افغان جنگيالي او د بې روزگاره ځوانانو جلبول

په موجودو يو څو دندو کې د طالبانو له ليکو سره يوځای کېدل ښايي اسان انتخاب وي.

افغان جنگيالي او د بې روزگاره ځوانانو جلبول

په موجودو يو څو دندو کې د طالبانو له ليکو سره يوځای کېدل ښايي اسان انتخاب وي.

Tuesday, 10 February, 2015

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

د آی ډبليو پي آر له خوا د جوړو شوو مناظرو برخوال ټول په دې اند وو چې په افغانستان کې د بېروزگارۍ لوړه کچه ځوانان د مخالفانو ليکو ته ورولي.

د پکتيکا، کونړ او هلمند ولايتونو د مناظرو گډون کوونکو ټولو ويل، ځوانانو ته دندې په گوتو نه ورځي، په داسې حال کې چې يو شمېر يې په ناقانونه ډول د کار په موخه پاکستان يا ايران ته مخه کوي، ځينې نور يې د مخالفانو له ډلو سره يوځای کيږي.    

د پکتيکا ولايت د يوسف خېلو په ولسوالۍ کې د جوړې شوې مناظرې برخوال، د پکتيکا د کارگرانو د اتحاديي مشر، غلام رحمان وويل: «زه ډېر داسې کسان پېژنم چې د کار د نه موندلو له امله له طالبانو سره له يوځای کېدو وروسته په ناقانونه ډول بهر ته تللي او خپل ژوند يې له لاسه ورکړی دی.»

د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنگ رياست د ځوانانو د چارو رئيس، محمد واصل وويل، ځوانان د مخالفو ډلو له خوا په نښه کيږي او يا هم د وسلو ورکولو له لارې جذبيږي. 

نوموړي د جنورۍ په ٢٨ د مناظرې برخوالو ته وويل: «ياغيان بېکاره ځوانان په نښه کوي؛ وسلې، موټرسايکلونه او نور امتيازونه ورکوي، چې د هغوی له ليکو سره يوځای شي.»

د پکتيکا د سرشمېرنې د ا دارې رئيس، محمد نبي همدرد وويل، د دې ولايت ٣٥ سلنه ځوانان وزگار دي.

نوموړي وويل: «که چېرته ځوانان دنده ولري، ... ښايي په نښه نشي.»

د بې روزگارۍ موضوع د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې د جنورۍ په ٢٤ نېټه په سويلي ولايت هلمند کې د ښځو د چارو په رياست کې هم راپورته شوه.

د نوموړي ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ د رياست مرستيال، فريد احمد فرهنگ وويل: «زموږ ځوانانو د ليسانس، ماسترۍ او دکتورا تر درجې پورې زده کړې لرې ، خو دنده ورته نه پیدا کیږي . ځوانان مجبوره  دي د دندو د نه موجوديت له امله وسله واخلي او له حکومت سره وجنگيږي.»

د ښځو د چارو رئيسې، جمېلې نيازی وويل، «که چېرته وزگار ځوانان پر دندو گومارل شوي وای، نو نوي په سلو کې به امنيت تامين وای.»

په کونړ ولايت کې د هغه ولايت د کار او ټولنيزو چارو رئيس، شفيق الله وياړ وويل، وضع دلته په ځانگړي ډول خرابه ده.

هغه وويل: «د فيصدۍ له مخې کېدای شي اتيا سلنه ځوانان وزگار وي.» نوموړي يادونه وکړه، د هغه په خپل رياست کې هر خالي بست ته دېرش، څلوېښت غوښتنليکونه پراته دي. 

د سرکاڼو ولسوال، محمد حنيف خيرخواه وويل، حکومت ته په کار ده چې د دندو د موندلو لپاره ډېرې زيربنايي پروژې رامنځته کړي. 

هغه وويل: «که د برښنا بندونه جوړ شي، فابرېکې به جوړې شي. که فابريکې جوړې شي، خلکو ته به پکې کارونه پيدا شي. زما په باور دا د حکومت لومړيتوب دی چې خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته شي.»

کله چې په ټولنه کې د تسليم شوو مخالفو جنگياليو د ادغام په اړه پوښتنه وشوه، خيرخواه وويل: «حکومت او ولس هر يو خپل مسؤوليتونه لري. حکومت بايد په شفاف ډول کار وکړي چې دندې رامنځته کړي او ولس بايد د ځوانانو د معلوماتو کچه لوړه کړي چې مخالفين يې جلب او جذب نه کړي.» 

 

 

 

Frontline Updates
Support local journalists