افغانان د درغلو (جعلي) درملو له امله په غوسه دي

تاريخ تېر يا جعلي درمل د هېواد په ختيځ کې مخ په ډېرېدو دي.

افغانان د درغلو (جعلي) درملو له امله په غوسه دي

تاريخ تېر يا جعلي درمل د هېواد په ختيځ کې مخ په ډېرېدو دي.

An Afghan pharmacist talks to a young customer. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
An Afghan pharmacist talks to a young customer. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)

د هېواد په ختيځ کې د جلال آباد ښار اوسيدونکی، ضياءالله له تېر يوه کال راهيسې په منظم ډول په پښتورگو کې د تيگو د موجوديت امله له خپل ډاکټر څخه درمل اخلي.

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل، کړېدلی حالت يې هيڅ نه دی ښه شوی. په سيمه کې د ښو درملو موندل اسانه کار نه دی. ټول بازار د تاريخ تېر يا بې کيفيته درملو څخه ډک دی.

هغه وويل: «ناروغۍ مې نور ژوند تريخ کړی.» نوموړي وويل، دومره پيسې ورسره نشته چې د درملنې لپاره بهر هېواد ته لاړ شي، له دې پرته بله لاره نه لري چې د رغېدو په هيله په بازار کې موجود بې کيفيته درمل واخلي.  

نوموړي په دوام وويل: «له يوې خوا درد او بېوزلي او له بلې خوا بې کيفيته درمل، نور يې نشم خوړلای. دا درمل راسره مرسته نشي کولای، الله پاک دې راسره مرسته وکړي.»

تاريخ تېر يا جعلي درمل په افغانستان کې د عامي روغتيا په وړاندې ستر خطر دی. په هغو ولايتونو کې، چې د ننگرهار په څېر له پاکستان سره گډه پوله لري، په ځانگړي ډول د بې کيفيته درملو په گډون د قاچاق لپاره ډېره ښه زمينه برابر کړې ده.

ځايي خلک د عامې روغتيا پر کارکوونکو او امنيتي ځواکونو پړه اچوي چې يا پخپله په دغه ناقانونه سوداگرۍ کې لاس لري او يا هم پرې سترگې پټوي.

د جلال آباد د ښار يوه بل اوسيدونکي، عزيز الله وويل: «هر هغه څوک چې بشري احساس ولري او ښه مسلمان وي پر خلکو بې کيفيته درمل نه پلوري. د عامې روغتيا د رياست ځينې کارکوونکي په دغه سوداگرۍ کې لاس لري او گټه يې په خپلو کې ويشي. پکار ده چې د دغه کار پلټنه وشي.»

د ننگرهار چارواکي هم د د غه ستونزې موجوديت مني، وايي، هلې ځلې کوي چې دغه ولايت ته د تاريخ تېر او بې کيفيته د درملو د راوړلو مخه ونيسي.   

د ننگرهار د عامې روغتيا د رياست مرستيال، مقدس معراج د هر ډول فساد له موجوديت څخه انکار کوي او په ټينگه وايي، د هر راز ناقانونه سوداگرۍ د منځه وړلو لپاره يې مټې رانغښتي دي.   

هغه وويل، هره مياشت په جلال آباد ښار کې په ټنونه تاريخ تېر او بې کيفيته درمل راټوليږي او له منځه وړل کيږي.  

معراج وويل، که څوک وموندل شول چې دغه راز جعلي او بې کيفيته درمل پلوري، «موږ يې پر وړاندې قانوني اقدام کوو، نغدي جريمه پرې لگوو، درملتونونه يې تړو او درمل يې ضبطوو. زموږ دلې هره ورځ د ښار درمل پلورنځي گوري، تاريخ تېر درمل راټولوي او سوځوي يې.»

د ننگرهار د سرحدي پوليسو وياند، ادريس مومند هم له دې غاړه وغړوله چې گوندې د هغوی ځواکونه بډې اخلي او پريږدي چې بې کيفيته درمل هېواد ته قاچاق شي. نوموړي په ټينگه وويل، هغوی تلمدام په دې هڅه کې دي چې د دغه ناقانونه سوداگرۍ مخه ډب کړي.    

هغه وويل: «موږ پر دې سترگې نشو پټولای چې بې کيفيته درمل په سرحدي سيمو کې هېواد ته راوړل کيږي، خو په هغو ځايونو کې چې زموږ پوځونو پوستې جوړې کړي، هيڅوک نشي کولای دغه راز درمل يا نور توکي افغانستان ته په قاچاق راوړي.»

د ننگرهار د ملکي روغتون رئيس، احسان شينواري وويل، ستونزه دې کچې ته رسيدلې ده چې خلک نور پرافغان ډاکترانو باور نه کوي او که له وس يې پوره وي، خپل ناروغان د درملنې لپاره پاکستان ته وړي.

هغه وويل: «خلک پر خپلو ډاکترانو باور نه لري. نه ښايي پر ډاکترانو پړه واچول شي، ځکه هغوی خپلو ناروغانو ته په نسخه کې مناسب درمل ليکي، خو د بې کيفيته درملو له امله ناروغ نه ښه کيږي. که د پاکستان ډاکټران همدغه درمل ناروغ ته وليکي، ناروغ درمل خوري او ناروغي يې ډېره ژر ښه کيږي، ځکه هلته د درملو کچه لوړه ده. موږ هڅه کوو له دغه ستونزې سره مقابله وکړو. هره ورځ تاريخ تېر درمل راټولوو او سوځوو يې.»

فوظ الله کاکړ، چې په جلال آباد کې د شخصي معاینه خانه لري ، له دې خبرې سره موافق و چې بې کيفيته درملو د سيمه ييزو روغتيايي تاسيساتو شهرت ته زيان رسولی دی.  

نوموړي ومنله چې يو شمېر ډاکټران په دې کاروبار کې شريک دي، خو ويې ويل چې دا مازې يو څو تنه دي. کاکړ وويل، اصلي مجرمان د درملو واردوونکي دي، ځکه هغوی قصدا ارزان بيه او بې کيفيته درمل له بهر څخه واردوي او په افغانستان کې يې په لوړه بيه پلوري.  

هغه وويل: «هغه درمل چې په قاچاقي لارو راوړل کيږي، تل بې کيفيته وي او هغه درمل چې په قانوني ډول وارديږي، هم ټيټه کچه لري. تر پام لاندې درملنه هيڅ نتيجه نه ورکوي او وروسته يې پړه د ډاکټرانو پر غاړې اچول کيږي.»

ځينې درمل پلورونکي بيا پړه پر خلکو اچوي چې د لوړې کچې درملو د پېرودلو په وړاندې د ډېرو پيسو ورکړې ته زړه نه ښه کوي.

په جلال آباد کې د فرېد درملتون خاوند، فريدالله وويل، ناروغانو ته پکار دي چې په بازار کې د درغلو درملو د موجوديت پړه پر خپلې غاړي واخلي، ځکه تل په ارزان بيه توکو پسې گرځي.

 ستر کاروبار

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو د خونې د رياست مرستيال، خان جان الکوزي وويل، افغانستان هر کال له پاکستان څخه په قانوني ډول د ٤٠٠ مليونو ډالرو په ارزښت درمل واردوي.  

په ننگرهار کې د درملو د واردوونکو د اتحاديې مشر، نجيب الله صاحبزاده دا پړه ونه منله چې گوندې د هغه اتحاديې غړي په قصدي ډول د ټيټې کچې درمل افغانستان ته واردوي.

هغه وويل، د درملو ټول واردوونکي شرکتونه په حکومت کې ثبت او راجستر شوي دي.

هغه وويل: «زه په ډاگه انکار کوم چې د درملو شرکتونه بې کيفيته درمل نه واردوي. که چا په شخصي توگه وارد کړي وي، نو هغه بيا جلا کيسه ده. شرکتونه بې کيفيته درمل نه واردوي. که چېرته وموندل شوه، نو اجازه ليک يې تېر اخيستل کيږي.»

د درملو او خوراکي توکو د کيفيت د کنترول لومړی ستر لابرتوار، چې پر ودانولو، د کار کوونکو پر گومارلو او د وسايلو په نصب يې پنځه مليونه امريکايي ډالره لگيدلي، د ٢٠١٧ کال د اپرېل په مياشت کې په کابل کې پرانيستل شوی. د ټولو واردو شوو درملو ازمايښت گران تماميږي. د قاچاقو د راوړلو داسې لارې شته چې له گوتو شمېر خلکو څخه پرته يې نور څوک د ناقانونه درملو د مخنيوي تمه نشي درلودلای.   

د مدني ټولنې فعال، نصرت وويل، سرحدي پوليس په ننگرهار ولايت کې پر پېژندل شوو قاچاقي لارو د بې کيفيته درملو د واردولو په وړاندې بډې اخلي.

هغه وويل: «که حکومتي فساد پای ومومي، نو د بې کيفيته درملو پېر او پلور به هم پای ومومي.»

عادي افغانان وايي، هغوی د ځايي درمل پلورونکو په لاسونو کې دي.

شل کلن سيد ميرزا، چې د جلال آباد د عيدگاه په سيمه يوه هټۍ لري، وويل: «کوچنۍ لور مې ناروغه شوه او ډاکټر ته مو يوړه. ډاکټر ورته يو څو قلمه درمل وليکل، خو د رغېدو پر ځای نوره هم بدتره شوه. کله چې مو بل ډاکټر ته يوړه، هغه وويل، ورکړل شوي درمل يې بې کيفيته وو.»

Support our journalists