٠٠٠ تنو ته رسيږي. هغه وويل، که شمېره يې آن تر ميلون تنو پورې ورسيږي، وبه نشي کړای د خلکو له فعالې همکارۍ پرته امنيت ټينگ کړي.  

د افغانستان په شمال ختيځ کې په پروت ولايت بدخشان کې د جوړې شوې مناظرې يو ويناوال په سيمه کې د ځانگړو امنيتي ستونزو يادونه وکړه. د بهارک ولسوالۍ د پوهنې يوه چارواکي وويل، ځايي اوسيدونکو څو څو ځلې شورغادق کلي ته په غځېدلي سړک د وسله والو شوکو په اړه پوليسو ته خبر وکړ، خو هغوی په دې اړه کوم گام وانخيست. 

د نوموړې ولسوالۍ يوه لوړپوړي چارواکي، صنعت الله وفايي دا تورونه رد کړل، وويل: «موږ د شور غادق پر سړک پنځو تنو سرتيرو ته دنده ورکړې چې هره ورځ پر نوموړي د سړک د خلکو د امنيت د خوندي ساتلو لپاره گزمې وکړي.»

د مناظرې بل برخوال، حبيب الله شکايت وکړ، هغه خلک چې ١١٩ شمېره د معلوماتو د ورکړې په موخه دايلوي، پخپله ترې څېړنې او پلټنې کيږي. 

هغه وويل: «د پوليسو دې چلن ځايي اوسيدونکې نهيلي کړي دي.»

د بهارک ولسوالۍ د جنايي جرمونو مشر، صاحب خان وويل، پوليس مجبور دي له خلکو پوښتنې ايگنې وکړي. 

هغه وويل: «موږ غواړو د خپلو پوښتنو له لارې د معلوماتو سموالی او ناسموالی څرگند کړو. موږ دا هم غواړو روښانه کړو چې د شخصي دښمنۍ له لارې کوم گام پورته شوی نه وي.»

په پروان ولايت کې د بگرام ولسوال، عبدالشکور قدوسي گډون کوونکو ته ډاډ ورکړ چې چارواکي د ١١٩ شمېرې تليفون له لارې لاسته راغلي معلومات په جدي ډول تعقيبوي. 

هغه وويل: «دا دومره لويه ژمنه ده چې د کورنيو چارو وزير پخپله گام پورته کړی او ولايتي پوليسو ته يې امر کړی د رپوټ په اړه بيړني گامونه واخلي.»

 

Frontline Updates
Support local journalists