د افغانستان په سويل کې د ښځو عايداتي سرچينې له گواښ سره مخ دي

له هلمند څخه د بهرنيانو په وتلو مېرمنې وايي که د هغوی لاسي صنايعو ته نوی بازار ونه موندل شي، نو مهارتونه به يې له منځه لاړ شي

د افغانستان په سويل کې د ښځو عايداتي سرچينې له گواښ سره مخ دي

له هلمند څخه د بهرنيانو په وتلو مېرمنې وايي که د هغوی لاسي صنايعو ته نوی بازار ونه موندل شي، نو مهارتونه به يې له منځه لاړ شي

په هلمند کى داى دبليو پى ار خبريال گل احمد احسان ليکنه

څلوېښت کلنې عايشې په هلمند ولايت کې د نړيوالو موسسو له خوا په نندارتونونو او نورو غونډو کې پر مريو او پر موشکڼو د ښکلو شوو لاسي مصنوعاتو نندارې ته له ايښودلو او پلورلو څخه ښې پيسې تر لاسه کولې.

هغې وويل: "ما به خپل محصولات په نندارتون کې ايښودل. کورني او بهرني ليدونکي به راتلل او خپلو ملگرو او کورنيو ته به يې سوغاتونه اخيستل. زموږ کار ډېر ښه و."

هغې زياته کړه: "اوس که کوم [نندارتون] هم جوړيږي، بهرنيان ورته نه راځي، ځکه زياتره موسسې له هلمند څخه ووتلې. يوازې عادي خلک نندارتون ته راځي، خو څه شی نه اخلي."

عايشه وايي، افغان حکومت او د ښځو چارو وزارت ځايي صنعتکارو ښځو ته د نوو بازراونو په موندلو کې هيڅ کار نه دی کړی.

هغې وويل: "د ښځو چارو رياست بايد صنعتکارو ښځو ته د کسب او کار يو ټاکلی زون جوړ کړي، چې خپل محصولات پکې وپلوري. دلته څوک زموږ خبرې نه اوري."

په هلمند کې د لاسي صنايعو په ډگر کې کارکوونکې مېرمنې وايي، د نړيوالو ناحکومتي موسسو او د کال په پيل کې د ناتو تر مشرۍ لاندې ځواکونو د وتلو له امله د عايداتو يوه ستره سرچينه له منځه تللې ده.

په سلگونو هلمندي مېرمنو د ولايتي بيارغاونو د ډلو، د متحده ايالتونو د پراختيايي پروگرام او نورو موسسو په مرسته د غالۍ اوبدلو، په مريو او موشکڼو د ښکلي کولو، گنډلو، بوټ جوړولو، د اچارو ساتلو په څېر مهارتونه زده کړي دي.

که چېرته ښځې د خپل ژوند د جوړولو لپاره له هغې کار وانخستلای شي، نو دا مهارتونه به له منځه لاړ شي.

د هلمند د ښځو د لاسي صنايعو د ټولنې مشرې، فاطمې وويل، د محصولاتو په وړاندې ستره ستونزه بازار ته د هغې رسول دي.

هغې وويل: "سره له دې چې ما له ډېرو موسسو سره په دې اړه خبرې کړي، خو هيچا هم مرسته نه ده کړې."هغې وويل، له پرله پسې مرستو او د توکو پلورلو ته د زمينې د چمتو کولو پرته به ښځې ډېرې ژر دا زده کړي مهارتونه له ياده وباسي او ټول پروگرامونه به له خاورو سره خاورې شي. 

په محافظه کار افغانستان کې ښځې د خپل ژوند د تېرولو او معيشت لپاره له راز راز ستونزو سره لاس او گرېوان دي. سره له دې چې په ٢٠٠١ کال د طالبانو له رانسکورېدو راوروسته ښځو ته زيات فرصتونه چمتو شول، خو د فرهنگي خنډونو له امله هغوی نشي کولای د خپلو محصولاتو توليد او پلورلو ته يوه فابريکه جوړه کړي او يا کومه هټۍ پرانيزي.

په هلمند کې ښځې ټينگار کوي د خپل کسب او کار لپاره يو ټاکلي ځای ته اړتيا لري، لکه چې په  کابل [ښار] کې د باغ زنانه پارک جوړ شوی، ښځې پکې مسلکي زده کړې کوي او د پلورلو لپاره هټۍ پکې موجودې دي.

د ولايت د مرکز، لښکرگاه اوسيدونکې، زرغونې وويل، هغې د يو پروگرام له لارې، چې د ښځو د چارو د وزارت له خوا پلی شوی و، د کندهاري جامو گنډل زده کړي دي.

څرنگه چې د خپل محصول د پلورلو لپاره کوم ځای نه لري، نو له هغې څخه يې کومه گټه لاسته رانغله. اوس هغه په کور کې ده او اقتصادي وضع يې ښه شوې نه ده. 

هغې وويل: "موږ د نارينه گانو په څېر هټۍ نشو پرانيستلای. دا د حکومت دنده ده، ښځو ته يوځانگړی بازار جوړ کړي، چې په ازادانه ډول  پکې کسب او کار وکړياو خپل توليدات  پکې وپلوري."

له يو مياشتې هڅو سره سره آی ډبليو پي آر ونشو کړای په هلمند کې د ښځو د چارو له رئيسې، جمېلې نيازۍ سره د مرکې لپاره وخت واخلي.

د ښځو د چارو د وزارت معينې، فوزيې حبيبي آی ډبليو پي آر ته وويل، د هغې وزارت  په هلمند کېبايد   ښځو ته د ټولو روزنيزو پروگرامونو دچمتو کولو په خاطرکريدت واخلي.هغې وويل (( څه پروگرامونه چې دښځو لپاره په هملند کې پلې شوي زمونږ دوزارت دزيار نتيجه وه مونږپه زياترو ولايتونو کې د ښځو بازارونه جوړ کړي دي. ))

هغې وويل: "کله چې د ښځو د يوې ستونزې په اړه خبرې کيږي، نو هرڅوک وايي چې دا د ښځو د چارو په وزارت پورې اړه لري. خبره داسې نه ده. نور وزارتونه هم په هغې کې مسؤوليت لري. د بېلگې په توگه، د کار او ټولنيزو چارو وزارت ښځو ته د کار او بازار موندلو مسؤوليت لري."

"موږ د هلمند له والي څخه ښځو ته د پارک جوړولو لپاره د ځمکې غوښتنه وکړه چې ښځې پکې خپل توليدات وپلوري، خو تر اوسه راته والي داسې ځای نه دی راکړی."

د هلمند حکومتي چارواکي دا ادعاگانې ردوي.

د هلمند د والي  وياند، عمر ځواک وويل: "وزارت او د هلمند د ښځو  چارو رياست له موږ څخه د کوم شي غوښتنه نه ده کړې. د هغوی ادعا بې بنسټه ده."

هغه وويل، ولايتي اداره غواړي د ښځو لاسي صنايعو ته وده ورکړي او د لښکرگاه د شهيد غلطان په سيمه کې ورته يومارکيت جوړ کړى ، خو لا تر اوسه بشپړ شوی نه دی.

د هلمند ولايت د کار او ټولنيزو چارو رئيس، محمد نادر وطنوالهم دهمدې مارکيټ په جوړولو کې دده دادارې هلى ځلې ونډې يادونه کوي هغه وويل ((موږ د بازار په جوړولو کې، چې د ودانولو کار يې روان دی، ډېره مرسته کړې ده.))

وطنوال وويل، د هغه رياست زيار ايستلی چې ښځې پر کار وگوماري، خو ويې ويل، د کار ميندلو ستونزه په ټول افغانستان کې يوه عامه خبره ده.

هغه وويل: "موږ زيار باسو داسې يو لار ومومو چې د نارينه گانو او ښځو دواړو د بې روزگارۍ ستونزه له منځه يوسو."

د هلمند ولايتي شورا غړې، راضيې بلوچ ومنله چې ښځې په نورو ولايتونو کې هم له ورته ستونزو سره مخامخ دي.

د زيات شمېر مرستندويو موسسو وتل او د امنيت نشتوالی، همدارنگه سيمه ييز محافظه کارانه چال چلن او د چارواکونه لېوالتيا په هلمند ولايت کې وضعه په ځانگړي ډول ستونزمنه کړې ده.

هغې وويل: "په هلمند کې نه يوازې صنعتکارې ښځې ښه حالت نه لري، بلکې نورې ښځې هم له ناوړه حالت سره مخامخ دي. که د دې ښځو حالت ته پام ونشي، کېدای شي نشه يي توکو يا گدايۍ ته لاس واچوي، نو بيا به يې وضع د زغم وړ نه وي. د هلمند د ښځو د چارو رياست هم د پام وړ کار نه دی کړی. څنگه چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي کچه راټيټه شوې نه ده، نو څنگه به د هغوی د اقتصادي وضعې د پياوړتيا لپاره کار وشي؟"

بلوچ وويل، له يو شمېر حکومتي ادارو سره يې د صنعتکارو ښځو د ستونزو په اړه خبرې کړي دي، خو د مرستې کوم ډاډ يې تر لاسه کړی نه دی.

په هلمند کې خصوصي سکتور د ښځو د لاسي صنايعو د پلورولولپاره  يو لړ کارونه سرته رسولي دي. ځايي متشبثين وايي خلک بايد پخپله له ځانونو سره مرسته وکړي.

احمدشاه جمال په لښکرگاه کې د ښځو د لاسي صنايعو جوړولو لپاره يو ورکشاپ جوړ کړی، ٢٥ تنه ښځې پکې په گنډلو، خام دوزۍ او موشکڼو ښکلولو او جوړولو بوختې دي.

هغه وويل: "که چېرته موږ د حکومت او بهرنيو مرستو ته لاس تر زنې کښېنو، نو هر څه به له لاسه ورکړو. زه دې ښځو ته تل وايم چې پخپله زيار وباسي، ځکه د ښځو د چارو رياست او نورې موسسې، چې ښايي له دوی سره مرسته وکړي، يوازې د هغوی په نامه خپل کسب و کار پر مخ وړي. هغوی ټولې گټلې پيسې په خپلو جيبونو کې اچوي او پر تاسو يې نه لگوي."

هغه وويل: "پنځه ويشت مېرمنې له ما سره دلته کار کوي. د ښځو د چارو له رياست څخه هيڅکله څوک دلته نه دی راغلی چې دا ښځې څه کوي او هغوی ورته څه شی کولای شي."

جمال وويل، هغوی اوس توکي د هلمند په هټېوالو پلوري او په پام کې لري چې په کابل کې يې موسسو او هټېوالو ته هم د پلور لپاره واستوي.

په هلمند کې د ملي پانگوالو د ټولنې غړي، لعل محمد دروېش هم پر حکومت پړه واچوله، چې نشي کولای په اغېزمن ډول خپلې سرچينې په کار واچوي. د هغه ادارې زيار ايستلی چې د ښځو د صنايعو له پروژې سره مرسته وکړي، خو لږ بری يې په برخه شوې.

هغه وويل: "موږ پخوا په دې اړه کار کړی دی. يو څه پايلې يې درلودلي دي، خو حکومت هم بايد له موږ سره مرسته وکړي." 

گل احمد احسان په هلمند کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.


Pakistan, Afghanistan
Women
Frontline Updates
Support local journalists